کور / سياسي /  افغانستان د نړیوالې مافیا په لومو کې

 افغانستان د نړیوالې مافیا په لومو کې

لیکنه: حافظ احمد نصرت

افغانستان د تاريخ په اوږدو کې دنړیوالو دګټو او سیاسي اهدافو ښکار سوي نړیوالو تل هڅه کړې چې دا ددنګو غرونو،شنو درو،او اتلو میړونو وطن د جګړو لومه کړي

کلونه کېږي افغانان وژل کېږي کله په یو نوم او کله په بل نوم تروریږي بیلابیلې ټاپې پرې وهل کېږي   ښکلي ځوانان مو په ځوانۍ،ماشومان مو په ماشومتوب د مور او پلار له مینه بې برخې پاته کیږي حتا ښځې،سپین ږیري او د وطن میندې مو بورې کېږي.

اخیر ولې؟ او تر کله به وژل کېږو ددې معصومو او بې چاره افغانان ګناه څه ده؟ اې! دنړی قدرت لرونکو خلکو تاسې له موږ څه غواړي زموږ په وژلو تاسو ته څه په لاس درځي

په مدرسو،جماعتونو،ښوونځیو،د خوښۍ مراسیمو،فاتحو او هدیرو کې لا افغانان په کراره پاتې نه دي دافغان وژنې دا پروسه ډیره اوږد مهاله سوه او کلونه وخت یې ونیو که وپوښتل سي چې ولې؟ نو داکثرو ځواب به دا وي چې دې کې دبهرنیان لاس دی او هغوئ افغانان خپلو کې په بیلابیلو نومونو شکېل او افغانستان یې دخپل لوبو ډګر ګرځولی دی

په دې کې شک نسته چې نړیواله ټولنه او د نړۍ یو شمېر هېوادونه له افغانستان سره په اړیکو کې له مختلفو شیوو کار اخلي او خپل له دوه مخي سیاست څخه استفاده کوي دا یو څرګند حقیقت دی چې په سیاسي لحاظ افغانستان دنړیوالو په لومه کې دی له امریکا تر برتانیا روسیي هند،چين،پاکستان او ایران ټول له افغانستان سره د اړیکو لرلو ترڅنګ ګڼ شمېر سیاسي اهداف لري په سیاست کې دا څه ډیره روښانه او ساده دي که ديپلوماټیکو مسایلو ته راسو هر هېواد په متبوع هیواد کې استازي لري سفارته خانه لري او سفیر یې دهېواد ملي ګټو او ارزښتونو ساتنه کوي خو ددې سره یو لړ مسایل سته چې یاد استازي یې باید ترسره کړي او خپل هیواد دملي منافعو دساتلو په موخه یې له خپلو مسولینو سره شریک کړي

زه ډیر دډیپلوماسي  اړخ ته نه ځم ولې دا منم چې هېواد مو دنړیوالو مافیا ښکار دی له چیچنې نیولې ترپاکستاني،هندي،ایراني،امریکايې،روسیي انګریزي پورې دافغانستان په روان وضیعت کې شکېل دي

او افغانستان یې دخپلوسیاسي لوبو ډګر ګرځولي دی او د افغان وژنې ګڼي پروژی یې په بیلابیلو نومونو راپیل کړي دي هغوئ دپروژې دګټلو او بایللو پروا نه لري ځکه که د دوئ پروژه ناکامیږي یواځې مالي زیان ویني ولې په لویه کچه قریاني افغانان ورکوي دلته افغانان په سر او مال زیان ویني او دا قرباني له کلونو راپه دیخوا پیل او لا هم دوام مومي دطالب،داعش،حقاني شبکې او نورو ‌ډلو ټپلو که د اوسني حکومت په چوکاټ کې دي او که دهغوئ سره په مخالفت کې زیان یې یواځې افغان ولس ته رسیږي

په دې ورستیو پیښو کې ټولو ته په ډاګه سوه چې یواځې قرباني افغانان ورکوي او هېواد مو دنړیوالې مافیا په لومو کې دی  او همدا مافیا ده چې افغانستان یې په مختلیفو قومونو،حزبونو ویشلی او افغانان ددې پرځاي چې دسولې،یوالي او افغانستان رغولو لپاره ګډ کار وکړي په خپل منځي ستونرو کې راګیر کړې دي چې دې  مسایلو دافغانستان او افغانانو ملا ماته کړې ده او دې لړۍ کلونه وخت ونیو.

ددې ټولو ستونز دختمیدو او یو باثباته له جنګ جګړو خلاص افغانستان خوبونه هله رښتیا کیدلې سي چې په خپلو کې یو سو او په یو سترخوان کښېنو او وینه تویونه بس کړو او دهر پردي پر وړاندې په یوه دریځ کې واوسو.

 یو کیږو ګڼي ورکيږو

دافغانانو دداخلي منازعاتو دحل او نړیوالې مافیا د لومو څخه دخلاصون  یواځني لار دافغانانو یوالي،اتفاق خپلو کې سوله کول دي او ددې کار په ترسره کولوباید ټولې نړۍ ته دا څرګنده کړو چې موږ جګړه نه غواړو جنګ خوښوونکي نه یوو او روانه جګړه بهرني ده او پر افغانانو ټپل سوې ده

دیوه باامنه او په ځان بیسا افغانستان په هیله

په درنښت

حافظ احمد نصرت

لښګرګاه

۱۳۹۷/۱/۱۴/