کور / اقتصادي / په سعودي کي د لومړي ځل لپاره سينما پرانستل کېږي

په سعودي کي د لومړي ځل لپاره سينما پرانستل کېږي

سعودي چارواکي وايي، د رواني اپريل مياشتي پر اتلسمه به په رياض کي لومړنۍ سينما پرانستل سي.

دا د سعودي په تاريخ کي لومړۍ ځل دی چي سينما به په رسمي شکل پکي پرانستل کېږي.

د چهارشنبې په ورځ د سعودي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د امريکاAMC  شرکت ته دا اجازه ورکړه چي په رياض کي د لومړي ځل لپاره سينما جوړه کړي.

AMC (اې ام سي) شرکت په پلان کي لري چي په راتلونکو پنځو کلونو کي د سعودي په ۱۵ ښارونو کي شاوخوا ۴۰ سينماوي فعاله کړي.

د سعودي د فرهنګي چارو وزير عواد بن صالح العواد وايي، د سينما اجازه په هنري ډګر کي د پانګوالو لپاره دا فرصت برابروي چي په سعودي کي پانګوني وکړي او هيواد يې په دې ډګر کي ښه بازار لري. د عواد په وينا، په سعودي کي د ۳۰ کالو څخه کښته  ډېری ځوانان  د بهرنيو فيلمونو د نندارې لېواله دي.

سعودي د AMC  امريکايي شرکت  سره داسي تړون لاسليک کړی دی چي تر ۲۰۳۰ کال پوري به د سعودي په ۲۵ ښارونو کي له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پوري سينماوي فعالوي.