کور / اقتصادي / د کندهار ښاروال: نړيوال بانک ۱۲ مليونه ډالر په کندهار کي د ښاري سرمايه ګذارۍ د ودي په برخه کي لګوي

د کندهار ښاروال: نړيوال بانک ۱۲ مليونه ډالر په کندهار کي د ښاري سرمايه ګذارۍ د ودي په برخه کي لګوي

دکندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل چي اردن هيواد ته يې د نړيوال بانک په بلنه رسمي سفر درلود د کندهار ښاروالۍ اداري غونډي ته يې د خپل سفر په هکله مالومات وړاندي کول وويل، نړيوال بانک په کندهار، جلال آباد او خوست ښارونو کي له ۲۰۰ نيولې تر ۲۵۰ مليونه ډالر پوري د راستنېدونکو کډوالو له پاره پر بستر برابروونکو اړينو خدماتو لګوي. اټکل کېږي چي کندهار ښار ته له ګاونډي هيواد څخه ۶۰۰ زره افغان کډوال راستانه سي. ښاروال وويل، ښار ته د کډوالو راستنېدل مثبت او منفي تاثيرات دواړه لري، ځکه نو اړتيا ده چي په لويه کچه تياری ورته ونيول سي. ده همدا راز وويل چي ټاکل سوې نړيوال بانک ۱۲ مليونه نور ډالر په کندهار ښار کي د ښاري سرمايه ګزارۍ د ودي په برخه کي ولګوي. هغه زياته کړه: “اميد دی چي د دغه پروګرام له لاري د ۶ مليونه ډالرو معادل پروژې تر راتلونکو شپږو مياشتو پوري پيل سي. ” کندهار ښاروال په لومړي ځل ۴۲٪ ته د بې کارۍ د کچي لوړېدل د اندېښنې وړ وبلل او ويې ويل ښاروالي هڅه کوي د هغو ځينو پروګرامونو بديل پيدا کړي چي د همکارو مؤسسو له خوا خلکو ته د کار موندني په هدف روان دي او وخت يې بشپړېدونکی دی. ښاروال د صنعتي پارکونو ودي ته پاملرنه هم اړينه وبلله، ويې ويل چي له برکته يې خلکو ته اوږدمهاله کارونه ايجادېږي او د بې کارۍ کچه راکښته کېږي. کندهار ښاروال د مرکزي حکومت له خوا کندهار ښاروالۍ ته د تشويقي بودجې د ورکړي په تړاو وويل چي په ۱۳۹۵ کي مرکز ۳ سوه زره او په ۱۳۹۶ کال کي ۳۵۰ زره امريکايي ډالر تشويقي بودجه ورکړې وه، خو سږ کال ښايي يو مليون تشويقي بودجه ورکړي. ښاروال انجنير روښان ولسمل د ښاروالۍ اړوند مسؤلينو کاري راپورونه واورېدل او د چارو د لا ښه کېدو په منظور يې لازمي لارښووني ورته وکړې.