کور / تازه خبرونه / کندهار،يوخصوصي عصري روغتون پرانستل سو

کندهار،يوخصوصي عصري روغتون پرانستل سو

په سيمه کې دروغتيايې خدمتونودوړاندي کولوپه لړکې دکندهارپه نوي ښارکې يوخصوصي روغتون پرانيستل سو
دغه روغتون  د(ايوبي روغتون )په نامه نومول سوي .


روغتون ديوه ملي پانګه وال له لوري رغول سوي چې دسويلي سيمي په کچه يوعصري روغتون بلل کېږي دنوموړي روغتون سرطبيب وايې چې دوى پريوه وخت شپېته تنه ناروغان بېستره وي اوروغتيايې خدمتونه يې هم په نږدي ټولوطبي چاروکې دي .


دموراوکوچني ،عمومي جراحې ،داخله اواطفال ،سترګواوعصبي هغه څانکې دي چې دم ګړي په دغه روغتون کې پرانيستل سوي .


سويلي ولايتونه چې نسبتآدنوروسيموپه پرتله پکې روغتيايې اسانتياوي کمي ترسترګوګېږي ددغه ډول عصري روغتيايې مرکزونوجوړيدل يې دخلګولپاره ترټولوښه زېري دي .
ددغي سيمي زياتره ناروغان دوړروغتيايې اسانتياودنشت والي له امله ددرملني لپاره له هيوادڅخه دباندي ځي .


خوهغه کسان چې مالي توان نلري اوزياتره يې هم کليوال وګړي دي اړدي چې په سيمه کې ترموجوده روغتيايې اسانتياوبسنه وکړي .


په کندهارکې دنوي خصوصي روغتيايې مرکزمشرهم وايې چې په روغتيايې برخه کې له پانګوني څخه يوازني هدف دادي چې په سيمه کې درنځوروهيوادوالولپاره ددرملني اسانتياوي برابري کړي .


له بلي خواڅخه دسيمي اوسيدونکي هم غوښتنه کوي په دغه روغتيايې مرکزکې دي دنوروروغتيايې اسانتياوبرابرولوته لاپاملرنه وسي ترڅوپه هره برخه کې روغتيايې خدمتونه په سيمه کې پوره سي .


تيره اونۍ هم په کندهارکې دموراوکوچني په برخه کې دمياعبدالحکيم صاحب په نامه يوروغتيايې مرکزپرانيستل سواوپه ټوليزه توګه نږدې څلورخصوصي روغتونونه په کندهاکې پردولتي روغتيايې مرکزونوسربيره فعاليت لري .