کور / خبرتیا او پيغامونه / په هامبور کښي د افغانستان شپږ ورځنی سمينار

په هامبور کښي د افغانستان شپږ ورځنی سمينار

 (4.8.2008 – 9.8.2008)


ګرانو هېواد والو!


د افغانستان معلوماتي مرکز )افغانيک( او د سياسي زده کړو ټولنه په هامبورگ کی تاسو قدرمنو آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د اګست د څلورمی نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې د ديارلسم ځل لپاره او په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي.


ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې مېشتو افغانانو د ژوند او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې معلومات تر لاسه کولای شي. 


د سيمينار د گډون ونډه سل يورو او د بېکارانو د پاره پنځوس يورو ده.


خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې څلوېښت يورو او د بېکارانو د پاره شل يورو ده.


موږ د آلمان د حکومت په مرسته ټول د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو. 
د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.
د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.org) تر لاسه کولای شئ!
د علاقی په صورت کې فورمه ډکه او موږ ته راولېږئ. 


که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په دغه پته راسره اړيکې ټينگې کړئ:  



په درنښت يحيی وردک او اماديس هيمپل


AFGHANIC/Dr Yahya Wardak 
Besucheradresse:
Justus-von-Liebig-Str 24
53003 Bonn 


Postadresse:
Postfach 1327
53003 Bonn



Tel  0228 – 409 76 30
Fax 0228 – 409 76 32


Mobile 0174 741 73 06
wardak@afghanic.org


www.afghanic.org