کور / تازه خبرونه / لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه – 18.07.2008

لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه – 18.07.2008

پيښور(هيوادخبر) د پيښور پوليسو خبرورکړ چي شپږ تنه يي د تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي او تښتوونکو په ډله کښې شامل دوه تنه نور په شمول د يوې ښځې تر پلټنو لاندې راوستي دي او د وروستيو پلټنو په پايله کښې نيول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړيدي او دتښتوونکو په ډله کښې شامل نورو کسانو نومونه يي هم ښودلي  دي پوليس وايي د پلټنوپه پايله کښې د وي کولې شي  چي د تښتوونکو د ډلې تر سره ګروپ پورې ځان ورسوي د صوبه سرحد  دپوليسو لخوا په خبره شوې اعلاميه کښې راغلي دي شپږ تنه يي پهاړي  پوره په سيمه کښې ژغورلي دي په اعلاميه  کښې زياته شويده چي ملزمان په کرايه باندې کور نيولۍ وه او د پيغلو انجونو د لارې به يې  شتمن کسان د ورغوښتل او بيابه يي تښتول او د هغه وروسته به يي د دوي که کورنيو څخه د دوي په بدل کښې د تاوان غوښتنه کوله.





پيښور(هيوادخبر) دهيچا له ګواښ څخه ويره نه لرو د ايالتي حکومت عوام ملاتړ کوي او حکومت به د عوام رايو درناوې کولو سره خپله پنځه کلنه موده سرته رسوي دغه څرګندونې دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير او دعوامي نيشنل ګوند مخکښ ميا افتخار حسين په خپله مطبوعاتي اعلاميه کښې کړيدي ښاغلي افتخار ويلي دي  چي حکومت د کوم يواځيني کس په خوښه نه بلکه د ټول عوام په خوښه رامنځته شويدي د بيت الله محسود د بيان په غبرګون کښې دايالتي وزير وايي د امنيت لپاره په صفا نيت هلي ځلي کوونکي حکومت ته دغه ډول ګواښونه له پوهې څخه ليري کار دي د هيچا د ګواښ پرواه نه لرو او نه به د کوم کس له ګواښ څخه وبيريږو ايالتي وزير زياته کړيده مونږ د سولې خبره د يوه کس يا يوې مخصوصې ډلې لپاره نه کوو د ټول بشريت هيواد او قوم لپاره د سولې خبره کوو ښاغلي افتخار زياته کړيده د سولې خبره کوونکي حکومت ته ګواښ کول دغه معنى لري چي ګواکې دوي د تشدد لار خپلول غواړي چي هريوه د حکومتي وړانديز څخه ګټه وانخسته او د تشدد لار يي خپله کړه حکومت به د هغوى ضدد اقدام حق ولري.





پيښور(هيوادخبر) د ځايى طالبانو تر منځ يوځل بيانښتې پيل شويدي او دواړه لوري د يوبل پرضد له درنو وسلو څخه استفاده کوي د شخصي ټلويزون د خبرترمخه د مومند ايجنسۍ په سيمه خوئي زئي کښې د تحريک طالبان او د شاه په نوم يوې بلې ډلې تر منځ نښتې  يو ځل بيا پيل شويدي . د يادوني وړده چي د پنجشنبي په ورځ د دغو دوو ډلو ترمنځ په نښته کښې دقوماندان په شمول درې طالبانو وژل شوي وه او تر 20 زيات کسان تښتول شوي وه د نښتو له امله په سيمه  کښې سخت کړکيچن حالات رامنځته شويدي.





پيښور(هيوادخبر) امنيتي ځواکونو د هنګو سيمه زرګړۍ تر واک لاندې راوسته او په شنه وړۍ او شمس الدين بانډه کښې د اورپکو پر ضد عمليات روان دي د راپور ترمخه د هنګو په سيمه دوآبه کښې د پوليسو پر موټر له بريد څخه وروسته د رامنځته شوي تاوتريخوالى په پايله کښې حکومتي ځواکونو له تيرو درې ورځو څخه عملياتو ته دوام ورکړيدي په روانو عملياتو کښې تر اوسه لس تنه اورپکي وژل شويدي او پنځه تنه پوځيان هم ژوبل شويدي د پوځ وياند ويلي  دي چي تر هغه وخت پورې به په هنګو کښې عمليات روان واوسي ترڅو سيمه له اورپکو څخه پاکه شوي نه وي راپورونه په ډاګه کوي چي د ګڼ شپ هيلي کاپټر په ډزو کښې پنځه مړه او څلورويشت ژوبل شويدي.





پيښور(هيوادخبر) په کرمه ايجنسۍ کښې دمنګلو لخوا تښتول شوي د ليويز ځواک دوه سرتيري او پوليټيکل انتظامې چارواکۍ وژغورل شو د کرمې ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ محمد اعظم خان وايي د چهارشنبې په ورځ دشلوزان تنګى په سيمه کښې وسلوالو قبايلو د پوليټيکل انتظامې يوتن مامور نقيب حسين دکرم ليويز ځواک  د دوو سرتيرو سره يوځاي تښتولۍ وو د تښتونې وروسته ځايي چارواکو او قبايلي مشرانو د دوى د ژغورلو لپاره هڅې پيل کړې او څلورويشت ساعته وروسته درې واړه کسان پرته د څه شرط څخه راخوشي شول.





په سهيلي وزيرستان کښې درې تنه د جاسوسۍ په تور ووژل شول د خبر تر مخه د سهيلي وزيرستان په سيمه کښې  د درې تنو جسدونه تر لاسه شويدي چي ورسره يو ليک هم موجود دي او په هغه کښې ليکل  شويدي چي دغه درې واړه کسان امريکا ته د جاسوسۍ په تور وژل شويدي  بلخوا ته په واڼه کښې ځايى طالبانو پريوه موټر باندې ډزې کولو سره  يو تن وژلۍ او يو يې په ژوبل حالت کښې نيولۍ دي ځايي چارواکي وايي دجاسوسۍ په تور وژل شوو کسانو په هکله پلټنې کوي د يادونې وړ ده چي له تيرو کالو څخه د جاسوسۍ په تور لسګونه قبايلي ځوانان وژل شويدي خو تر اوسه پورې يي په هکله پلټنې ندي شوي چي ايا وژل شوي کسانو کوم جرم درلودى او که نه .





په اورکزى ايجنسۍ کښې قبايلو د طالبانو په وړاندې سره يوکيدلو پريکړه وکړه او بهرني او رپکي له سيمې څخه ايستلو اعلان يي وکړ قبايلو حکومت ته باور ورکړ چي سر کاري پوستې به له طالبانو څخه خلاصوي او د جنايتکارانو څخه به سيمه پاکه وي د جمعې په ورځ اپراورکزى ايجنسۍ کښې داورکزيو د يوولس قبيلو ګډه جرګه وشوه چي پکښې علمااو قبايلي مشرانو ګډون وکړ د اورکزى ايجنسۍ سره تعلق لرونکى يو مشر او د هنګو ضلعى ناظم حاجى افضل خان منلې ده چي قبايل پدغه خبره سلاشويدي چي دامنيت بحاله کولو لپاره به قبايل د طالبانو په وړاندې دريږي قبايل به په خپل منځ کښې جګړې نه کوي په ايجنسۍ کښې به د اورپکو پر عملياتو بنديز وي .