کور / طنز / [طنز]٠٠٠ستا لکۍ څه شوه؟

[طنز]٠٠٠ستا لکۍ څه شوه؟

څنګه چې کمکی له ښوونځي نه کور ته راورسېد لومړۍ پوښتنه يې هم دا وه چې پلاره ستا لکۍ څه شوه ؟


پلار د کمکي دې پوښتنې سخت هک پک کړ ، خو له ډېره تاوه خپل کمکي او معصوم زوی ته په مسکا شو ،او بيا يې وپوښته زويه دا بده او سپکه  پوښتنه دې له چا نه زده کړې ده ، انسان لکۍ نه لري ، بيا داسې بې ادبه پوښتنه مه کوه زويه  !


پلاره تا ويل چې د معلم صيب هره خبره اوره او په غوږ کې يې ساته،نن زموږ معلم صيب ويل چې انسانان اصلا د بيزوګانو نه پيدا شوي دي ؟!


پلار نور هم  د کمکي زوی  خبرو اريان دريان او بېځوابه  کړ، خو تر يوه ساړه اسويلي وروسته يې خپل زوی ته سر وښوراوه ، هو زويه ستا د معلم صيب خبره رښتيا ده خو ټول انسانان له بيزوګانو پيدا شوي ندي، موږ له انسانه يعنې بابا دمه (ادم ع) رازېږېدلي يو ،ځينې به له بيزوګانو هم زېږېدلي وي !!


خو يوه بله ډله هم شته دی  زويه  چې هغوۍ له خرو زېږېدلي دي ، زما په اند ښايي  زويه چې ستا معلم  صيب له همدې وروستۍ ډلې نه رازېږېدلی وي.


سبا ته دې چې معلم صيب څنګه ټولګي ته راننوت همدا پوښتنه ترې لومړی وکړه ٠