کور / سياسي / د سولې راتلو ته هیلې او هڅې ډېرې شوي

د سولې راتلو ته هیلې او هڅې ډېرې شوي

لیکوال: ا- ځواک

سوله د افغان ولس ستره اړتیا او هیله چې رڼا، پرمختګ، مینه او … ټولو ژوندیو موجوداتو ته یوه نه هیرېدونکې ډالۍ ده او سوله تورتم، کرکه، وحشت او بربریت له منځه وړي او نوې هیلې راټکوي.

د ولسمشر بیسارې هیلې ځلې او کوښښونه د سولې په هکله تر ټولو ښه اقدام دی چې په ترڅ کې په دې هکله د خلکو هیلې را ټوکېدلې دي او د سولې د راتلو باور یې ورځ تر بلې زیات کړی دی.

د خلکو هیلې هغه مهال مخ په ډېرېدو شوې چې د سولې عالی شورا مشر عبدالکریم خلیلي وټاکل شو.

 خلیلي په قام هزاره دی؛ د ده ټاکنه دې مهم پوست ته یو پر ځای او ښه اقدام دی ؛ ځکه دی او د ده قوم د تعلیم پلوي دي او تقریباً ټول په تعلیم بوخت دي یعنی دوی په دې پوهېږي چې سوله هغه ستره اړتیا ده چې ټول افغانان یې دا څلوېښت کاله په طمعه دي او که دا تاریخي او اسلامي کار تر سره شي؛ نو له شک پرته به د ټولو افغانانو هیله تر سره شوي وي چې په پایله کې به یې ښه پرمختګونه او یو ځواکمن او یو موټي هېواد ولرو؛ ځکه چې افغان ځورېدلی ولس نور له جنګ څخه ستړی شوی یعنی له موقع سره به لاس په کار شي او ډېر ژر به په رښتیني او اخلاص سره د خپل هېواد ابادلو ته مټې بډ وهي او پرته له کوم تبعیض به خپل اخلاص څرګند کاندي او د ژور بدلون شاهدان به یو؛ انشاالله.

درېیم دا چې ولسمشر محمد اشرف غني وسله والو طالبانو ته د کابل پروسې په دویمه غونډه کې داسې بسیاری وړاندیز وکړ چې دوی او د دوی باداران یې هک پک کړل چې په دې وړاندیز سره که د خدای خوښه وي د سولې د راتلو امکان زیات او د نورو پرمختګونو زمینه به په دې هکله برابر شي چې دا دی اوس سوله یوه داسې نوي پړوا ته داخله شوې چې بیسارې پرمختګ ورته ویلای شو؛ کله د پاکستان چارواکي او کله د سیمې نور چارواکي افغانستان سفرونه کوي او د نویو پرختګونو هیلې زیاتېږي.

بلخوا د نړۍ روان حالت دا ښیي چې کمزوري هېوادونه یا باید جګړه وکړي یا تعامل شي یا د نورو پیروي وکړي او یا هم د سولې لار غوره کړي.

له شک پرته جګړه هغه وخت شونې وي چې غښتلې جګړیز پلان، ښه او قوي جګړیزه ټیکنالوژي او له ښه پرمختللی اقتصاد څخه برمن وي؛ نو له دې پرته جګړه مطلق ناکامي او د ځانوژنې په معنی ده.

تعامل او پیروي هم زموږ له شان او تاریخ سره اړخ نه لګوي؛ خو سوله د هر چا خوښه له موږ سره ښه اړخ لګوي او سخته اړتیا ورته لیدل کېږي؛ ځکه په دې وروستیو کلونو کې مو سخت ځاني او مالي درانده زیانونه ولیدل. زیات شمېر ځوانان مو بهرنیو هېوادونو ته مسافر- مهاجر شول همداشان هره ورځ مو ځوانان، ماشومان، تورسرې او سپین سرې په روان ناورین کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي. بې حسابه میندې بورې او وراورې شوې. ورځ تر بلې روان تاوتریخوالی زیاتېږي او د سولې له نعمه لیرې کېږو؛ نو ځکه تر هر څه وړاندې سولې ته اړتیا ده وایي چې له خدایه هر څه وغواړې هغه در کوي معنی دا چې که مو د حرامو په لور میلان زیات شو؛ نو حرامه دنیا او شتمني به لاسته راوړې او که د حلالو په لټه کې شوي حلاله روزي به لاس ته راوړې؛  نو که د جګړې په لور مو شوق او میلان زیات شو؛ د جګړې په اور کې به نور هم سوزې او د رڼا څرک به تیت شي او که د سولې هیله مو په تن کې غښتلې کړه هغه به مو په نصیب شي او د رڼا څرک به زیات شي؛ خو دا چې اوس مو د سولې سره مینه او لیوالتیا زیاته شوې نو که د خدای جل جلاله ارده وي؛ نو سوله به مو په نصیب شي چې دا به د نوموړي د افغان ولس او ولسمشر په ژوند تر ټولو غټ افتخار او لاسته راوړنه وي.

د سولې،  ارامي او هوسا ژوند په هیله!