کور / اقتصادي / افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د خوست-جرمني ترمنځ هوايي لار پرانيزم

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د خوست-جرمني ترمنځ هوايي لار پرانيزم

افغان ولسمشر چي نن د خوست ولايت د هوايي ډګر د ځغاستليکي ، د هوايې ډګر د رادار سيستم ، د ډګر د داخلي سړک او د ۱۳ زره کورنيو لپاره د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبرې کېښودلو لپاره خوست ته تللی دی، ويلي، بهرنيو هيوادونو ته د افغانستان د وچي مېوي په ځانګړې توګه د جلغوزو د صادرول لپاره به د خوست – جرمني ترمنځ هوايي لار پرانيزي.
د کارپوهانو په باور که د جرمني سره هوايي لار پرانستل سي، دا به د افغانستان لپاره د ستر اقتصادي پرمختګ وي.
افغانستان چي ډېره لنده او وچه مېوه ګانډي هيواد ته صادروي، وروسته د ګاونډيانو په نامه په اروپايي او امريکايي بازارونو کي بازار ته وړاندي کېږي.
په دې وروستيو کي د افغانستان – هند ترمنځ هوايي دهلېر پرانستل سو چي د افغان سوداګرو ډېره وچه او لنده مېوه د هند هيواد ته ولېږدول سوه.
پاکستان افغان سوداګرو ته ډېری وخت د مېوو د موسم پروخت د ترانزيت ستونزه جوړوي چي په دې سره افغانستان ته اقتصادي ضربه ورکړي، خو افغان حکومت هڅه کوي چي د خپلو صادراتو لپاره د پاکستان بديل ومومي، په دې هکله د هند حکومت د افغانستان سره د مرستي ټټر ټکولی او د افغانستان – هند هوايي دهلېز په اقتصادي ډګر کي د دواړو هيوادونو ترمنځ يو نوی فصل پرانيست.