کور / شعر / مړ نه یم ژوندي یمه !

مړ نه یم ژوندي یمه !

لیکوال: ظریف امین یار

اغیارو ټپي کړئ وم، دښمن سره  آشنا نه وم

مړ نه یم ژوندی یمه، ویده ومه، راوېښ شومه

اوس چې زه بیداره شوم، د هرڅه باخبره شوم

دښمن سره به ګورمه، کفن مې پرسر کړئ ده

بس ده نور خواري او ذلات، اسارت او خیانت

نور ځم د میدان په لور خپلو میړانو پښتنو سره

زه د آسیا زړه یمه، تل به سربلند او ویاړلي وم

سر مې ترې اخیستي ده ، هرچاچې بد کتلي دي

زه چې کله جوړ شمه، دمه شمه،اوچت شمه

لوي افغانستان به جوړومه، تاسره وعده کړمه

خپلواکی شعار مې زړه پر سر قلم سره لیکل دي

ځان به مې لاهو کړمه، د هرڅه نه به تیر شمه

زه د احمد شاه بابا، میرویس خان او پاچا خان بچئ

مست به شم، لمبه به شم، جوش به شم، جذبه به شم

تاریخ لرم،وقار لرم تهذیب لرم، ایمان لرم، پښتو لرم

افغان یمه خاصیت مې عدالت او آزادي سره تړلې ده