پښتون ژغورنه او بريالتوبونه!
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: ح حقوېش
پښتانه هغه وخت د ناخوالو ښکار شول کله چي انګليستان په ایسا که د جنګ لپاره پښه کېښودله، او د خپلو ګټو لپاره یې جنګ ته ادامه ورکړه څو دلته خپله اوږده واکمني وکړي. هغه وؤ چي جنګ له هندوستانه افغانستان ته را اوږد شو. پښتنو د اسلام د بقا لپاره، د خپلي سیمي او خپلواکۍ لپاره جنګ ته ملا ورسره وتړله، که څه هم انګليستان د وخت په ښه اسلحه سنبال وؤ، خو پښتنو او نورو قومونو په هغه څه جنګ ورسره پیل کړ، کوم څه چي یې په کور کي لرل. خو په دې ماته ګوډه اسلحه یې دوه ځلي انګليستان ته ماتې ورکړه او له خپلي خاوري به یې وشړل. خو بلاخر انګليستان خپلو ناوړو ګټو ته لاس رسی ومند، او د افغانانو سیمه یې په دوه برخي وؤېشله، په منځ کې انګليس ډیورنډ په آس سپور تېر شو چي دا سیمه تر اوسه د ډیورنډ کرښي په نوم یادیږي. د افغانانو هغه سیمه چي د ډیورنډ په مټ په انګليسي هندي کي پاتي شوله، هغه تر یو څه وخته د انګليستان په واک کي پاتي شوه چي باچاخان بابا او نورو مبارزینو ورسره د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله. خو بدبختانه چي انګليستان په انګليسي هند کي د اسلام په نوم خلک راوپارول او د خپلو ګټو لپاره یې وکارول. هغوۍ ته یې دا موضوع په لاس ورکړه چي مسلمانان دي ځانته هېواد جوړ کړي. که څه هم ډیرو علماوؤ او مشرانو له دې سره اختلاف درلود خو د انګليس په مټ راپارول شویو هڅه کوله چي مسلمانان ځانته او هند ځانته برخه کړي یا هغه د دوی په ډول (دوٶ قومي نظرې) منعا یوه نظریه اسلام او بله نظریه هندو. هغه وؤ چي انګليستان د خپلو ګټو لپاره انګليسي هند په 14 او 15 اګست 1847ز کال کي په دوؤ برخو وؤېشه، یو برخه یې پاکستان شو او بله برخه یې هندوستان شو. خو په پاکستان کي هغه پښتانه هم راغلل کوم چي د لوی افغانستان برخه دي. خو هغوۍ له هغې ورځي د خپلواکۍ لپاره مبارزه پیل کړه، او انګليس جوړ کړی پنجابی له هم هغه ورځي ورته خنډونه جوړ وي او په ډیره بې رحمي سره یې په شهادت رسولي. لکه په 12 اګست 1948ز کال کي چي یې په بابړه کي سلګونه کسان شهیدان کړل او ژوبل کړل، او مشران یې ورته بندیان کړل. خو له دې هر څه سره سره هم عقیدوي مسلمانان په دې خوښ وؤ چي موږ به نو اوس ځانته یو اسلامي هېواد ولرو او د اسلام لپاره به داسي داسي وکړو. خو په لومړیو کي یې د پښتنو سره یوځای مسلمانانو ته ناخوالي وزېږولې چي په هند کي یې د هندو قومي نظرې لپاره په اکلیت کي پرېښودل چي اوس یې شمېره څه باندي 22میلیونه کسانو ته رسیږي، چي ښه علمان او دیني مدرسې لرې. خو له هم هغې ورځي پاکستان چیغي بغاري وهي چي هند له مسلمانانو سره بدچلند کوي، خو هغه څه چي دی یې له مسلمانو پښتنو سره کوي په هغه هر څه پړده اچوي او سترګي باندي پټوي، او بل دا خو قصدأ د دوؤ قومي نظریو والا ورسره وکړل، چي هغه یې د انګليس د ګټو لپاره هلته په اکلیت کي پرېښودل او ځان یې ورڅخه راجلا کوؤ. دا هر څه دوی د خپلو عقیدیانو لپاره کوي څو هغه د اسلام په نوم جذباتي وساتي او دوی دلته د پنجاب د بقاه لپاره په سړه سینه پښتانه او بلوڅ وروڼه تر تېغ تېر کړي.
که څه هم انګليستان په پاکستان کي تر 1956ز کال پوري په بشپړ ډول واکمن وؤ او په خپلو ګوډاګیانو یې پښتانه شهیدان کول، خو اوسني پنجابیان هم هغه د 14 اګست د جلاوالي ورځ ته د خپلواکۍ ورځ وایي. خو کله چي انګليسانو په 1956ز کال کي خپلي څوکۍ خپلو زېږنده کسانو ته پرېښودلې او دوی ولاړل، هغوۍ هم د اسلام په ځای د پنجاب د بقا لپاره په اسلامي نظریه کي دننه جنګ پیل کړ، چي په 1971ز کال کي یې لویه برخه بنګالیان له لاسه ورکړل، خو بیا هم لاس تر زنې لاندي نه کښېنستل. په پښتنو او بلوڅانو پسې راوخستله. چي په ډول ډول دسیسې یې ورته جوړي کړي، پښتانه او بلوڅ مبارزین يې له خنډونو سره مخ کړل.
هغه وؤ چي په 1978ز کال کي د انګليس پاتي شونو ته د اسلام په نوم یوه بله نوې پروژه په لاس ورغله چي امریکا ته په قرارداد کار وکړي، څو په دې قرارداد کي دلته شته پښتانه او بلوڅ مبارزین چي خپلواکي غواړي وځپي.
دا هغه وخت وٶ چي په افغانستان کي د شوروي اتحاد په مقابل کي امریکایانو او پنجابیانو جهادي قومندانان د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره مستقيم او غير مستقيم وکارول، چي په هغه وخت کي به هم باچاخان بابا پښتنو ته نارې وهلې چي روان جنګ د شوروي او امريکا جنګ دې، قرباني یې افغانان دي، ده د جهاد دغه بهیر ته هم د شک په سترګه کتل خو هغو پښتنو چي په جهاد کي يې برخه لرله او ملاتړ یې کاوٶ، د باچاخان بابا ږغ یې هيڅ نه اورېده، او د پرديو روزل شوٶ جاسوسانو تر شا به روان وٶ، او د هغوۍ په قومانده به یې پردی جنګ ګاټه او د ويتنام وار یې په افغانستان کي ورته اخيست، خپله يې ګټه ونه کړه خو د خپلو وينو ثمره هم بل چا ترې يووړه او تر اوسه پورې د دغه جنګ ګټه هم بل ته ځي، او په څنګ کې د لر او بر هغو مبارزينو ته هم خنډونه جوړ کړل کومو چي له لومړۍ ورځي د سره انګليس ګرېوان ته لاس اچولى وٶ، او اوس يې د هغوۍ پاتي شونو سره د خپلواکۍ مبارزه روانه وه، په هغه کي د نورمحمد ترکي، حافظ الله امين، او ډاکټر نجيب الله تر څنګ په دغو مبارزينو هم ډول فتواوي صادري شوې، او دا يې دالته په پښتونخوا کافران کړل، او د دې تر څنګ پنجاب هم خنډونه ورته جوړ کړل چي د دوى مبارزه يې هم له ډيرو ناخوالو سره مخ کړل. له هم هغې ورځي چي اوس يې څلور لسيزه پوره کيږي، د پنجاب ادارې په لر او بر پښتون سیمو کي پښتون وژنه روانه کړې ده، خو په وړاندي يې هيچا ږغ پورته نه کړ چي د پنجاب د دسيسو پښتون قوم خبر او را بیدار کړي، او خپل دوښمن ورته په ګوته کړي چي زموږ اصلي دوښمن پنجاب دې، که په چا کي به د ږغ پورته کولو توان وٶ، نو پنجاب به په يوه او بل نوم وٶژل،
خو هغه وخت د پښتنو سړه وينه په ګرمېدا شوه کله چي د 2018ز کال د جنوري مياشتي په ديارلسمه نېټه د کراچۍ د ملېر حوزې د پوليسو د مشر په مشري پوليسو د وزيرستان يو ځوان نقيب الله مسيد شهيد کړ، او تور يې ولګاوه چي نقيب مسيد له ترهګرو سره اړيکي درلودې.
وروسته مالومه شوه چي نقيب مسيد بېګناه و او خون يې د کراچۍ د پوليسو په غاړه دې.
له هغه وروسته د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کي د پاکستان په ضد لاريونونه وشول، چي وروسته د ځوانانو يوې قافلې د جنورۍ پر 25مه نېټه د پښتونخوا له دېره اسماعيل خان څخه سر راپورته کړ، تر بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې او مردان تېره شوه او په اسلاماباد ورکښته شول هلته يې پرلت وٶهه. له هري سيمي چي د پښتنو دغه قافله تېرېده، لا زيات کسان ورسره يو ځای کېدل او چي تر اسلاماباد پوري رسېده، شمېره يې زرګونو ته ورسېدله. او مشري يې منظور پښتين، خان زمان کاکړ، علي وزير او محسن داوړ په غاړه واخيسته، چي وروسته دې پرلت ته له کوټي او ژوب څخه د ځوانانو قافلې ورغلې، له دیر، سوات او د پښتونخوا له ځینو نورو برخو د ځوانانو ډلې ور رواني شوې، د پېښور پوهنتون محصلان ور سره يو ځای شول، د پښتونخوا او بلوچستان نورو خورو ورو سيمو ځوانان او پېغلې هم په پرلت کي د ګډون لپاره ورغلې، د دې تر څنګ يې په افغانستان کي په ملاتړ غونډي وشوې، او افغان اولسمشر يې هم ملاتړ وکړ. او د نړۍ په نورو ډيرو هېوادونو کي يې هم پښتنو د ملاتړ غونډي جوړي کړې.
خو بلاخر په اسلام اباد کي د زرګونو پښتنو 11ورځنى پرلت د فبروري په 10 نيټه د دوى د غوښتنو تر منلو کېدو وروسته پاى ته ورسېد. د پرلت مشر منظور احمد پشتين په دغه ورځ ماځګر ناوخته غونډي ته په خپله وينا کي وٶيل: چي دولت يې غوښتني منلې دي، او پرلت نور پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه، که چېري دولت په خپلو ژمنو په يوه مياشت کي عمل ونه کړ، نو دوى به يو ځل بيا اسلام اباد ته مخه کوي.
پشتين وٶيل چي د دوى پنځه غوښتني وې، د نقيب الله د قاتلانو نيول او اعدامول، د پښتنو د وژلو او ترور کولو د پېښو د څېړلو لپاره د يوه کمېسيون جوړول، د نادرکه شوٶ پښتنو پيدا کول، په قبايلي سيمو او په ځانګړې توګه په وزيرستان کې د ځاى پر ځاى شوٶ ماينونو پاکول او د هغوۍ له قربانيانو سره مرستي کول او پر پښتنو د ظلمونو بندول.
نوموړي زياته کړه چي دولت يې ټولي غوښتني منلې دي او د خپلو ژمنو په اړه يې يوه رسمي اعلاميه هم ورکړې چي ده يې يوه کاپي ګډونوالو ته ورښکاره کړه.
په هغه بیان کي چي د پاکستان د لومړي وزير له دفتره خپور شوٶ، ژمنه شوې وه چي د نقیب الله مسيد په قتل تورن پولیس به ونیول شي او عدالت ته به ودرول شي، په جنوبي وزیرستان کي به د ماینونو د پاکولو پروسه چټکه او د ماین د قربانیانو کورنیو ته به تاوان ورکړل شي او په جنوبي وزیرستان کي د نقیب الله مسيد په کلي مکین کي به د هغه په نوم د متوسطې کچي یوه ښوونځي جوړ شي.
اعلاميه که څه هم د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او د پښتنو د لاریون د استازو ترمنځ د خبرو په پایله کي لیکل شوې، خو عباسي نه وه لاسلیک کړې، بلکې د هغه د سلاکار امير مقام تر لاسلیک لاندې خپره شوه.
د پرلت له پاى ته رسېدلو وروسته د پښتنو ځوانانو د مبارزې لړۍ همداسي پسې روانه شوه، او د بلوچستان پښتنو ته راورسېده، چي په لومړي ځل يې په ږوب کي په 9 مارچ ښه غټه غونډه تر سره کړه، چي ډير شمېر خلکو پکښې ګډون وکړ، د هغه نه وروسته په 10م مارچ په سيف الله کلا کي غټ غونډه وشوه چي ډير شمېر ګډونوالو پکښې ګډون وکړ،
چي د دواړو غونډو وروسته پوليسو د غونډي په تنظمونکو او مشرانو باندي دوسيې جوړي کړې، چي په دولت باندي يې غيرقانوني نيوکي کړې. خو دا هر څه دروغ وٶ، چي د پاکستان دولت د پښتنو لپاره کول، ځکه هغه هيڅ وخت پښتنو ته خپل حق په سمه نه ورکوي په ډول ډول دسيسو يې مخه نسي، نو دوى د پخوا په څېر دا ځل بيا غوښتل چي په دې دوسيو اولسي وګړي وډار کړي، څو هغه د کوټي په لويه غونډه کي ګډون ونکړي، کومه چي په 11م مارچ تر سره کېدله، خو پښتانه دا وخت تر خپل سر تېر دي په دې وړو وړو کيسو يې مخه نه راګرځي، نو هغه وٶ چي د کوټي په غونډه کي هر پښتون زيار ايست چي ګډون وکړي، او خپله څپېڅلې مينه ټوله نړۍ ته وښيي چي له خپل قوم سره څومره مينه لري، هغه وٶ چي زموږ مبارزو وروڼو بلوڅانو هم ګډون پکښې وکړ او له موږ سره اوږه په اوږه ودرېدل او زموږ د خپلواکۍ ږغ يې راسره بدرګه کړ.
خو له دې هر څه سره سره د پنجاب پوځ د پښتنو هغه غوښتني په خپل وخت نه کړې تر سره د کومو چي يې اعلاميه خپره کړې وه، پعه ځواب کي يې منظور پښتين رسنيو ته وٶيل که مو غوښتني په خپل وخت تر سره نه شوې، نو يوځل به بيا په اسلام اباد کي پرلت ووهي، د دې تر څنګ پښتنو په پېښور کي هم د يو لوي غونډي تابيا نيوله چي پرون په 8 اپرېل لسګونه زرو کسانو پکښې ګډون وکړ، خو په زرګونو نور خلک د پوځ لخوا پرې نښودل شول چي غونډي ته لاړ شي. له وزیرستان څخه د 200 موټرو کاروان مخه د پنجاب د پوځ لخوا ونیول شوه.
د غونډي برخوالو وٶیل، د دوی ګناه څه ده چپ له یوې خوا خلک ورته نه پرېښودل کېږي، له بلي خوا یې رسنۍ په تېره بیا تلویزیونونه منع کړي چي د غونډي بهیر ژوندی خپور نه کړي. دوی دغه راز وویل چي انټرنیټ هم بیا بیا پرې کېږي. له دې سره سره بيا هم پنجاب خپلو ګټو ته ونه رسېد، پښتنو خپله غونډه په ډير جوش او جذبه تر سره کړه، چي دلته يې د ويناوالو يو څه خبري راخلم:
پښتین د لسګونو زرو کسانو د شعارونو او هرکلي په منځ کي وٶیل ((موږ یوازې د پښتنو د ځپل کېدو مخالف یوو)). هغه د پنجابيانو تورونو ته په اشارې چي د ده تر مشرۍ لاندي د غورځنګ غړي د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي ادارو ایجنټان دي، وٶیل ((موږ د خپل پښتون ملت ایجنټان یوو)). په پنجابي پوځ يې ږغ وکړ ((زموږ له بې درکه شویو سره مو څه وکړل. هغه میندي او مشران چي عزیزان یې بې درکه کړاى شوي، باید په زور پټه خوله کولو ته اړ نه ایستل شي)). پښتین همداراز وٶیل ((په کراچۍ کي په دې خاطر له پښتنو کورنیو پیسې اخیستل کېږي چي په بدل کي یې د هغوۍ د عزیزانو مړي وروسپاري. حتي چنګېز خان داسي نه دي کړي چي د یو چا له وژلو وروسته یې د هغه د مړي د ورکولو په وړاندي پیسې اخیستې وي)). ده دا هم وٶیل چي د کراچۍ د پولیسو د وژونکي مشر راو انور له نیول کېدو وروسته اوس د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان وار دی چي عدالت ته راکښ کړل شي، ورپسې د مشرف وار دی چي باید محاکمه شي.
همداسي د پښتون ژغورني غورځنګ یوې مشري ثنا اعجاز په تورخم، غلام خان او چمن کي د ملي لوژستیک څانګو د بندېدو او په سوات او مالاکنډ کي د خلکو د جایدادونو د بېرته ورسپارل کېدو غوښتنه وکړه. دې همداراز وویل چي د قبایلي سیمو پښتنو ته باید هماغسي حقونه ورکړل شي چې د لاهور او اسلام اباد اوسېدونکي یې لري.
دې او ګڼو نورو ویناوالو د چرکي بريدونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ګڼو کسانو د خپلو ورکو عزیزانو عکسونه په لاسونو کي نیولي وٶ، او ځینو پر عکسونو د بې درکه کېدو نېټه او ځای هم لیکلی وٶ.
د بلوچستان ایالت یوې پښتنې فعالي وړانګي لوڼۍ، چي د پښتون ژغورني غورځنګ ډېره تکړه غړې ده، په خپلو څرګندونو کي وٶیل ((اویا کاله یې پر ما ظلم کړی دی او زه یې وژلی یم، اوس ماته په چیک پوسټونو شربت راکوي او پر خپلو ظلمونو پرده اچوي. موږ ته د ژوند حق راکړه موږ شربتونه نه غواړو)).
او محسن دوړ هم په خپله کي وٶیل ((پر موږ تور پورې کېږي چي د هند د (را) او د افغانستان د ملي امنیت ایجنټان یو، جرئت دي وکړي یو کمیشن دي جوړ کړي او پلټنه دي وکړي چي له موږ سره د چا مرسته ده، خو بیا به دا کمیشن هم جوړوي او مالوموي به چي د پېښور پوځي ښوونځي (پبلک آرمي سکول) ماشومان چا ووژل)).
همداسي دې سترې غونډي ته چي د ګډونوالو ساری یې تر دې وړاندې په پېښور کې نه وٶ لیدل شوی نورو ويناوالو هم خبري وکړي، او د خپل حق غوښتنه يې وکړه،
نور نو پښتانه په خپلو سیمو کي د تپل شوي جنګ له منځه وړل غواړي، پښتانه د ښه ژوند حق غواړي، پوهه او سوله غواړي نور يې زغم پای ته رسېدلی او پښتانه به د هر څه پوښتنه کوي، د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړي باید اوس په اولس کي د اتفاق او اتحاد لپاره کار وکړي، د دغه تپل شوي جنګ اصلي لوبغاړي ور وپېژني، ګټه، تاوان، دوست دښمن باید هر څه ورته په ګوته کړي، د اولس په منځ کي باید فکري او شعوري کار وکړي، او سیاسي شعور یې لوړ کړي او د اولس درېدلي ماغزه او فکرونه په حرکت راولي، څو ټول پښتون اولس په يوه صف کي ودروي او پنجاب په دې پوهي شي چي پښتانه کله هم د ظالم په وړاندي راولاړ شوي، نو خامخا یې د ظالم ګرېوان ته لاس اچولى او خپل غچ يې څو چنده ورنه اخستى.
او د پنجاب پوځ، استخبارات او رسنۍ د پښتنو له داسي غونډو څخه ډير په ډار کي دي، او ډار يې ګڼ لاملونه لري.
په ټول تاريخ کي دا لومړی ځل دې چي د ډېورنډ کرښي ورپوري غاړه، پښتانه ځوانان د پنجاب څخه د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره پوځ او استخباراتو ته خط کشوي او پرلت ورته وهي.
د دې غونډي مشري د تېرو سياسي غونډو په څېر، پخواني پښتانه سياسيون نه کوي، بلکې واک يې له ځوانو پښتنو سياسي ځوانانو سره دې، پر هغوۍ د پنجاب د پوځ او استخباراتو تاثرات چنداني اثر نه کوي.
همداسي غونډي ورځ تر بلي زياتيږي او د ګډونکوونکو شمېره هم ورځ تر بلي زياتيږي او د خپلو غوښتنو جدي غوښتنه کوئ.
او د غونډي ګډونوال پښتانه دا ځلي داسي شعارونه ورکوي، چي له ورايه ورڅخه د پنجاب له پوځ، استخباراتو او رسنيو څخه کرکه پکښې ليدل کيږي، که دغه شعارونه او چيغي همداسي بدرګه شي، نو ښکاره ده چي د پنجاب دولت ته به بدي پايلي ولري. او پنجاب به آړ وي چي يا به پښتنو ته په هر څه کي سمه نيمه برخه ورکوي، يا به ماتېږي او پښتانه به ځانته خپلواکي اخلي.
او که د پنجاب دولت چي اوس يې د پښتنو، بلوڅو، سندهيانو او د نورو په سيمو د انګليس په مټ لاس راګرځولى دې ، د غونډي د ګډونوالو غوښتنې ونه منلې، نو دغسي غونډي به دوام ولري، او پښتانه به خپل حق په هر ډول چي وي دا ځلي تر لاسه کوي او تور پنجاب ته به په مخ څاپېړه ورکوي.