کور / اقتصادي / جمهور رئیس اشرف غني په کندهار کي د مهمو پروژو د منظورۍ امر ورکړ.

جمهور رئیس اشرف غني په کندهار کي د مهمو پروژو د منظورۍ امر ورکړ.

پرون په کابل کي د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه سوې وه، په غونډه کي د کندهار ښاروال انجينر روښان ولسمل د ياد ولايت د ښاري پراختيا د پلان ځيني وړانديزونه وړاندي کړه، په وړانديزونو کي يې په کندهار ولایت کي د حضرت عمر فاروق (رض) د جامع جومات د کار د پرمختګ او د کندهار ښار د څو نورو مهمو پروژو په اړه بحث او ارزونه وکړه.

 د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل په کندهار کي د حضرت عمر فاورق (رض) جامع جومات د کاري پرمختګ، تاریخچي، د بېلابېلو برخو، قرارداد، بشپړو سوو برخو، بودجې او تدارکاتي سرچینو او د لومړي فاز په اړه خپل راپور غونډي ته وړاندي کړ. د هغه په وينا،.  یاد جومات به په درو فازو کي جوړ سي چي لومړی فاز یې درې پوړه دی او لګښت یې څلور ملیونه ډالره اټکل سوی، دویم فاز یې د ۱۵۰ دوکانونو لرونکی مارکیټ دی چي کابو اووه ملیونه ډالره لګښت لري او درېيم فاز یې لیلیه، دارالافتاء، دارالحدیث، کتابتون، دارالمطالعه، پخلنځی، ګدام او د ښځینه‎وو د فاتحې صالون دی چي لګښت یې اووه ملیونه ډالره اټکل سوی دی.

 کندهار ښاروال همدارنګه د ښاروالۍ د فعالیتونو له جملې د ښاري حکومتولۍ، د عوایدو د لوړېدو او اقتصادي ودي، د لومړنیو خدمتونو وړاندي کولو، د اجتماعي جوړښتونو او فرهنګي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. هغه همدا رنګه د احمدشاهي واټ د استملاک د طرحي، د احمدشاه بابا مقبرې د پراختیایي طرحي، د احمدشاه بابا د کور د استملاک د طرحي، د پخواني قول اردو د دوهم سړک د جوړولو د طرحي او د نوي ماسټر پلان په اساس د استوګني د سیمو د تفصیلي پلان په اړه معلومات وړاندي کړل.

جمهور رئیس د حضرت عمر فاروق (رض) جامع جومات په اړه وویل، د یاد جومات لومړی فاز دي ډېر ژر بشپړ سي او د مالي منابعو د تأمین په اړه د کندهار ښاروال وړانديزونه منظور دي. هغه زیاته کړه: “له هغه افغاني شرکت سره دي چي د دې جومات د جوړولو کار کوي، حساب تصفیه سي او د مالیې وزارت دي د حضرت عمر فاروق (رض) جامع جومات د لومړي فاز جوړولو لګښت ورکړي. جمهور رئیس غني د تاریخي او فرهنګي اصالت پر ساتني د ټینګار تر څنګ د احمدشاهي واټ، د احمدشاه بابا د کور د استملاک طرحه او د پخواني دوهم قول اردو سړک منظور کړل.

اشرف غني وویل: “د مالیې او ترانسپورټ وزارت او کندهار ښاروالي دي په کندهار ښار کي د ترانسپورت د ښه تنظیم په خاطر د دې ښار په څلورو نقطو کي څلور ترمینلونه جوړ کړي. “

 جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ باید د خپلو ښارونو د ماسټرپلانونو له پاره واضح لیدلوری ولرو او دغه راز تاریخي او توریستي ارزښتونو ته په کتو سره د توریزم په برخه کي پانګونه او کار وکړو. هغه زیاته کړه، زموږ عمده ښارونه تاریخي ځایونه لري او موږ اړ یو چي د خپلو تاریخي او فرهنګي ځایونو فهرست جوړ کړو.

په کندهار ښار کي په دې وروستيو کي د پرمختګ او بيا رغوني ګڼي پروژې تطبيق سوي دي چي ترټولو ستره هغه يې د کندهار ښار په زړه کي د احمدشاهي جادي څخه تر کندهار هوايي ډګره پوري د سړک جوړلو چاري دي چي کابو ۸۰ سلنه برخه کار يې بشپړ سوی دی.