کور / سياسي / له (NTV) سره د حامد کرزي مرکه

له (NTV) سره د حامد کرزي مرکه

ليکنه: سردار محمد همدرد

د افغانستان پخواني ولسمشر ښاغلی حامد کرزي د روسیې له (ان ټي وي) ټلویزیوني چینل سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې له ترورېزم سره په مبارزه کې پر نړیوالې ټولنې او امریکا انتقاد وکړ او روسیه یې د افغانستان د قضیې د حل لپاره ښه بدیل وبلله. زه پخواني ولسمشر ته د یوه مشر په سترګه ګورم او احترام یې د یو کشر په حیث لازم ګڼم؛ خو د یوه افغان په صفت دا هم د ځان حق ګڼم، چې د هېواد د روان وضعیت په اړه خپل نظر څرګند کړم.

زه ښاغلي حامد کرزي ته وایم، چې ستا په راتلو کې چې چا همکاري وکړه، ولې دې په لومړۍ ورځ د څرګندې دوستۍ او همکارۍ بحث نه کاوه؟ په لومړیو کې خو تا ویل، چې ښه ملګري مې راویستي دي او وطن راسره جوړوي.

او بله دا، چې ولې دې په وروستیو کې د واک د ختمېدو پر وخت د افغانستان له متحدینو سره سخته موزی ګیري ونیوله او د واک د غځېدو په اړه دې هم د همدې متحدینو سره بحث وکړ؟ زه دا نه وایم، چې ته د افغانستان د خیر لپاره په چا انتقاد مه کوه. انتقاد وکړه، خو د افغانستان ملي ګټې هم باید په نظر کې ونیول سي.

زما دا خبرې د دولت د یوه مامور نمایندګي نه کوي؛ بلکې د یو افغان په صفت د خپل وطن د خیر په خاطر دا خپل مسوولیت ګڼم. د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ قانون ته په پوره احترام؛ خو زه د خپل هېواد مشرانو او ډيپلوماټانو ته دا وایم، چې زمونږ بهرنی سیاست باید د افغانستان د ملي ګټو په اساس جوړ سي. هغه هېوادونه چې نه ګټه رارسوي او نه تاوان، له هغوی سره باید د دوی په شان چلند وکړو او هغه هېوادونه چې پیسې لګوي او د خپلو سرتېرو وینې تویوي، باید ورڅخه مننه وکړو. کوم هېوادونه مو چې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د جګړې اور تازه کوي، له هغوی سره باید بیا د سفارتونو تر کچې اړیکې پرې کړو.

بحث نه اوږدوم. خبره مې د پخواني ولسمشر حامد کرزي کوله او د هغه په بهرني سیاست سالم نقد کوم. ښاغلي کرزي په خپل ټول واک کې د افغانستان دوست او دښمن په سمه توګه تعریف نه کړل. د پاکستان په اړه به یې یوه ورځ دريځ د دوست او بله ورځ د دښمن و. د دې ترڅنګ هغه روسیه چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو قوانینو خلاف یې په افغانستان یرغل وکړ او افغانستان یې د کورنۍ جګړې خواته بوت، په دې وروستیو کې د افغان حکومت پر ځای له مخالفو وسلوالو ډلو سره په ښکاره توګه همکاري کوي. په داسې حال کې چې روسیه داعش د ځان لپاره خطر بولي او له وسلوالو ډلو سره د داعش په له منځه وړلو کې همکاري کوي؛ مګر دا خو څرګنده ده، چې د داعش په مخنیوي کې افغان حکومت ښه مرسته کولای سي او که وسلوالې ډلې؟

که د پخواني ولسمشر حامد کرزي بهرنی سیاست بیخي پرېږدو او د داخلي سیاست په اړه یې بحث وکړو، دا به و وایو، چې کار یې اهل کار ته ونه سپاره، ټوپک سالارانو او زور واکانو ته یې رشد وکړ او حکومتولۍ یې په فساد کې نړیوال نوم جوړ کړم. زه خو دا وایم، چې زمونږ قاطع سیاست، دوست ته د دوست په سترګه کتل او دښمن ته د دښمن په سترګه کتل د افغانستان بقا تضمینولی سي.

په وروستیو کې بیا هم دا وایم، چې ټولنیز عدالت، ښه حکومتولي او بهرنی څرګند سیاست د افغانستان متداومه سوله تضمینولی سي. له بده مرغه باید و وایم، چې زمونږ د هېواد ځینې سیاسون انتقاد یوازې د واک پر بیناد کوي، کله چې په واک کې وي، هم افغانستان خپلواک وي او هم ښه حکومتولي وي او کله چې بیا له واک څخه لرې کیږي، هم د افغانستان خپلواکي په خطر کې وي او هم حکومت ناکاره وي.

په درنښت!