کور / راپور / د سولي عالي شورا: د مسلمانو علماوو په کنفرانس کي دي د پاکستان سختدريځه ملايان ګډون وکړي

د سولي عالي شورا: د مسلمانو علماوو په کنفرانس کي دي د پاکستان سختدريځه ملايان ګډون وکړي

د سولي عالي شورا وايي، د مسلمانو عالمانو په ګډ کنفرانس کي بايد د پاکستان هغه ملايان ګډون وکړي چي په افغانستان کي جګړه روا ګڼي او ځانمرګي بريدونه جائز ګڼي.

د سولي د عالي شورا د وياند سيد احسان طاهري په وينا، د ديني علماوو په کنفرانس کي د هغه پاکستاني ملايانو ګډون ډېر اړين دی چي په افغانستان کي د جګړې د جواز فتواوي ورکوي او خلګ جنګونو ته هڅوي.

ښاغلی احسان طاهري وايي، (له بده مرغه ځیني پاکستاني عالمان په افغانستان کي جګړې ته جواز ورکوي او د مسلمانانو وژلو ته جهاد وايي. دوی باید له مسلمانو عالمانو په ځانګړې توګه د افغانستان له علماوو سره کښېني تر څو په دې حقیقت پوه شي چي په اسلام کي د مسلمانانو وژل روا نه دي. اسلام د سولې او د مذاکراتو دین دی او جګړه ردوي.)

افغان حکومت هڅه کوي چي د افغان جګړې د ختمولو او سولي راوستلو لپاره له بېلابېلو لاروچارو ګټه واخلي.

تمه وه چي تېره مياشت په اندونيزيا کي د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا هيوادونو د ديني علماوو کنفرانس داير سي، خو د پاکستان د نه چمتوالي له امله ياد کنفرانس ترسره نه سو.

د راپورونو له مخي پاکستان د طالبانو هغه مشران نيسي چي سولي ته لېواله وي، چي په دې لړ کي په سلګونو طالب مشران د پاکستان د استخباراتو سره بنديان دي او په لسګونومشران يې وژلي هم دي.