کور / د ډيورنډ کرښه / پر کونړ د پاکستاني پوځ بريدونه بيا پيل سوي دي

پر کونړ د پاکستاني پوځ بريدونه بيا پيل سوي دي

افغان چارواکي وايي پر کونړ ولايت د پاکستاني ځواکونو له لوري د توغنديو بريدونه دوام لري.

پر کونړ د پاکستان د پوځ په تازه بريدونو کي يو ملکي وګړی وژل سوی او بل ژوبل دی.

د دفاع وزارت وايي، خپلو ځواکونو ته يې امر کړی چي د پاکستان د بريدونو په غبرګون کي په ورته اقدام دوی هم لاس پوري کړي. د وزارت په وينا افغان ځواکونو هغه پوسته ويشتلې ده چي پر افغان خاوره يې توغندۍ ويشتلې.

پاکستان د يادو بريدونو په هکله غبرګون نه دی ښوولی.

تېره جمعه چي کابل ته  د پاکستان لومړی سفير شاهد خاقان عباسي په رسمي سفر راغلی وو، افغان چارواکو پر کونړ د پاکستاني پوځ د بريدونو په هکله خبري اتري ورسره کړي وې او د پاکستان لومړي وزير ژمنه کړې وه چي د افغان حريم ساتني ته ژمن دی خو وروسته بيا پر کونړ پاکستاني پوځيانو بريدونه پيل کړه.

د کونړ والي وحيدالله کليمزی وايي، له پاکستانه تمه داوه چي د لومړي وزير په ژمنه به د بريدونو لړۍ ودروي خو پاکستان پر خپله ژمنه ونه درېدی.

بل خوا د دانګام اوسیدونکي وايي، د پاکستاني بریدونو له امله ېې ژوند په ټپه ولاړ دی.

داسي خبرونه هم خپاره سوي چي پاکستاني ځواکونه د ‌‌‌ډيورنډ کرښي دې غاړي ته راننوتلي دي.، خو چارواکي دا خبرونه ردوي.

په سيمه کي ملکي وګړي وايي، افغان حکومت دي د پاکستانيو بريدونو مخه ونيسي، يا دی دوی ته په نورو سيمو کي د ژوند کولو فرصتونه برابر کړي.

تر دامهاله په سلګونو کورنۍ د يادو بريدونو له امله له سيمي کوچېدلي دي.