کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتون ژغورني غورځنګ، د مستقبل د تحفظ ږغ دئ

د پښتون ژغورني غورځنګ، د مستقبل د تحفظ ږغ دئ

  1. صمت الله زهير

عصمت الله زهیر

که په ژور نظر وکتل سي په پاکستان کي د پښتنو د محکومیت او محرومیت عمده لامل هغه پارلماني سیاست دئ چي د پښتنو ګوندونه یې استازیتوب  او مبارزه کوي ، څه ډول چي یې په پاکستان کي پښتانه د خپلي ژبي، خپل تاریځ ، خپل اتلانو او نصاب څخه محروم ساتلي دي او په غېر طبعي جغرافیاي رغښت کي یې را ښکېل کړي دي ، همدغه ډول ملت پالو ګوندونو د پارلماني سیاست په ګرداب کي روان ساتلي دي ،د پاکستان په اویا کلن پارلماني سیاست کي پښتون ولس سیال نسو ، خپلواک نسو پر خپلو وسایلو د اختیار مالک نسو …

پښتون ملت پالو ګوندونو خو د هغه ملي هدافو په اړه چوپتیا اختیار کړه د مصلحت لار یې خپله کړه چي د یوې پیړۍ مشرانو زندانونه او مرګونه قبول کړي وو …

ملت پالو ګوندونو د ټولنیزو بدلونونو او ملي هدافو په اړه پښتنو ته کوم روښان د بدلون او ملي حاکمیت په پروګرام ورکولو ځکه بریالي نسو چي د دې ګوندونو په لوړو منصبونو هغه څوک دي چي د زور ور قوتونو طرفدار او د فیوډالي سوچ  قوي کوونکي څوک دي …

په لومړي ځل د پښتنو په سیاسي تاریخ کي داسي ګورو چي ولس رهبري او ملت پال ګوندونه یې پیروي کوي ( په دوامداره توګه نه ) مطلب چي ولس نور د مورثي او پارلماني سیاست څخه بېزاره سوی او په دې نتیجه رسېدلی دی چي پارلماني سیاست د پښتنو لپاره لاحاصل او مسلسل د محرومیت او محکومیت عذاب دئ …

په مستعمره پښتونخوا کي د سیاسي شعور د پختګۍ او شدت لامل د دې خلګو قامي محرومیت او د ریاستي ترهګرو په افغانستان کي ناروا مداخلتونو څخه نفرت دئ چي په شعوري او سیاسی توګه یې متحرک او یو انقلابي حرکت ته تل چمتو ساتلي دي …

محکوم پښتانه ( هغه ځوان نسل چي شل کلن او پنځویشت کلن نوی ويښ کهول دئ) ډېر ښه پوهیږي چي داسي هیڅ ممکن نه ده چي د دومره زور ور پارلمان په شتوالي کي چي اکثریت یې د پنجاب د پوځي ترجمانانو جوړ دئ پښتنو ته دي خپل جایز حقوق ورکړي  د سیال په سترګه دي ورته وګوري ، پرخپله خاوره دي د ژوند حق او پر خپلو شتمنیو دي خپل اختیار ولري …

د سپتمبر د یوولسمي (۹/۱۱) وروسته خو په منظمه توګه د پښتنو نسل کشي ( طالب او ترهګر ) په نوم روانه سوه ، د څه رنګ خونریزي او ورانکاري چي په افغانستان کي ناټو او امریکن پوځونو وکړه کټ مټ همدا وحشت او ناورین پاکستاني پوځ په ازادو قبایلو او د پښتونخوا وطن په هرکلی او هره کوڅه کي جوړ کړو …

( د خوار ژړا ده یا ښرا ده ) په مثال ولس به مقاومت کولو ، پاڅون به یې کولو د پاکستان په ټولو رسنیو کي پښتون سپک وو، ترهګر وو ، د رشخند سمبول یې ګرځولی وو ، د ټیلي وژن په ډرامو او ټاک شو کي پښتون مسخره دئ یا د قاچاقبر او چوکیدار رول ورکول کیږي …

دا یو ذهنیت سازي ده د پښتنو په ضد په غېر محسوس انداز د نفرت او خپل حاکمیت ساتلو پلان دئ چي پښتون پرخپله خاوره د محرومیت او ذلت ډک ژوند تېرولو احساس د یو خوف او وام په حالت کي ګړندی وساتي چي د مزاحمت توان ورپکي ومري …

دا په چیک پوسټونو چي پښتانه سپکیږي ، پرعمومي سړک یې غوږونه د میرمنو په مخ کي په نیولي وي او داسي نور توهین امیز چلندونه … د ولس سره کول یې موخه هم دا وي چي په خلګو کي د خلګو خودي او ننګ ووژني چي د مزاحمت توان پکي اوبه سي ، د دوئ حاکمیت او پر خپل محکومیت او ذلت قناعت وکړي …

د پښتون ژغورني غورځنګ د پښتنو د دې ذلت او محکومیت څخه د خلاصون لاره ده د پښتانه د سیالۍ او خپلواکۍ زیری دی هم یې د مستقبل د تحفظ ږغ دئ .