کور / #PTM / Norway-europe : د پختون تحفظ مومینټ په ملاتړ یو لوی لاریون

Norway-europe : د پختون تحفظ مومینټ په ملاتړ یو لوی لاریون

Norway-europe : د پختون تحفظ مومینټ په ملاتړ یو لوی لاریون

 


مخکني لاریون


بروکسل د پښتون ژغورني کنفرانس او لاريون

په اروپا کي مېشت پښتانه د بروکسل په پريس کلب کي د اپريل د مياشتي پر ۱۴مه د سهار له لسو بجو د غرمې تر يوې بجې په پاکستان کي د انسان ژغورني او په ځانګړې توګه پښتون ميشتو او قبايلي سيمو د بيګنا خلکو د وژلو او کړولو په هکله د بحث لپاره راټوليږي.

موږ غواړو نړۍ ته هغه شيطاني ميتودونه رسوا کړو او نړيوالي ټولني ته د پښتون ټبر د نسل وژني يو روښانه انځور وړاندي کړو چي د پاکستان پوځ او استخبارات څنګه پښتانه وژني، کورونه ، کروندې او کلي يې ور تباه کوي او بيا څنګه د نړۍ د تيرايستلو کوښښ کوي چي ګواکي پاکستان پر ترهګرو بريدونه کوي.

له تاسو اروپامېشتو افغانانو / پښتنو په درنښت غوښتنه کوو چي د خپلو وروڼو خويندو د نسل وژني پر خلاف روا ږغ پورته کړئ.

په دې سره موږ خپل ټبر او سيمي ته د ژوند کولو د حق غوښتنه کوو.

دا چيغه به په ټولو بدرګه کوو ځکه موږ هم د نړۍ د نورو انسانانو غوندي د ژوند کولو حق لرو.

۱۴ اپريل د سهار لس بجې بيا تر ماپښينه د بروکسل په پريس کلب کي سره غواړو.

مهرباني وکړئ دا خبرتيا پر خپل فيسبوک هم خپره/شريکه کړئ.

Brussels Press Club

14th of April

from 10:00 to 13:00

Tel: 0032465254870

Tel: 00491735919287

Tel: 00447492895900

Tel: 0031622303611

E-Mail: pirriaz@yahoo.co.uk