کور / د ډيورنډ کرښه / زه څنګه منظور پښتين سولم؟

زه څنګه منظور پښتين سولم؟

ليکنه: ميرويس سمون بارګزی

په څلورو نقطو کي یې ولولئ!

۱-  کوم د ابادۍ فکر چي لرې؛ عملي کوه یې.

 د ښار جوړول، د کلي ابادول، د کوڅې کوچنیان روزل، په محل کي کتابخانه جوړول، علم حاصلول، د ځوانانو تر منځ قوي ګروپونه جوړول، د مکتب ابادول، خیریه صندوق جوړول، د مسجد د جماعت تر منځ ټینګ تفاهم او مدنیتوب را منځ ته کول او داسي نور کارونه ټول کیږي خو چي صرف حرکت وکړې.

 د حرکت او ناکامۍ څخه مه ډارېږه. ناکامي د کامیابۍ تهداب دی. توماس اډېسن د ګروپ تر جوړولو پوري تر زرو زیاتي ناکامه تجربې وکړلې خو بالاخره ګروپ یې جوړ کړی، هره ناکامه تجربه عظیم انکشاف ته یو ځینه ده. سوله همداسي.

  د تېمور په هکله ويل کېږي چي په یو جنګ کي ناکام سو؛ تېمور د پاچاهي څخه نا اُمیده روان سو؛ په یو کاروان سرای کي و غځېدی؛ په دې وخت کي یې یو مېږی و لیدی چي غنم یې نیولی دی او پر دېواله خیژي خو چي د دېواله څوکي ته و رسېږي، بیرته را ولوېږي. مېږی څو ځله ناکام سو خو اخر یې غنم تر دېواله واړوی؛ کامیاب سو. تاسو به هم حتماً کامیاب کېږي. تاسو چی کله حرکت کوی؛ یواځي په دغه آیت شریف کي تفکر کوئ. (اهدناالصراط المستقیم) د دې آیت څلور ماناوي دي.

لومړی: (اې الله) زموږ زړونه مستقیمی لاري ته مایل کړې.

دوهم: مستقیمه لار را وښیه.

دریم: پر همدې مستقیمه لار مو روان کړې.

څلورم: د دې مستقیمي لاري څخه مو هیڅ وخت مه اړوه؛ دوامداره مو پر وساته.

 تاسو که دا آيت شریف هر وخت په تفکر سره و لولی، دوامداره پر همدې آیت فکر وکړی؛ هیڅ کله به په خپله لار کي خطا نه سی؛ هیڅکله به د قدرت او مال په پیدا کولو سره خاینان نه سئ. هیڅکله به د استبداد او سختیو په مقابل کي سر ټیټ نه کړئ؛ هیڅکله به نوي افکار او نوي شیان په تاسو لاره بدله نه کړي. اخر به خپل هدف ته و رسېږئ. نور دا فکر مه کوئ چي حرکت مو کوچنی دی که لوی؛ چي فایدمن وي پیل په کوئ.

 بله مهمه خبره دا چي موږ تاسو شکر دی مسلمانان یو؛ پر دې هم باور لرو چي موږ د یو حرکت نیت وکړو؛ خدای د هغه نیت ثواب ټول را کوي. دا چي حرکت کامیابیږي یا ناکامیږي؛ هغه خو بیخي نوري خبري دي.

۲- موږ تقریباً شپېته ملیونه نفوس لرو؛ د دې شپېتو ملینو څخه یواځي د شپېته او اویا فیصده تر منځ نفوس ځوانان دي. یعني که موږ د پښتني ټولني ځوانان حد اقل دېرش ملیونه فرض کړو. لازمه ده چی د دې دېرشو ملیونو څخه فقط دېرش زره رهبران او لار ښوونکي لکه منظور پښتون را و پاڅوو. دا په زرو ځوانانو کي یو کس کیږي. موږ چي په زرو ځوانانو کي یو ځوان رهبر نه سو سپورټولای، استعداد او قرباني یې په خپله ګټه نه سو استعمالولای؛ بیا د دنیا تر ټولو بېغیرته خلګ یو. په دې کي هیڅ شک نسته چي منظور پښتون د پښتنو د قهرمانیو څخه نه دی را منځ ته سوی. بلکی د پښتنو د بې چارګۍ او بې غیرتۍ څخه را پورته سوی دی. که نې په پر مختللیو او ازادو ټولنو کي هر سړی منظور پښتون دی. هر سړی قهرمان دی. مه هېروئ چي د رسول الله صلی الله علیه و سلم په حجة الوداع کي د سل زره په شا او خوا کي صحابه موجود ول. روایات وایي چی په هغه دوره کي د صحابوو څخه پر هرو اتو سوو کسانو یو لوی عالم موجود وو. نو که موږ غواړو چي ټولنه په یو نظر او پر یوه لار کړو نو پر هرو زرو کسانو حد اقل د هغې یوې لاري رهبر او لارښود و لرو.

۳-  مه هېروئ چي موږ تاسو پښتانه په فکر نه کولو باندي شهرت لرو. د پاچاهانو، علماوو او ګاونډیانو څخه نیولې؛ ډېرو پوهو خلګو افغانان په نه فکر کولو یاد کړي دي. پاړسیبانان پښتانه ته (افغان بې فکر) پنجابیان افغانانو ته (احمق پټان) وايي. زموږ خوشحال خان وايي چي (په دنیا کي څونه بیعقلان دي دېری یې په پښتنو کي دی.) دا خبري بې څه نه دي.

 یو متل دی وايي (چیري چي اور نه وي بل، د هغه ځایه دودان نه را پورته کیږي.) موږ پښتانه رشتیا هم له فکره کار نه اخلو. بې فکري یو ذاتي صفت نه دی. فکر نه کول د محیط او شرایطو سره په انسانانو کي پیدا کیږي.

 د دنیا هیڅ قوم او ذات بیعقل یا هوښیار نه دی. خو شرایط او محیط بسته ټولني بې فکره کوي یا یې هوښیاروي. پښتانه په فردي توګه په نړۍ کي هوښیار هوښیار خلګ لري. مګر په مجموع کي له تفکر څخه کار نه اخلي. سبب یې بند کلتور، د شرم او احترام په نامه بې ځایه نزاکتونه کول. هرپه عمر مشر؛ مشر بلل.، نه د علم مشر. یا د غیرت په نامه د دنیا ګټور نزاکتونه  نه مراعتول، د شپږي په خاطر پوستین اور ته اچول او داسي نور د پښتنو د د بې فکرۍ سببونه دي. دا هغه شیان دي چي پښتانه یې داسي جوړ ړي دي چي د پېښو په هکله له فکر کولو ډډه کوي. د دې دوه مثاله د پرون ورځي در ته  وایم.

 په کندهار کي یو ځوان د د پښتنو د خوځښتونو د ملاتړ لپاره را غوښتل سوی وو؛ خو چي کله د شپې ځي؛ تر کوره د تلو یو وسیله نه ور ته تیاریږي. دا ځوان به بیا هیڅ کله د پښتنو لپاره قرباني ور نه کړي، ځکه چي دا ځوان که د پښتنو لپاره قرباني ورکړي؛ خپل ژوند یې له منځه ځي. پښتانه خو به و نه ساتي چي و نه ساتي؛ خپل ځان هم پالاخره نه سي ساتلای.

 همداسي پرون په اروپا کي افغانان را ټول سوی ول؛ د پښتنو لپاره یې مظاهرې کولې تر څو اروپایان خبر سي خو دې افغانانو بې چاره ګانو د نړۍ د سطحي مطابق یو پوه ژورنالیسټ لا نه درلودلی چی د دوی ږغ ته انعکاس ورکړي. ما چی کله د دې افغانانو څخه پوښتنه وکړله چي ایا تاسو د اروپا د سټنډرډونو مطابق مسلکي خلګ نه لرئ چي ستاسو ږغ ته د اروپایانو په ژبو انعکاس ورکړي؟ هغوی را ته وویل چي مسلکي خلګ لرو خو دا کارونه مصارف غواړي؛ هغه مصارف نه سو ورکولای.

  نو اې پښتنو!! تاسو چی غونډي جوړوی د دې لپاره چي اروپایان خبر کړی نو هغسي مسلکي خلګ خو باید په سر کي پیدا کړئ او مصارف یې ورکړئ. دوی به حتماً دا وايی چي مصارف یې ته را کړه. ما ته یا بل پښتانه ته چي دا خبره وکړي ځني تښتم؛ ځکه په شپیته ملیونو پښتنو کي شپیته خلګ سته یا نسته چي یو ملیون یا دوه ملیونه ډالره سرمایه دي و لري. نور ټول غریبکاران یو. زه که یو ملیون ډالر سرمایه ولرم نو ستا خبرونه او د اروپایانو تر غوږو پوري اعلان رسول خو زما نیمه سرمایه غواړي؛ زه څنګه ځان غرق کړم؟ ما ته چي ته د پیسو و وایې بیا ولاکه د پښتون د ابادۍ نوم لا واخلم.

  راسئ منطقي و اوسو. راسئ پښتنو له فکره کار واخلو.

  زموږ هزاره وروڼه د مړي د ښخولو، د یو چا د تاوان ورکولو لپاره د استعانې مشترک صندقونه لري. د هزاره تاوان به هیڅ وخت و نه سي ځکه په لکهاوو هزاره ګان هره میاشت یوه یا دوې افغانۍ همهغه د کومک صندوق ته هزاره ګان ور اچوي. د هزاره مړی به هیڅ کله د مړي پر کورنۍ تکلیف را نه ولي مصرف به یې کومکي صندوق ورکوي. اوس هزاره ګان تعلمي صندقونه هم لري چی د کلي او بانډو هزاره ګان په تعلیم یافته کوي. دا کار یواځي هزاره ګان نه کووي؛ د ټولي دنیا قومونه دغسی کار کوی. خو پښتانه په یوه یوه روپۍ جمع کولو شرميږي؛ که و نه شرمېږي. یو پر بل باور نه سره کوي.

 موږ چي دونه  شاته پاته او د راتلونکي په هکله بې فکره يو چی یو مشترک د پیسو صندوق نه سو جوړولای چي خپل اهداف په پوره کړو. نو خدای پاک به موږ ته څنګه ازادي را کړي؟ څنګه به د شپېتو میلیونو پښتنو واک په لاس کي را کړي؟ څنګه به خدای پاک موږ دې ته پرېږدي چي شپیته ملیونه سره یو ځای سو هندوستان او ایران ټول خراب کړو؟ خدای پاک ظالمو او بې باوره بندګانو ته هیڅ کله واک نه ورکوي. پر خدای پاک خپل بندګان ګران دي. امانت داره، هوښیار خلګ یې ور واکمنان کوي.

  پښتنو چي هوښیار نه سو؛ هره ورځ فکر و نه کړو او په خپل منځي عدالت و نه کړو؛ خپلواکي او اتحاد به په ژوند تر لاسه نه کړو.

  تاسو فکر وکړئ د خارج په ډېرو ښارو کي و ګرځئ؛ هزاره ځوان د تعلم پسي راځي، پښتون ځوان د مزدورۍ پسي راځي. پخوا یې هزاره ته خر ویل. مګر موږ پښتنو دېر سخت ظلم کړی دی. اصلي خره خو موږ یو. چي سخت کارونه کوو. د مغز او زحمت کارونه نه کوو. تاسو پښتانه خاماخا په امریکا او اروپا کي اوسېدونکی خپلوان لری؛ پوښتنه ځني وکړئ؛ چی د پښتنو او نورو خلګو فرق څه دی؟ که ستاسي دوستان اصلي خبره درته وکړي او رښتيوني و اوسي؛ نو خاماخا به در ته ووایي چي (د اسیا په خلګو کي که بنګالیان دي، که پنجابیان دي، که ایرانیان دي او نور څوک دي حتا زموږ هزاره ګان دي؛ په خارج کي پر لوړو لوړو مسلکي پوسټونو باندي غوړ غوړ کارون کوي، قدر او عزت لري؛ د قلم او مغز په زور ښه ډيري پیسې ګټي. خو پښتانه، پټانان د بېل او اوږې په زورد بې عزته مزدورانو غوندي ډیري لږي پیسې ګټي).

  دا شیان هغه څه دي چي پر دې دلالت کوي چي پښتانه پر مغز فشار نه راولي؛ زغم نه کوي. پر مغز فشار نه راوستل او زغم نه کول؛ د دنیا تر ټولو لویه کمزوري  او بې غيرتي ده. ځکه دا د پېښو او حقیقتونو څخه تېښته ده.

 ساینس دا ثابته کړې ده چي که څوک جنګ وکړي، نعرې ووهي راحت او ارام کیږي. خو که څوک زغم وکړي؛ عقل و کاروي پر مغز یې فشار راځي. نو ځکه ډاکټران اکثرو مریضانو ته توصیه کوي چي په ځنګله کي نعرې و وهي یا د سپورټ په لوازمو سوکان و غورځوي.

 پښتانه ترډېره د ټینګي خلګ نه دي. ځکه فکر نه کاروي. مقاومت نه لري؛ سېلاب غوندي راسي او د سترګو په رپ کي ورک سي. دې ټولو نقاطو ته په توجه باید هوښیار واوسو.

 اسرائیل شپږ ملیونه دي تر ګرده دنیا زورور دي؛ د عقل په زور د دنیا زوروري اسلحې لري؛ د نیمي دنیا تخمونه تولیدوي. دوی هر وخت په حرکت کي دي. تاسو که چیري پام کړی وي چي د چا کورنۍ فقط دوه نسلونه په کابل کي اوسېدلي وي؛ هغوی هوښیار سوي وي. هغوی د ډبري څخه اوبه را باسي خو که د نیژدې د پکتیا د خلګو د خپلو اکا د زامنو سره یې مقایسه کړو؛ د پکتیا د اکا د زوی به یې په ملینونو پیسې په لاس کي وي؛ خو ښه ژوند به نه پېژني؛ د ملینونو پیسو سره به په غربت کي ژوند کوي.

 کابل یو برکت لري؛ کابل د امیرعبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان او په اخر کي د امیر امان الله خان د شهکارونو او ویښتیا په سبب یو موډرن ښار سو. علمونه پکښي پیدا سول. د عقل د استعمالوولو طریقې پکښي را منځ ته سولې. تاسو د کابل سړی پکتیا ته بوزئ؛ هغه هلته بزګري کولای سی؛ نفقه پیدا کولای سي؛ مګر د پکتیا د کلي سړی په کابل کي ورکیږي؛ څو عمر بعد د لوږي مري. داغه رقم که تاسو د پاریس د ښار یو فرانسوی او د ږوب یا کچلاغ یا زابل یو پښتون په صحرا کي ایله کړی. په دې خلګو کي به فرانسوی ژوندی پاته سي؛ صحرايي پښتون به و مري؛ ځکه د ژوند مدني طریقې او د عقل استعمال یې نه دی زده کړی. حال دا چي موږ مسلمانان هم یو؛ د مسلمانۍ د دوو شرطو څخه یو عقل دی. اصلی خبره دا ده چي موږ سم مسلمانان نه یو.

بله مسئله چی هغه هم د پښتنو په نه تفکر پوري اړه لري هغه (نظم او اداره) ده. پښتانه نظم او اداره نه مني. دا ځکه چي په نظم او اداره کي د قوانینو او مشرانو اطاعت راځي.

  د قوانینو مراعتول او د مشرانو اطاعت کول سخت کار دی. پښتون د سخت کار څخه ځان کاږي. همدا وجه ده چي شپېته ملیونه پښتون تاش په تاش دی. اطاعت نه سي کولای؛ د مشرتوب دعوا وکړي.

 مه هېروئ څوک چي ښه عسکر نه وي تېر سوی؛ هغه ښه قومندان هیڅ کله نه سی کېدلای. غیرتي، عاقل او بُردباره انسان به د عسکرۍ پر ځای عسکر وي؛ که د قومندانۍ او مشرتوب ضرورت سی که یې خوښه هم نه وي؛ مشرتوب به کوي.

 مه هېروئ؛ موږ مسلمانان یو. محمدعلیه السلام را ته وايي چي (تاسو درې کسه لا پر لار ځی؛ یو به خپل مشر ټاکی.) موږ احمق پښتانه، په لسهاوو، په سلهاوو، په زرهاوو، په لکهاوو، حتا په ملینونو خلګ لا مشر نه ټاکو. درو کسانو ته خو یې بیخي نه ټاکو. پښتانه که غواړي چي بېړۍ یې د نجات تر ساحله و رسېږي. په خپل منځ کي نظم او اداره باید تر ډودۍ او اوبو هم مهمه و ګڼۍ. بې اوبو او بې ډوډۍ دي پښتانه ژوند وکړي خو بې نظمه او بې مشره دي ژوند نه کوي. د پښتنو د لویو ګټو په خاطر دي؛ تر خپل نفس، خواهشاتو او غوصې هر پښتون تېر سي سر دي ټیټ کړي. بلي خوا ته دي د نظم د سمولو په خاطر خپل ورور غوندي تېرونۍ دوست هم له منځه یوسي.

۴- اخري خبره د دنیا څخه صحیح درک پیدا کړئ؛ دنیا هیڅ وخت پر یوه حالت نه ده.

 د دنیا ټولني دغسي فقیري او بډايي دي لکه تاسو چي په خپلو مابینځو کي فقیران او بډایان وینی.

  ځیني ټولني تر حد زیات شتمني دي. ځیني بیا دغسي فقیران دي لکه موږ پښتانه. په منځ کي اوسط کښته او پورته ټولني سته.

 د دنیا بډایي ټولني او فقیري ټولني دایمي نه دي. د سلنو حتا زرنو کلنو په تېرېدو سره یوه ټولنه فقیریي، بله بډاییږي. دا د هري ټولني په زحمت او کوښښ پوري اړه لري. همداغه رقم سوله او جنګ تل د دنیا د ټولنو تر منځ موجود دی. هیڅ داسي ټولنه په دنیا کي نسته چی دوی د امن دېوالونه پر ځان زرکاله تر مخه را ګرځولي دی ټر ننه په امن دي.

 هره ټولنه هر وخت د جنګ او سولي سره مخامخ ده. دا هم لکه فقر او بډايي د هري ټولني د افرادو په دوامداره حرکت پوري اړه لري. موږ پښتانه یا د شرق ټولي اجتماعوي د نسلو نسلونو د غلامیو او مظلومیتونو څخه اوس داسی اموخته سوي دي؛ ګواکي هیڅ شي ته تغیر نه سي ورکولای. که وژل کېدم هم مي نور وژني؛ که ژوندی کېدم هم مي نور ساتي. حال دا چي دا ډېر غلط تعبیر دی. د دې حال څخه موږ ټول پښتانه را وتلای سو. حرکت په کار دی، یږاځي کتل نه دي په کار. عمل په کار دي.

یو متل دی؛ وايي (که په کتلو څوک استاد کېدلای اوس به سپیان ټوله قصابان وای).

وما علینا الالبلاغ