کور / راپور / د ملي امنيت رئيس او د قاطع ماموریت عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن کندهار ته سفر وکړ

د ملي امنيت رئيس او د قاطع ماموریت عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن کندهار ته سفر وکړ

د دوشنبي په ورځ د هيواد ملي امنيت د عمومي رئيس په ګډون د کورنيو،سرحدنو او قبايلو چارو وزيرانو،د قاطع ماموریت عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن او د پنځو هیوادونو سفیرانو کندهار ته سفر وکړ. او دلته ئې د کندهار والي تورن جنرال زلمي وسا ترڅنګ د ولایت مقام مرستیالانو، دولایتي شورا غړو،امنیتي ځواکونو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او میرمنو سره وکتل.

لومړي کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا خبري وکړي او دکابيڼي دغړو سفريي کندهار ته  دستونزو په حل کښي يو ښه فرصت وباله .

ښاغلي ويسا په وار سره دهغو ستونزو يادونه وکړول چي دامهال کندهار کي خلګ ورسره مخ دي هغه امنيتي حالت ته په اشاري سره وويل چي دښه خوندي توب په برخه کي اړتيا ده ترڅو دامنيتي ارګانونو په راس کښي مسلکي او باتجره کسان په دنده وګمارل سي او منظمه رهبري رامنځته سي ترڅو وکولای سو دراتلونکو پارلماني او ولايتي شورا ګانو له پاره شفافي ټول ټاکني تر سره کړو.

ښاغلي ویسا وويل چي کندهار کي دښاري انکشاف سره سم دملي يووالي دحکومت په مرسته پرمختيايي پروژي پیل سوي او داساسي پروژو لکه بريښنا،دهلي بند، دپاکو اوبو دښار او ولسواليو ترمنځ دغزيدلو لارو دجوړيدلو په برخه کښی هڅي رواني دي ترڅو دخلګو ټولو ستونزو ته لاسرسي ممکن سي .

کندهار والي دغه راز د غصب سوو مځکو دخلاصون په برخه کښي هم دلس زره جريبه هغه مځکي يادونه وکړل چي د زورواکو له منګولو خلاصه سوې ده.

هغه دټاپي پروژه هم دکاري فرصتونو په برخه کښي دکندهاري ځوانانو له پاره يو ښه لاسته راوړنه وبلل چي ګڼو ځوانانو ته به پکښي کاري زمينه برابره سي .

ليدنه کښي کندهار امنيه قومندان لوي پاسوال عبدالرازق هم دپوليسو په برخه کښي دکم تشکيل يادونه وکړل چي په پوره کيدلو سره يي  لري پرتي سيمي هم امن کيدلای سي .

ښاغلي عبدالرازق ددې ترڅنګ کندهار کښي دپوليسو دروزني په برخه کښي ديوي عصري اکاډيمي جوړيدل هم اړين وبلل چي په دې سره به دلوي کندهار ځوانان په اساسۍ توګه نظامي زده کړو ته لاره پیداکړي .

وروسته دهيواد دملي امنيت عمومي رئیس معصوم ستانګزي هم خپلو خبرو کښي دکندهار دولسونو څخه مننه کړل چي په سختو حالاتو کښي يي د دولت ملاتړ کړي او دټولنيز انکشاف او پرمختګ له پاره يي زمينه برابره کړې ده .