کور / اقتصادي / د افغانستان د برېښنا شرکت د پنځو پروژو تړونونه لاسليک کړل

د افغانستان د برېښنا شرکت د پنځو پروژو تړونونه لاسليک کړل

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د پنځو مختلفو شرکتونو له رئیساانو سره د 105 میلیونه افغانیو په ارزښت د برښنا د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

 په دې پروژو کې د برښنا شبکې د پراختیا، د پلچرخی برښنا کوټ د تجهیزاتو د چمتو کیدو، کابل کې د برښنا د ضایعاتو د را کمیدو، د پروان برښنا حوزې لپاره د اداري ودانۍ د جوړیدو او د نغلو برښنا بند د احاطي دیوال شامل دي.

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د (32.490.000) افغانیو په ارزښت د نغلو برښنا بند د ښه امنیت په موخه د احاطوي دیوال د چمتو کیدو تړون د ( Bakhtar Stanikzai (Construction Engineering Co and Green Circle Construction Co(JV) له رئیس سره او د پروان برښنا حوزې د اداري ودانۍ د جوړیدو تړون د (22.343.889 ) افغانیو په ارزښت د هانست امریکن ساختماني شرکت سره لاسلیک کړ.

دریمه پروژه د پلچرخي برښنا کوټ د تجهیزاتو چمتو کول دي، چې (22.505.240) افغانۍ ارزښت لري او تړون یې د افغاستان برښنا شرکت عمومي رئیس د (Sam electric corps ltd) شرکت له رئیس سره لاسلیک کړ.

دغه راز څلورمه پروژه د ننګرهار برښنا حوزې لپاره په مختلفو ظرفیتونو د 17 پایې ترانسفارمرونو چمتو کول دي او تړون یې د (پسران حاجی محمد غنی لمتید)  شرکت له رئیس سره چې (8.500.000 ) افغانۍ ارزښت لري لاسلیک شو.

پینځمه پروژه د (19.200.000) افغانیو په ارزښت د کابل برښنا ریاست د اړتیا وړ د 24 پایي کپستر بانک چمتو کول دي چې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د سم الکتریک کارپس لمټیډ سره ددې پروژي تړون لاسلیک کړ.

د یادولو وړ دی چې د پورته ذکر شویو پروژو د لګښت پیسې د افغانستان برښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کیږي.