کور / راپور / په پکتيا کي د وسلوالو مهمه اکمالاتي لار افغان ځواکونو نېولې ده

په پکتيا کي د وسلوالو مهمه اکمالاتي لار افغان ځواکونو نېولې ده

د پکتيا چارواکي وايي، چي په ډنډ پټان ولسوالۍ کي يې دطالبانو د تګ راتګ مهمه لاره نيولې او د وسلوالو د اکمالاتو لار يې بنده کړې ده.

د دې لاري د نيولو لپاره نن افغان ځواکونو پراخ عمليات ترسره کړه چي د پکتیا پر والي شمیم خان کټوازي سربېره، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شعور ګل، د ۳۰۳ سپین غر زون قومندان مل پاسوال ګل اقا روحاني، د پکتيا د ملي امنیت رییس جنرال قاسم عبادي، د ملي پوځ، ملي پولیسو سرتیري، کومانډو او د پولېسو ځانګړي ځواکونه ګډون درلود.

د چارواکو په وينا په له کرمي اجنسي څخه طالبانو د همدې لاري په مټ د پکتيا او جنوب ختيځو سيمو لپاره اکمالات کول او د خپلو غړو مړي او ژوبل کسان انتقالول.

چارواکي زياتوي چي د عملياتو په ترڅ کي يې د پاکستاني مليشو په ګډون ۱۲ تنه وژل سوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي. او افغان ځواکونو ته هيڅ ډول زيان نه دی رسېدلی.

دا عمليات پر داسي وخت رامنځ ته کېږي چي تېره ورځ د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه چي پکي پنځه پاکستاني سرتېري ووژل سوه او يو سرتېری افغان ځواکونو ژوندی ونيوی.

په خوست کي وروسته ترهغه نښته رامنځ ته سوه چي پاکستاني لوري غوښتل افغان خاوره لاندي کړي چي د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د غبرګون سره مخ سوه. چي ترڅو ساعته نښتي وروسته د ډېورنډ د دواړو غاړو ميشته قومونو په منځګړيتوب جګړه ودرېده او نن افغان حکومت پاکستاني لوري ته د هغوی د پنځو سرتېرو جسدونه او يو ژوندی نيول سوی سرتېری وسپاره.