کور / #PTM / د شمالي وزيرستان تجاران له پاکستاني حکومته تاوان غواړي

د شمالي وزيرستان تجاران له پاکستاني حکومته تاوان غواړي

د شمالي وزيرستان تر ۲۰۰۰۰ زيات سوداګر په اسلام اباد کي دېره سوي او له پاکستاني حکومته د خپلو جايدادونو او سوداګريزو توکو د ورانولو تاوان غواړي.

پاکستاني پوځ درې کاله وړاندي په شمالي وزيرستان کي د ترهګرو ځپلو په پلمه د ضرب غصب عمليات پيل کړه چي پکي زيات اولسي وګړي ووژل سوه او په سلګونو نور پاکستاني پوځ له ځان سره يووړل.

په دې عملياتو کي د سوداګرو هټۍ ، مارکېټونه، پلورنځياني او د سوداګرۍ توکي له منځه يووړل سوه.

د وزيرستان سوداګر و په بنو او پېښور کي هم احتجاج ولړ او له پاکستاني حکومته يې د خپلو تاوانونو غوښتنه کول خو ددوی په خبره چا يې خبري ته غوږ ونه نيوی.

د شمالي وزيرستان د سوداګرو ټولنه وايي، دوی ته  پاکستاني پوځ په مليونونو ډالر تاوان رسولی دی.

په شمالي وزيرستان کي هر يو بېله بېله کيسه لري، د چا کورونه ، دوکانونه او مارکېټونه وران سوي دي. د چا د کورنۍ غړي وژل سوي دي او د ځينو دا تری تم دی.

اوس د وزيرستان ملي تجاران اسلام اباد ته تللي او هلته د حکومت څخه د خپلو زيانمن سويو توکو تاوان غواړي.