کور / د ډيورنډ کرښه / پنجاب غواړي پښتانه له پښتنو سره غوښه او چاړه کړي

پنجاب غواړي پښتانه له پښتنو سره غوښه او چاړه کړي

ليکنه: نصرت الله تسل

پنجاب که کټ مټ د شیطان په څیره نه دی؛ خو خویونه یې له شیطانه هم دوه ګامه مخکې دي

بې ننګه پنجاب ته د پښتون قوم کمزوري (بې اتفاقي) معلومه ده، له هرې ناروا لرې کار اخلي تر څو پښتون له پشتین سره غوښه او چاړه کړي.

د پښتون له نفاقه دوی داسې ګټه اخیستي، چې تر پرونه یې غبرګون و نه لیده. سوات کې به یې لاس تړلي پلار نه تر ټولو د ګران زوی پوښتنه وکړه، چې پلار به ګران زوی ته اشاره وکړي؛ نو پوځ به د ده د سترګو پر واړندې په دا سینه، سینه و ویشته.

اته ورځې وړاندې کله چې پیښور کې د ترهګر ریاست خلاف پشتون مظلوم قوم غږ اوچت کړ  او هغه کې د ”لر او بر یو افغان“ ناره هم زمزمه شوه، نو د ترهګر ریاست پیښې په لړزا شوې، چې دا خو لر پښتون له خپل بېل شوې بدن بر پښتون سره پیوست کول غواړي!

پنجاب همدا پښتون د قربانۍ لپاره ساتلی. کله ترې کشمیر کې د ډال غوندې ګټه اخلي او کله یې د ډالرو لپاره د ترهګر په نوم په مرۍ د قربانۍ چاړه را کاږي.

د پنجابي سوچ دی، چې پښتون نه له ژونده د خوند اخېستلو حق لري او نه د ازادۍ.

لسیزې، لسیزې یې پرې ژوند دوزخ کړی، کله له ځانه غوښه شکوي، ځکه چې د طالب په نوم سره ښکر په ښکر کړي او کله پاک ارمي په ولاړه ځینې پوستکي اوباسي.

د پشتانه بچای او په لرې علاقو کې شپاني کوي او کلیوالي ټیپ کې لویږي خو د دوی بچیان کالجونه او پوهنتونونه وایي، ځکه دوی پاکستان تل د ځان بللی او بولي یې.

پشتون چې د پنجابي په لاس جوړ دوزخ کې سوزي او د ځان په ویر دی، نو پنچابی خپل خوب ارام ګڼي.

قریب درې میاشتې کیږي، چې د کوزې پښتونخوا پشتون په خود شو او ناڅاپه یې مړ وجود کې ساه وچلیده، چې دې سره په پنجابي چل او فریب ته مخه کړي او غواړي د پښتون د یو لاس کیدو له زوره ځان وساتي او له خولې را وتلي سوي چیغه یې خپ کړي، ځکه له دې چیغې انقلابي شغلې پورته کیږي.

تور مخیه! پشتون نا ارامه و او تا په خوبونو لنګي و پړسول نن پشتون را پاڅیدلی، اوس به تر دې نا قراره شې، چې خوب به درنه کډه شي او ویده به نشې او یا به داسې ویده کیږې چې بیخي را ویښ نشي.

کله چې د کابل د ژمي پایتخت پیښور کې د د اپریل په اتمه د “لر او بر یو افغان” او “له نجیبه تر نقیبه” انقلابي ناره پورته شوه، د انګریز سیاست چې: ”بېل یې کړه او پاچاهي پرې وکړه.“ د پښوتون ځپنې همغه زاړه سپیاره یې را واخېسته؛ هغه داسې چې لومړۍ یې مستقیمن د پښتون ساتنې حرکت د چپ کولو هڅې پیل کړې، یو ژوند ورک کړه او د بل ځواني یې په وینو ولمبوه.

خو دې چارې د پښتانه روان سیلاب مهار نه کړی شو، بیا یې د لر پښتانو یوه ډله د ”پښتون تحفظ“ او د دې حرکت سالار منظور پشین د مخې ډب کیدو لپاره راپورته کړل، چې نن هم د انقلابي را پاڅیدلو شاه زلمو پر وړاندې د ودریدو هڅې کوي.

شیطان پنجاب پدې هم بسنه ونکړه؛ د افغانستان د بر پښتانو خوست سره سرحد باندې یې پوځ او ملیشه ځواک د ملا په اذان برید وکړ، دسیسه ګر ته دا له وړاندې معلومه وه، چې د خوست ځاځي میدان ولسونه د کور په ټوپک هم د پولې ساتنه کوي.

کله چې په پوله نښته پیلیږي پنجاب د کورمې پښتانو ته ډولونه وهي، چې هلی د کفر او اسلام جنګ دی او له هغې اړخه ځینې پشتانه تر پولې راځي او ځانونه د پاکستان لپاره قرباني کولو ته تیار ګڼي.

که ته نن د پردي په اشاره د مرګ او تباهۍ نارې وهې دا هم مه هیروه، چې ځاځي تش لاس او لوڅې پښې د پولې جنګ ته منډ وهي.

د ورور او ورور به جنګ څه او بهادري به یې څه وي!

اصل خبره دا ده، چې د لر پښتون تل د پولې ساتنه کړي دا زه نه وایم دا د تاریخ یاداښت دی. ته ولې مخکې نه را پورته کیدې او نن دې چې پنجاب را پاروي، دلته دکاسې لاندې کسه ده.

پنجاب غواړي د پولې دواړه غاړې پښتانه سره غوښه او چاړه کړي، ځکه د ”لر او بر یو افغان“ نارې انلاین زور یې ولیده.

پنجاب پوهیږي چې که دا لر او بر سینې سره پستې کړي او په یوه اوجره او دوسترخوان ډوډۍ وخوري، نو دا به هغه وخت وي چې پنجابۍ به دار ته شیبې شمارې او ان شاءالله همدا وخت را نږدې شوی دی.

پنجاب اوبو کې خپله چاړه ویني، اوس که ښکته او پورته دواړه پښتانه یې د مرۍ پرې کول غواړي، نو د دواړو غاړو زیرک او سنجده ځوانان دې د پښتون هغه بدن چې څلویښت کاله وړاندې څیرې شوی او نن یې د باچا خان زامن د ګنډلو هڅه کوي، له نفاقه وژغوري!!

پنجابه! ته به کشمیر کې د انډیا سره په مزه، مزه پنجې نرموې، خو پام کوه؛ د پښتون سره ټکر کې تورې پنجې غاړې ته لویږي او کوپرۍ دوه ځایه کیږي.

د پښتون رګونو کې د ازادۍ وینې جوش کړی

نو

را واخلئ بیا د انقلاب سره نشانونه پښتانو زلمو

دا خاوره انقلاب غواړي، د ازادۍ انقلاب