کور / #PTM / په پېښور جلسه کي د منظور پښتين د وينا متن

په پېښور جلسه کي د منظور پښتين د وينا متن

د نصرت الله تسل په هڅه

:منظور پشتین وايي:

«اې ریاسته! هر طرف ناره ده، چې پشتون پشتون.

اې وروڼو! دلته داسې پیښې شوي دي، تاسې ته به یاد وي او که نه. اې! د سوات خبره کوم، چې پلار به یې داسې مخامخ ودروه، ورته به یې و ویل، تر ټولو ګران زوی درته کوم دی؟

نو همغه تر ټولو ګران زوی به یې د سترګو پر وړاندې ور ووژه.

د ناستو خلکو سوی شور………………………………………

دلته د ستیج سره نږدې د لعل بادشاه په نوم کس دی، دی وايي، چې اته کاله یې سرکار ته دنده کړي، کشمیر کې ورته جنګیدلی، خو خبر یئ، چې سرکار ورسره څه وکړل؟

د لعل بادشاه په کوچنۍ ماشومه یې بمبار وکړ او و یې ویشته.

لعل بادشاه وايي، چې زه سرکار ته په کار رانغلم، نو دا نور عام ولس څه کوي.

په دې سره ناست خلک «شک نشته» نارې پیلوي.

زه چې د دې خلکو لپاره را پورته شوی یم، دا د (این، ډي، ایس) جاسوسي ده او د که د قام؟

ناست خلک په یو اواز وايي، دا د قام ایجینټي ده.

اې! ته راته د ایجنټانو وايي، بلې یو، خو د قام اجینټان.

ناست خلک بیا په یو غږ وايي: «نر پشتون، منظور پشتون»

لا درکه کړی شویو پښتانو سره یې څه وکړل؟ د پښتانو نسل وژنه روانه ده او دا لاسونو کې چې کوم تصویران درسره دي، دغو باندې یې څه وکړل؟

دوو ساتونو کې د ورکو شویو دوه زره تصیوران راغلل، مه مو مجبوروئ، چې هر وخت به داسې را روان وي.

دا سپینږیري او ځوانان مه مجبوروئ!

ځوانانو همت وکړئ!

ځوانانو همت وکړئ!

رفیع الله کاکړ زنګ وکړ، وايي، یو کلیوال یې له جیله خلاص شوی، چې کله څوک ترې د حال او احوال پوښتنه کوي، دی تښتي چې ما سره خبرې مه کوئ، لیونی شوی دی.

هغه وايي، چې ټول خلک ناست وي او دی را پاڅي او غوږونه ونیسي.

ستاسې ډیر پښتانه یې لیوني کړي دي.

د ظلم یو بل مثال درکوم: کراچۍ کې به یې چې کوم پښتون مړ کړ او کور ولا ته به یې مړی د پیسو په بدل کې ورکاوه.

د چانګیز خان غوندې د ظالم سړي تاریخ وګورئ، که چا نه یې په جسد پیسې اخیستي وي.

هیچا د لاش په بدل کې پیسې نه دي اخیستي خو دوی یې اخلي.

زموږ په خاوره ټول ظلم دوی کړی، ځکه پښتانه ورته بې اتفاقه ښکاریدل. خو نن پښتانه بې اتفاقه نه دي.

یو بله څرګنده خبره: هر څوک چې د «پي، ټي، ایم» ملاتړ کوي، هغوی که په کلي کې دي او که دلته د هغوی ملاتړ به کوو، معامله به پرې نه کو، ژمنه وکړئ.

دلته یو ځل د بې وزلو انقلابي ځوږ په هو، هو پورته کیږي.

زموږ نر دی او که ښځه امن پسنده یو، که چا لاس را وغځاوه، بیا به پته په میدان ورسره لګوو.

دې وخت کې د پښتانو شاه زلمو د ننګ شور یو ځل بیا پورته کیږي.

دوی خلکو ته وايي، چې (پي، ټي، ایم) ته مه ورځئ، دوی زموږ کسان ونیول، صادق یې ونیوه، عارف وزیر یې ونیوه او پرون یې رحیم نیولی و، خو نیول شوې ځوانان، څه وايي؟

دوی زنګ هم نه کوي، چې څه ورباندې تیر شول، یوازې وايي، هر څه چې کیږي، موږ ورته تیار یو. تاسې به هم هر څه ته تیار اوسئ.

دې وخت کې د پښتانو د غرور لاسونه پورته کیږي. او منظور وايي، ځوانانو هغه خویندو هم قربانۍ ته د تیاریدو لاسونه پورته کړي، ګوری یې.

دا هغه وخت دی، چې ټول محفل کې د مظلوم ولس د هو لاسونه خوځیږي.

پرون چې پینډۍ کې د کامران خان کومه وژنه شوې، موږ یې تفتیش غواړو.

پښتانو! یوه بله خبره: راو انور خو مو عدالت ته راوړ، اوس د چا وار دی؟

احسان الله احسان!!!

راوړو به یې، راوړو به یې، عدالت ته به یې راوړو!!!

په پشتانو چې چا هم ظلم کړی، موږ یې نه پریږدو.

که دې وطن کې انصاف د هر چا لپاره وي، نو موږ یې هم غواړو او که عدالت د څو خاص کسانو لپاره وي، نو بیا موږ دا عدالت نه منو.

اوووو د احسان الله احسان نه وروسته به د جنرل مشرف نمبر وي!!!

د پشتین همدا خبرې د راټول شویو پشتانو له لورې په شور بدرګه کیدې.

راوړو به یې، راوړو به یې، قاتلان نه پریږدو!!

یا به دا احساس ورکوو، چې دا ملک د هر چا دی، د پشتانه، بلوڅ، سندي او پنجابي هم دی یا به دا کیسه واضح وي، چې دا ملک یوازې د څو کسانو دی، نو موږ بیا هغه څو کسان پرځوو.

په دې وخت اسمان کې پړکه راځي. اې، دا تندر ولې راغی؟

دا ځکه چې پوهیږي، چې په دا ځمکه هم یو تندر را روان دی. منظور ولس په ګوته مخاطب کوي، چې دا ولاړ تندر به د هر ظالم بدار نه انصاف اخلي.

لاندې ناست او ولاړ خلک یو دم د «منظور پشتین» په غبرګې نارې پیلوی.

اې پشتانو، کاروبار مو ختم شو، دا دومره لوی پیشور یوازې د کمو خلکو ضرورت پوره کوي، نور یې څه فایده نشته.

ستا کارخانې، ستا میرانشاه او ستا باړه ټول تباه شوې دي، ته به کاروبار کوې، ته به د واڼه مڼې لاهور ته وړې، ته به د سوات او واڼه جلغوزان لاهور ته وړې!!!

انګور درنه په دیرش اخلي او په ۱۴۰ یې بیرته درکوي. ولې؟ ځکه چې ستا خپله علاقه خواره ده، دلته یې بدماشان ساتلي دي او هغه د کاروباري خلکو نه پیسې په زور اخلي.

یوه بله ستا د کاروبار په اړه: په واګه باندې چې هرڅه کیږي، کیږي به، هغه دې خلاصه وي، خو ستا د پشتون په قام یې هره ورځ بند کړي وي او دا نور پشتون قام ته د منلو نه ده.

وروه خفه نه شې، پښتون قام دا خبره نور نه مني.

ستا معدن ستا په لاس کې نه ده.

شور شو او د «لر او بر یو افغان» خواږه جمله زمزمه کیږي.

دا د پښتون ژغورنه، د ده صحت، بدن او عزت ژغورنه ده، دا د پښتون د هر څه ژغورنه ده او دا به د خپل پښتون قام تحفظ کوي.

بله خبره: دوی کې ځینې خلک راپورته کړي، چې دا منظور دوی مخکې چیرته وو؟

ای هی ظالمانو تاسو له شرم نه درځي؟

علي وزیر زموږ ملګری هغه څوک دی، چې د ترهګرو پر وانډې فاټا کې لومړنی شهید د ده ورور و، چې د ترهګرو خلاف ودریدلی و.

علي وزیر د کورنۍ دیارلس شهیدان ورکړي او نن ته تپوس کوې، چې دا مخکې چیرته و!؟

اې، ته دومره ناخبره یې او راپاڅې احتجاجونه کوې!

بیا ځینې خلک وايي، چې زموږ علاقې ته دې (پي، ټي، ایم) نه راځي.

موږ عام ولس ته ورځو، ستا په شان بې غیرت ته خو موږ ورځو هم نه!

زما زړه خوږیږي!

ځکه، ستاسې ناستی او لاړه زموږ زړه کې درد پیدا کوي.

خو یوه خبره درته کوم: دلته خبره کیږي، چې که منظور غلطي وکړه، نو دی به تاریخ معاف نه کړي، زه دا نه درسره منم، ما به تاسې نه معاف کوئ. زه که داسې لار باندې راوان شم، چې د پشتون قام پشتونوالي ورکې نه وي، نو ما ته به اور اوچوئ!!!

خلک د زنده باد نارې پیلوي.

مونږه د شا تګ کښتۍ سوځولي دي.

دې وخت کې له ستیجه د کومې رسنۍ مایک غورځي، خبر یئ، منظور څه وايي؟

منظور وايي: دې خبرو ته دا نه تم کیږي او دا به غورځي!!

هر ځای به جلسه کیږي.

اې، دوی ځای په ځای خلک پیدا کوي، چې جلسې پرې وکړي، خو زموږ پښتانه دا دی خپله نارې وهي، چې زموږ جلسه به کله وي!؟

خندا او د زنده باد سورې نارې پورته کیږي.

یار، شرم نشته پکې، ګني ډیر به شرمیدلي وای.

نو، زموږ غوښتنې لا پوره شوې نه دي او دا کاروان به تر اخري ژوندي کس پورې روان وي.

تاسې ته یو داد درکوم، دا تاسې یئ، چې دا جلسې کامیابوئ، ګني یوازې زموږ په ستیج اودریده کار نه ورکوي. سلام کوم ستاسې دې میړانې ته!

نر پشتون، منظور پشتون ناره زمزه کیږي.

اخ، د لر او بر یو افغان ناره بیا پیلیږي، که بنده مړ نه وي، نو دا وخت کې پنځه واړه حواص په لړزا راځي.

د پشتون وژنه چې په کومه خاوره هم کیږي، موږ یې مخالفت کوو، موږ یې غندنه کوو او موږ یې مزاحمت کوو.

ترهګر چې هر ځای وژل کیږي، زموږ پرې خوا نه بدیږي، خو عام ولس سره دې خیال کیږي، هغه که کندوز کې وي او که کوم ځای کې.

دا کاروان خو روان دی، مخکې کې به څه کوو؟

دا کاروان د چا په لیدلو او د چا له لورې د غدارۍ په تورونو نه ودیږي.

دی دې یې واوري: ۲۲ تاریخ به دده په خاوره لاهور جلسه کیږي.

دا هغه لحظه ده، چې د پشتون قام انقلابي شور به د چا پلار خاموشه کړي.

هغه ته به چیلینج همغلته ورکوو.

د پشتانو شور پیلیږي…

۲۹ به هغه خاوره چې د ظلم انتها پرې شوې، هغه خاوره، چې هغې د مظلومانو میندې او پلارونو تاسې ته انتظار دي، هغه خاوره چې د عزت خیال یې ندی ساتل شوی، سوات کې به جلسه وي.

اې، لارې او ګودرې به بندوي، خو په پښو به ځو.

ایبلې پښې به ځو. څیرې ګریوان به ځو. که باران وي، یا ګرمي وي، ځو به.

را ټول شوې او دریدلي ښتانه وايي: ځو به!!

یو بله ناره: اېېېېېېېې

خلک هم واي: اېېېېېې

ده په لاهور کې د پشتانو خلاف ردالفساد عملیات کړي او موږ به هلته درالفساد جلسه کوو!!

ده په سوات باندې (راه راست) اپریشن کړی او موږ هلته (راه راست) جلسه کوو!!

دلته د پشتانو شور لکه خوږ موسیقي، مستقیمآ زړه ته کوزیږي.

فساد په تا کې دی، راه راست یا سمې لارې ته راتلل تاته په کار دي.

موږ په سمه لار یو، موږ پر امن یو او زموږ لار انساني ده.

ستا لار د تشدد ده.

ان شاالله په ۲۲ تاریخ جلسه کې به د بلې جلسې اعلام واورئ.

روژه به را ورسیږي، دوی خو روژه نه نیسي، نو موږ به خپل عبادت وکړو او له ورژې وروستبه به بیا ورسره ګورو.

وروڼو! په خپلو ړنګو او ورانو کورونو مو بیا ګرځوم.

ټول پښتانه به یو ځای په ونیو سور وزیرستان ګورو!!

د وزیرستان په تګ ټول محفل لاسونه ښوري او منظور د خویندو پلو هم د لاس پورته کیدو غوښتنه کوي.

وزیرستان کې مو هغه تږې ته ودروم، چې څلور کاله پخوا یو زلمی دوی حلال کړ او تیږه په وینه سره ده، که لاس ور وړې نو اوس دې هم لاس په وینه سور کیږي.

دا د شهیدانو وینه ده، مخامخ به یې ګورو او له هغې تیږې به دی چیلینج کوو.

وروسته به کراچي، حیدر اباد، چیرته دوی د پشتانو بیړۍ غرقوله، هملته به جلسې کوو.

هر ځای به جلسې کوو او یو غټه جلسه به په بنو کوو.

لویې څو جرګې په پیښور کوو

بیا به سم ګذار په سیتمګر کوو

د سرو ټوپیو والا انقلابي نارې وهي…….

بیا به اسلام اباد ته ورځو، خو اسلام اباد کې به ناستی داسې نه وي، دی به ماته نړیواله ګرنټي راکوي، ځکه په ده مې اعتماد ختم شوی.

کومو سیمو کې چې لس لس کسان راوتلي دي، هغوی دې نه راځي مونږ ټول پښتانه به ورځو.

ځینې خلک وايي، چې اوس خو امن دی، امن چیرته وو، دا دوه دوه نیمې میاشتي کیږي چې لږ امن راغلی، ګني د پښتانو په سیمو کې خو هر وخت چاودنې وې.

را ټول شوې جذباتي پښتانه هر یو د خپلې سمیې لپاره د جلسې غوښتنه کوي کوچنی پاچا خان ورته په خندا خندا د ورتګ ژمنې کوي.

چکمنۍ کې مړی شوی او دوی د کلي خلکو ته وايي، چې قاتل راکړئ، خو زه وایم قتل تاسې کړی، ټوپک تاسې سره دي نو عام خلک مه نیسه.

ټوپک د پوځ سره دي، هغوی نه یې ونیسئ!

نن چې کوم ګرځ بندیز لګیدلی، دا دې بند کړي.

لر او بر کې به یوه علاقه هم نه پاتې کیږي، هر ځای ته ځو.

کومو سیمو کې چې دوی کورونه نیولي لکه وزیرستان، باجوړ او سوات کې هغه دې خوشي کړي.

ناره پورته شوه: نر پښتون، منظور پښتون.

باران پیلیږي او منظور د مبارزې ملګري مخاطب کوي: پښتانو د خدای رحمت په تاسې وریږي.

دوی به څه کوي، لار یې بند کړي خو الله هم زموږ سره دی.

تاسې به هر ځای د انسانیت په دایره دننه پر امن اوسئ، دا د امن مبارزه به پر امن ساتو، که کوم بل چا نه ساتله، نو هغه به د وخت سره خبرې وي.

هغه د پیښور پر ښوونځي د برید دوسیې څیړل غواړو، ځکه زرګونو پوځیانو ترمنځ بچیان په نښه کیږي او پوځیان بچ پاتې کیږي.

دا دورغ به څیړل کیږي.

له هغه مشرانو بښنه غواړو، چې پر ستیج یې وینا و نکړه او ټولو مشرانو اوسپینږیرو ته یو سلام وکوئ.

اې شاه زلمو! تاسې نه پوهیږی، که زه قسم وخورم چې ستاسو لپاره نن په زرګونو خویندو او میندو روژې نیولي، نو زه به دروغجن نه شم.

ستاسې تر شاه د سینږیرو، خویندو او میندو اوښکې دي، تاسې کله هم نه ناکامیږئ.

دا ولاړ خلک نه دي، اصل کې د اوښکو سیلاب دی.

دا سیلاب به د هغه خلکو بنګلې وړي، کومو چې زموږ د وینو په دبل کې ډالر واخیستل او بنګلې یې پرې جوړ کړې او بیا به د پښتون تعریف ورته معلوم شي.

اې شاه زلمو! مسافر وايي، چې وطن کې اختر دی او موږ ترې لرې یو.

تاسې د پښتانو ارمان یئ.

تاسې د پښتانو د سوچونو ترجمان یئ

دا ستاسې کتارونه چې نن مسافر ګوري، نو هغوی به له خوشالۍ ژاړي.

راتلونکی نسل به ستاسې قربانۍ یاد ساتي، دوی به وايي، یو وخت موږ تباه کیدو خو ځوانان مو را پاڅیدل او نجات یې راکړ.

دلته به خلکو ویل، چې را تلونکی نسل به درنه پوښتنه کوي، خو هغوی نه، بلکې زه یې درنه پوښتنه کوم.

موږ راتلونکی نسل ته حسابونه نه پریږدو، بلکې یو خوشال ژوند ورته پریږدو.»

شعارونه پیلیږي:

دا چې کومه ترهګري ده – شاته یې پوځ دی

دا چې کوم قتل قتال دی – شاته یې پوځ دی

لر او بر- یو افغان

دا چې کوم طلب او طلبي ده – شاته یې پوځ دی

نر پښتون – منظور پښتون

کورونه مو ورانیږي – دا څنګه ازادي ده

ملالې مو بوریږي – دا څنګه ازدي ده

لر او بر – یو افغان

دا نو بیا هغه ټکي دي، چې پنجاب ترې په خوب کې هم ویریږي.

د منظور دعا د پښتانو شاه زلمو امین!!!

په ټوله پښتنه مینه