ګرځنده هدېره
زما په زړه کې د ګلونو فصل
جانانه اوس يې ؤ مهال دځوانۍ
او هره پاڼه يې هوس په ګوتو
بس تخنوله ورو ورو
تا پرې دقهر او باران د کاڼو
دپاسه واوروه
زه به يې واړه شهيدان وبولم
دزړه ګي غوښې مې راوکيندلې
ما ځوانيمرګو ته قبرونه جوړ کړل
ته يې ګرځنده هديره نه بولې؟
زه پرې د وينو شمعې بلې ساتم
تا وايي هسې او تې بوتې وايي
او زما شعر فلسفه نه بولي