کور / #PTM / بدي ورځې اخیستی پاکستان

بدي ورځې اخیستی پاکستان

لیکوال  : زین الـدین جمال

رښتیاچې اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوي چې ګوندي وژغورل شم . د پاکستان لپاره ډېـره سخته ده چې د خپل ګاونډي هېواد (افغانستان) د ورکې ،بربادۍ او غلامۍ په نیت جوړشوی پنځوس کلن پلان او پالیسي يې له خاورو سره خاورې کېـږي .

 د افغانستان په خلاف د پاکستان سیاسي اونظامي پالیسي جوړوونکواو طراحانو په دې ورستیو کلونوکې ناقابل برداشت شکست وخوړ. د افغان دولت له خوا، د طرحه شوې سوله ایزې او د متقابل احترام په اُصولو او بنسټ ولاړې پالیسي ، پاکستان د سیاست په ډګرکې د پولي ټک ته کیناوو.

 که له یوې خوا د نړیوالي ټولنې په هنداره کې د پاکستان اصلي څېره بدرنګه اوشیطاني جوته شوه ، له بلې خوا په پاکستان کې دننه سیاسي بې ثباتي ، مخ په ځوړ اقتصاد او د خلکواعتراضونو دې ته لاره هواره کړه چې دا هېواد اوس د خپلې سیاسي بقا او دروغجن جغرافیايي جوړښت د بچ کولو لپاره هرې نادودې او ناروا عمل ته لاس واچوي .

د نړیوالي ټولنې په مخ کې د پاکستان تصویر پیکه او تت پروت دی . دنیا اوس په دې باوري ده چې د تروریزم او افراطیت ځالي، مرکزونه او ټرینینګ سنټرونه په پاکستان کې دي او همدا هېواد دی چې د نړي مختلفوبرخوته د تروریزم په صادرولو او د جعلي جهادي پروژو په مخ ته وړلوکې لومړی او یوازینی مقام لري .

هغه متل دی چې په سلو ووهل شې خو په یوه ملامت مه شئ . د پنجاب نظامي او سیاسي چارواکې اوس له همداسې یوه حالت سره مخ دي . د انساني قاچاق په مخ نیوي کې د پاکستان پاتې راتلل او په دې برخه کې تازه په دې هېواد  د نړیوالي ټولنې له خوا تر دونیم سوه میلیونه ډالرو زیانې مرستي بندول دا جوته وي چې پاکستان هیڅ ډول انساني او بشري حقونو او اصولوته وفادارملک نه دی .

 په نورو اقتصادي برخو کې هم پاکستان ته د نړیوالي ټولنې مرستې ، له تروریزیم سره د پاکستان د رښتنې مبارې په شرایطو ولاړې دي چې له شک او تردید سره مخ دي. له بلې خوا د پښتون ژغورني غورځنګ ورځ تربلې زور او قوت اخلي چې داهم د پنجاب لپاره یوه لویه سرخوږي شوه.

د پښتون ژغورني غورځنګ رسا او برحقه چیغه اوس د نړۍ له دېوالونو سره لګېـږي او د دوی مبارزې د نړي خلک او حکومتونه په دې قانع کړل چې د پنجابي نظام له خوا د یوه لوی قوم له سرنویشت سره څومره خطرناکې لوبي وشوې. د جي ایج کیو ، واکدارانو داسې نه وه اټکل کړې چې ګنې د پښتون ژغورني غورځنګ به ټول ویده ذهنتونو او فکرونه راويښ کړي او د دوی په دسیسو او توطیو به یې خبر کړي.

محرمو پښتنو د خپل نوي قیادت (منظوورپښتون) تر رهبرۍ لاندې، خپل لاسونه د پنجاب د چودریانو ترګرېوان پورې ور ورسول  او اوس د خپلو حقونود تثبیت او د خپلو ورکو عزیزانو د پیدا کېدو غوښتنه کوي . د ټولي پښتونخواه چیغه له یوه ستوني راپورته شوه چې دا څنګه ازادي ده ؟

دا څنګه ازادي ده چې پنجاب پکې چاغېـږي، پښتانه ، بلوڅان او سیندیان پکې زندانونو ته روان دي ؟

ولس ملي شعور تر لاسه کړ او اوس په اسانۍ سره  قرار نه کیني . دا ټول هغه مسایل دي چې نننی پاکستان د یوه لوی سیاسي او اقتصادي بحران خواته بیايي .

افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي وروستی سفر او له افغانستان سره د شویو تاهداتو او ژمنو لړۍ یوځل بیا د پاکستاني جنرالانو او د ای ایس ای د واکدارانو غم او غوسه راپارولې ده. اوس کوشش کوي چې خپلې کړې ژمنې د پردې ترشاه سبوتاژ کړي. چې یوه ښه بېلګه یې په کونړولایت د راکټي بریدونو زیاتوالی دی.

که په پاکستان کې ملکي حکومت واک او اختیار درلودلای نو پرکونړراکټي بریدونه باید د عباسي له سفرسره سم درېدلي وای، ځکه چې افغان لوري د پاکستان له صدراعظم څخه په کلکه وغوښتل چې دا بریدونه او حملې دي بندي کړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې پرې خرابېـږي. خوداسې ونشول .

پاکستان غواړي په افغانستان د راکټي بریدونو په وجه، د نړیوالو فکر له اصلي مقصدونو او اهدافو ليري او مصروف وساتي او د پاکستان داخلي کشمکشونه د خلکو له نظره پټ کړي.

د دې ترڅنګ یې خپلو استخباراتي ادارو،مذهبي او سیاسي پنډیتانواورسنیو ته دنده ورکړې ده چې، د افغانستان په خلاف له هرډول تبلغاتو کارواخلي او د نظامي حملو ترڅنګ باید تبلغاتي جګړه هم روانه وساتي.

له پاکستان سره په دې تبلغاتي جګړه کې زموږ د هېواد ځینو خاینو او وطن فروشو څېرو چې پاکستان ورباندې په کلونو کلونو سرمایه ګذاري کړې ده ، پوره برخه واخیسته او د پاکستان تبرته یې لاستی ورکړچې په افغانانو سم ګذار وکړي.

خبره واضیح ده ، پاکستان خپل اخېري کوششونه کوي ترڅو د خپلو راکټي حملو، تبلغاتو او غلامانو په مټ د دې موقع پیداکړي چې د دنیا له سترګو پټ، ترڅادر لاندې د خپل سیاسي شکست په زخمونوپټۍ کېـږدي.

د دې ټولو حقایقو په پس منظر کې ښکاري چې پاکستان له بدي ورځې سره مخ دی، لکه سړی چې په سره تبه کې له خوبه راپاڅي او په دې نه پوهېـږي چې څه وکړي.