افغان ځواکونه د پاکستان لخوا د جوړو سويو پوستو کنټرول ترلاسه کړ

Aziz Rahman Hazim | اپریل 19th, 2018


افغان ځواکونه په هغه پوستو کي مېشت سوي دي چي د پاکستان د حکومت له لوري د ډيورنډ پر کرښه جوړي سوي وې.

د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ کرښي ته څېرمه پاکستاني حکومت خپلي مورچلي جوړي کړي وې، خو اوس پکي افغان ځواکونه مېشت دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، په کومه سيمه کي چي دا پوستې جوړي سوي دي هلته وړاندي طالبانو شتون درلود، چي د همدوی په مرسته پاکستان دا کار کړی دی.

دوې ورځي وړاندي د ډيورنډ کرښي سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه چي پنځه پاکستاني ځواکونه پکي ووژل سوه او يو تن ژوندی ونيول سو، يوه ورځ وروسته افغان حکومت پاکستان ته دهغوی مړي او ژوندی اسير بېرته وروسپاره . هممهاله د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ ته  ګڼ شمېر افغان پوځيان ورسېدل او هلته يې  ډيورنډ کرښي ته څېرمه خپلي مورچلي جوړي کړې.

ډيورنډ کرښه چي يو تپل سوې کرښه ده او دوه متحد قومونه يې سره بېل کړي دي د کرښي دواړي غاړي دا غوښتنه لري چي دا کرښه له منځه ولاړه سي او ټول يو افغان ملت سي. خو د پاکستان حکومت تل هڅه کوي چي په سيمه کي د دواړو لوريو ترمنځ شخړي او ترپګنۍ رامنځ ته کړي ترڅو واحد قوم سره بېل سي.

د يادولو ده چي د کرښي دواړو لوريو ته د قومونو ترمنځ ځواکمني اړيکي او قوي فرهنګ ددې اجازه نه ورکوي چي دوی دواړه سره بېل سي.

Copyright Larawbar 2007-2024