کور / شعر / په خوست کې د چېنار دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

په خوست کې د چېنار دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د روان ١٣٩۷ کال د وري مياشتې په ۳۰ نېټه د خوست ولايت د ولایتي ادارې، اطلاعاتو او کلتور وزارت، فرهنګيانو ، د شعر او ادب مينوالو او په ټوله کې د ګڼو ځوانانو لخوا ددې ولايت د استاد حکیم ټنیوال په پارک کې د چېنار دودیزه کلنۍ مشاعره ونمانځل شوه.
د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر، له کابل څخه فرهنګي او علمي شخصیتونو، د ولایتي ادارې چارواکو، ګڼ شمېر شاعرانو، اديبانو، فرهنګيانو او د شعر او فرهنګ مينه وال په کې ګډون کړی.
په پیل کې د خوست مرستیال والي ښاغلي شېر باچا اورګوني د مشاعرې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چې د فرهنګ او ادب په ټاټوبی د یوې لویې کلنۍ دودیزې مشاعرې او د فرهنګي اوونۍ کوربه دی.
ده زیاته کړه، چې خوست په ورستیو کې د ادب او فرهنګ له پلوه د بډاینې د غوړیدا په حال کې دی او ولایتي اداره هڅه کوي، چې د فرهنګ او ادب په ګډوون د پوهنې او بیارغونې بهیر ته لا پاملرنه وکړي او د نثر، علمي څیړنو او زده کړو په برخه کې روان پرمختګونه نور هم ګړندي کړي.
هغه وویل چې شعر د شاعر هغه افکار دي، چې ولسونه اصلي موخو ته رسوي نو په کار دي، چې له دې افکارو سمه ګټه پورته شي او ټولنه خپلو ناخوالو ته متوجې کړي.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر پوهاند محمد رسول باوري د چېنار دودیزې مشاعرې او فرهنګي اوونۍ د نمانځلو له امله مبارکي ورکړه او ویې ویل چې ددې معنوي میراث د ساتلو لپاره چې په خوست کې هڅې روانې د ستایلو او همداشان باید دوام ورکړل شي.
ښاغلي باوري وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خوست د فرهنګپال ولس تر څنګ دی او خپل امکانات به ترې ونه دریغه وي.
له ویناوالو وروسته شاعرانو په خپلو شعرونو کې د تل پاتې شولې راوستو او ځوانان خپلو مسولیتونو ته متوجې کولو، د ګل او بلبل، خیال او حقیقتونو په اړه پیغامونه وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تیاتر د تمثلي پرچې د وړاندې کیدو تر څنګ د مشاعرې په بېلابېلو برخو کې يو شمېر شاعرانو خپل جوړ کړي نظمونه په ترانم هم وړاندې کړل، چې مشاعرې ته يې ځانګړې ښکلا وروبښله او د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره د خوست کلنۍ مشاعره ده، چې هر کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې جوړېږي او د هېواد د بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر شاعران، اديبان، فرهنګيان او د شعر او فرهنګ مينه وال په کې ګډون کوي.