کور / د ډيورنډ کرښه / هیڅ ویښ ضمیر ډېورند نه شي منلی

هیڅ ویښ ضمیر ډېورند نه شي منلی

بهشته ستانکزۍ

1893 زیږدیز کال و چې په پښتون یو موټي ولس کې د ډېورند توره او کرغېړنه کرښه تېره شوه. دې کرښې دوه وروڼه، یو کور او یو ولس جلا کړل، موخه څرګنده وه او هغه دا چې نور دغه ولس د نیواک ګر په وړاندې مقابلې ته ونه شي دریدلی. دغه کرښه هغه مهال په پښتون میشتو سیمو کې تېره شوه چې لا پاکستان د نړۍ په نقشه کې نه و.

یو څه چې څرګند دي، هغه دا دي چې دغه کرښه افغانانو ته رسمیت نه لري، نه یې درلود او نه به یې راتلونکې کې ولري، پښتون ژغورنې غورځنګ اوس هڅې پیل کړي چې پښتانه خپلو لومړنیو حقونو ته ورسیږي. قبایلي سیمې د پنجاب لخوا په قصدي ډول یاغيانو ته سپارل شوي، موخه څرګنده ده، پښتانه باید ورټل شي، وځپل شي، له تعلیم او زدکړو لرې کړای شي او پر ځای یې دغلته د ولس پرېکړې د ټوپک په شپیلۍ وشي. ښه ثبوت یې د ضرب عضب په نامه نمایشي عملیات و، د دې عملیاتو په نتیجه کې ګڼې کورنۍ د ډېورند کرښې دې غاړې ته را واوښتې، ټول خلک دې ځان پوه کړي، چې ډېورند یوه تحمیلي کرښه وه، رسمیت او اعتبار نه لري، هماغسې چې ختیځ او لویدیځ المان یو ځای شول، همداسې به یوه ورځ لر او بر پښتانه یو ځای کیږي.

د پنجاب پالیسي جوړونکي نور نه شي کولی خلک له خپلو حقونو بې برخې کړي، اوس خلک  نه غولیږي، تر هر څه مخکې خپل حق غواړي، د حق لپاره مبارزه د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو مبارزه وه. په افغانستان کې د نامسوولانه څرګندونو پر ځای چې د ډېورند کرښې په هکله بیانیږي، باید ملي ګټو ته پام وشي.

همدا اوس ویل کیږي چې طالبان په  نږدې سم نیمایی خاورې واک چلوي، آیا دا منطقي خبره ده چې دغه خاوره طالبانو ته پرېښودل شي، اوس که ډېورند هغه غاړه زمونږ تر کنترول لاندې نه ده، دا په دې مانا نه ده چې مونږ یې مالکان نه یو، مالکان یې یو خو رانه په زور نیول شوې او یوه ورځ به داسې وې چې زور ته به یې درېږو.

د ډېورند کرښې دواړې غاړې ته پراته ولسونه ګډ ژوند او ګډ درد لري، برخلیک یې سره تړلی دی، داسې نه شي کیدای چې یوه غاړه دې هوسا او آرام ژوند ولري او بله غاړه دې ناآرام او له کړاونو ډک ژوند.

د یوه ویښ ضمیرپرېکړه دا نه ده چې په حق یې که هر ډول تیری کیږي، دی دې څه نه وایي، د پښتنو په خټه کې دا  خبره نغښتې چې دښمني هم په نره کوي او دوستي هم په نره، خو کله چې  سیاست ته مخته شوې، مات شوي دي، نور باید د تاریخ دا ترخې تجربې تکرار نه کړو، خپل حق وغواړو که د زور له لارې وي او که په سیاسي طریقه وي.

څوک چې وایي، ډیورند کرښه نړیوال په رسمیت پيژني، یو دلیل دې راوړي چې دا کرښه حقوقي اساس لري، که یې داسې یو دلیل راوړ چې افغانان له دې کرښې تېر شوي، نو مونږ به دوه لاسي سلام وکړو او که داسې څه نه شي وړاندې کولی، نو دومره خبره دې وکړي چې خوله یې ګنجایش ولري.

د پاکستان د استخباراتو یو متقاعد جنرال نصیرالله بابر چې اوس دې نړۍ کې نشته، یو  وخت ویلي و چې په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا عمر سره د غرمې په ډوډۍ ناست وم او د ډېورند کرښې د په رسمیت پېژندو غوښتنه مې ترې وکړه، پوهیږئ چې هغه ته ملا عمر څه ویلي و، نصیرالله بابر یې په خپله ژبه وایي،(( ملا عمر راسره چلند کې د پښتنو د میلمه پالنې اصول مات کړل، ویې ویل اوچت شه او نه شي کولی چې په دې دستراخوان نوره ډوډۍ وخورې.))

نو هغو ته چې اصلا  یې ژوند له ډېورند سره هیڅ تړاو نه لري، سپارښتنه کوم چې دې برخه کې له غیر مسوولانه او غیر علمي خبرو ډډه وکړي، دوي ته وایم چې که یو څوک راشي او ستا په ملکیت خیټه واچوي، زور لري او ته نه شې کولی د هغه په ځواب کې څه وکړې، د حل لار څه ده، آیا پریږدې چې هغه ستا ملکیت ونیسي او همداسې ته ورته وګورې.

ډېورند یوه تحمیلي کرښه وه، هیڅکله به یې څوک نه اوس او نه هم راتلونکې کې ومني، افغانان په ځانګړې توګه پښتانه خو یې له لویه سره اصلا نه شي منلی ځکه د دوي خپل ملکیت، خپله سیمه او خپله ځمکه نیول شوې ده.