کور / تازه خبرونه / داعش وسله والې ډلې د کونړ ولایت په څلور ولسوالیو کې د مخابراتی شبکو پر فعالیت بندېز لګولى دى

داعش وسله والې ډلې د کونړ ولایت په څلور ولسوالیو کې د مخابراتی شبکو پر فعالیت بندېز لګولى دى

داعش وسله والې ډلې د کونړ ولایت په څلور ولسوالیو کې د مخابراتی شبکو پر فعالیت بندېز لګولى دى.

د کونړ د ماڼوګی ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ګوهرساپی رسنیو ته وویل چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغې ولسوالۍ کې ددولت وسله والو مخالفینو د مخابراتی شبکو پر فعالیت بندېز لګولى او خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه چې دا ستونزه د ماڼوګی ولسوالۍ سربېره په چپې درې ولسوالۍ کې هم رامنځته شوې او خلک اړ شوی چې د ټیلېفونی اړیکو لپاره نورو سیمو ته لاړ شی.

نوموړی له دولت او د مخابراتی شبکو له مسوولینو وغوښتل چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړی.

د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکى یاسرهم وایی چې له څو اوونیو راهیسې یې په ولسوالۍ کې ټیلېفونونه کار نه کوی.

نوموړى وایی چې وسله والو مخالفینو دغه شبکې بندې کړې دی، خو دا یې ونه ویل چې دا کومه ډله ده.

د کونړ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ رییس محمد مددزی وایی چې داعش وسله والې ډلې د په ماڼوګی، چپې درې ولسوالیو او د څوکۍ ولسوالۍ په دېوګل دره او همدارنګه د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د مخابراتی شبکو پر فعالیت بندېز لګولى دى.