کور / تازه خبرونه / د وسله والو ښخ سوی ماین پر ملکی کسانو چاودنه کړې

د وسله والو ښخ سوی ماین پر ملکی کسانو چاودنه کړې

کندهار امنیتی چارواکی وایې چی د وسله والو ښخ سوی ماین پر ملکی کسانو چاودنه کړې.

دکندهار امنیې قومندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال رسنیو ته وویل چی د ارغستان ولسوالۍ اړوند د بولان په سیمه کی د وسله والو مخالفینو له لوری ښخ سوی، په ځایی اوسیدونکو چاودنه کړې ده.

هلال وایې دوه تنه چی پر موټرسایکل سپاره ؤ، د لارې په اوږدو کی د سړک دغاړې ماین چاودنه پر کړې، چی په ترڅ کی یو کس شهید سوی او بل کس ژوبل دی.

د نوموړی په خبره ژوبل سوی کس پولیسو د درملنی لپاره روغتون ته لېږلی.

د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه دی ویلی،