کور / شعر / غزل

غزل

یوه شمعه دادب وی بلیدی به
صحافت کښی وی یو ستورئ ځلیدی به


دادب فضا په تا وله روښانه
شم لوګئ دی له نا مه صابر سلطانه


ستا دخولی او دزبان خوږي خبري
ودیوي ستا له زبانه ملغلري


تبسم دی هم خیسته وه دخندا نه
شم لوګئ دی له نا مه صا بر سلطانه


په ادب کی ډیر تکړه او زړور وی
وی بینا په علم فن کی بختور وی


وی مصدر دصفتونو دحیا نه
شم لوګئ دی له نا مه صابر سلطانه


دادب په ګلستان کی چی وسیږو
تل مدام به دی په نوم باندی ویاړیږو


دوفات دیهنګا مه وه له طوفانه
شم لوګئ دی له نا مه صابر سلطانه


سید با چا سید ته یاد په روز او شب یی
نښا نه دصحا فت دفن ادب یی


خو افسوس چی شوی جدا زموږ له میانه
شم لوګئ دی له نامه صابر سلطانه



د محمدعلی عمری راليږنه


مسلم باغ