کور / راپور / طالبانو خپل پسرلني عمليات اعلان کړه

طالبانو خپل پسرلني عمليات اعلان کړه

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره  سږني پسرلني عملياتو اعلان کړی دی.

د طالبانو لخوا په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي دا عمليات به په لومړي قدم کي امريکايي پوځيان او د هغوی استخبارات په نښه کوي او ترڅنګ به يې افغان ځواکونو باندي هم بريدونه کوي.

دا عمليات دالخندق په نامه نومول سوي دي.

له دې وړاندي د منصوري عمليات او له هغه وړاندي د عمري په نامه عمليات د طالبانو له خوا پيل سوي وه.

طالبانو ويلي دا عمليات يې پر بګرام د دوو توغنديو په توغولو پيل کړي دي.

په اعلاميه کي طالبانو د سولي وړانديز رد کړی دی او دايې د طالبانو د کمزوره کولو يوه هڅه بللې ده.

افغان ولسمشر د کابل پروسې په غونډه کي پر طالبانو له شرط پرته د سولي ږغ کړی وو او د دفتر د خلاصېدو وړانديز يې ورته کړی وو چي افغان حکومت به طالبان د يو سياسي ګوند په حيث ومني.

د سولي د وړانديز وروسته د طالبانو غبرګون نه وو ښکاره او افغان چارواکو ويل چي طالبان په خپلو منځو کي د سولي د وړاندي سوي طرحي په هکله خبري سره کوي.

بل خوا په سيمه کي د امرېکا د نوي ستراتېژي د اعلان سره د افغان او امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه زيات سوي دي . د امريکا دنوي  ستراتېژۍ د پلان  له مخي به طالبان په سيمه کي ځپل کېږي او د هغوی پر ملاتړي هيواد پاکستان به امريکا خپل فشارونه ډېروي.