کور / تازه خبرونه / د کابل‌ نیوز ټلويزيون خبريال عندالمنان ارغند وژل شوی دی

د کابل‌ نیوز ټلويزيون خبريال عندالمنان ارغند وژل شوی دی

د کندهار ښار په نهمه حوزه کې د کابل‌ نیوز ټلويزيون خبريال عندالمنان ارغند وژل شوی دی.

عندالمنان ارغند پخوا له خبريال ډاټ کام او لراوبرسره کار کاوه،له تېرې څه مودې راهيسې  يې له کابل‌ نیوز ټلويزيون سره له کندهاره د خبريال په توگه کار کاوه.

تر اوسه د ارغند د وژل کېدو په اړه نور جزيات نه دي ترلاسه شوي او نه هم د هغه د وژلو مسووليت چا منلی دی.