کور / #PTM / په کراچي کي د پښتون ژغورني غورځنګ ۹ کسان لادرکه سوي دي.

په کراچي کي د پښتون ژغورني غورځنګ ۹ کسان لادرکه سوي دي.

په کراچي کي د کيڼ اړخه ځوانانو سازمان وايي، په ياد ښار کي د لاريونونو وروسته د همدې سازمان نهه کسان لادرکه سوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين هم پر خپله فيسبوکپاڼه ليکلي، چي په کراچۍ کي ددوی د غورځنګ نهه ملاتړي نيول سوي دي او که دوی ژر راخوشي نه سي په ټوله سيمه کي به کاربنديز اعلان کړي.

تردې وړاندي هم پاکستاني پوليسو  په  لاهور کي د ياد غورځنګ څو مشران ونيول چي تر شپږ ساعته ځنډ وروسته يې بېرته خوشي سول.

پاکستان هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ په بېلابېلو نومونو تورن کړي او ددې غورځنګ د غونډو او لاريونونو پر وړاندي ستونزي جوړوي. خو پښتانه مشران وايي، دوی د خپلي ازادۍ لپاره ږغ اوچت کړی دی او هيڅ ډول غير قانوني کړني يې نه دي کړي.