کور / خبرتیا او پيغامونه / د عبدالمنان ارغند د شهادت په هکله د لر او بر ادارې د خواشينی پېغام

د عبدالمنان ارغند د شهادت په هکله د لر او بر ادارې د خواشينی پېغام

په ډېره خواشينۍ سره وايو چي عبدالمنان ارغند نن سهار په کندهار کي د نامالومو وسلوالو له لوري شهيد کړل سو.

عبدالمنان ارغند د خبريالۍ په سپېڅلې وظيفه کي يې  هيواد او ملت ته د خدمت کولو لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کولې او له دې لاري يې په هيواد کي د جګړې څخه د کرکي او سولي ته د لېوالتيا پېغام لېږداوه اوپه دې لار کي يې هر ډول ستونزي منلي وې.

نن خدای بخښلی ارغند هم  هغې بلا   وخوړی چي پر دې هيواد له کلونو کلونو راهيسته مسلطه ده، په هيواد کي دجګړو،  ورانيو او دربدريو  دې منحوسو او بدرنګه حالاتو کي د هيواد د باوجدانه، ويښو او هيواد مينو اشخاصو په څېر نن ارغند هم ځوانيمرګ سو .

ارغند د سولي ارمانجن وو او هيواد ته د امن او سوکالۍ د راتګ په پار يې د خپلي وظيفې څخه اعظمي استفاده کول.

ارغند ته دي خدای فردوس جنت ورځای کړي.

د لر او بر اداره  د خپل پخواني همکار او تکړه خبريال عبدالمنان ارغند  د شهادت غم خپل غم ګڼي او کورنۍ  ته يې د صبر جميل غوښتنه کوي او ددې دردونکي پيښي غندنه کوي.

د لراو بر اداره  د افغان حکومت او مسؤولينو څخه جدي غوښتنه کوي چي د ارغند قاتلين ونيسي او محاکمې ته يې راکش کړي.