کور / #PTM / په لاهور کي د منظور پښتين د وينا پښتو ژباړه

په لاهور کي د منظور پښتين د وينا پښتو ژباړه

ژباړن: تسل خان

«راو انور هیرو (اتل) و، خو عوامو ثابته کړه، چې راو انور ترهګر او نقیب الله مسید اتل و.

د را ټولو شویو خلکو د لاسونو پړاکه…

زموږ لومړنۍ غوښتنه ټول پاکستان ولیده او پایله یې را ووته.

زمونږ دوییمه غوښتنه، اوس هم په تلویزونونو کې ځي راځي، چې منظور ترهګر، ورور، پلار او ملګري یې ترهګر دي. تاسې خو نقیب الله مسید هم ترهګر باله خو کله چې عوام را پورته شول، خبره روښانه شوه.»

د منظور همدا خبره چې پای ته رسیده، نو د پښتون ولس شور هم ورسره زیاتیده او ده ویل:

«زموږ دوییمه غوښتنه د پشتون عام وژنه چې ده له عدالته به یې غواړو.

د پاکستان قانون وايي، هر هغه څوک چې غلطي کوي، نیول کیږي او ۲۴ ساعته وروسته محکمې ته معرفي کیږي. خو زرګونه پښتانه بغیر له دې محاکمه شي، وژل شوې دي او همدا د قانون ماتول دي، ځکه چې د قانون شپږمه ماده وايي: څوک چې قانون ماتوي او نه یې مني، نو هغوی غدار دي او دا ثابته شوه، چې ته (پنجاب) غدار یې.

وروڼو! په مختلفو لارو دوی خلک وژلي.

د شمالي وزیرستان یو ځوان خبره: د زوی/لور د پیدا ارمان یې و، ده ویل چې ډاکتر/ډاکتره ترې جوړوي.

یوه وجه حسین او بله وجهه حسن نومیده.

په ډیره خوارۍ یې پالنه کوله. یوه شپه دوی درس ویلو، ده کتلې، ورته خوشال و، چې له نږدې کیلې (پوځي ځای) د توپ مرمۍ را شروع شوې او د دوی په کور ولږیدې، چې داوړه یې ترې شهیدې کړې.»

د دوو جوړیدونکو ډاکترو په ویر د پښتانو شور پورته کیږي او منظور وړاندې ویل:

«د پوځ دروغ ثابت کړئ، درپخېل کلي د محسن داوړ دوی کلي ته ورشې او پوښتنه وکړئ. مونږ همدې لپاره د کلي، کوڅې او ځای نوم اخلو چې موږ هر څه پاک وایو او د دوی دروغ درته ثابتوو.

موږ ستاسې غوندې دروغجن نه یو.

ستاسې غوندې پلیت خلک نه یو، چې بې بنسټه تورنونه ولګوو.»

د ځوان منظور په همدې خبره موچي ګېټ میدان کې را ټول شوی ولس نارې پورته کوي. ورپسې منظور مخکې ځي:

«موږ رښتیني خلک یو. ځکه خو رښتیا هم وایو. دې ته ورته زرګونه پیښې شوې او خبرونو کې څه راځي؟
وايي: درپاخېل کې د پوځ بمباریو دومره او دومره ترهګر هلاک کړل!»

د ولس سوې نارې پورته شوې…

ځوان پښتون سالار وايي:

«د ماشومانو او میرمنو غوښې په یوه بوجۍ خښې کړو او دفن به مو کړې، سبا خبرونه وايي، چې له دریالسو زیات ترهګر مو ووژل، دا پیښه له کربلا پیښې هم دردونکې ده.»

ناست خلک اې ې ې ې، ناره پورته کوي.

د سرې ټوپۍ والا وايي:

«تاسې په میډیا فشار راوړی او ژبه مو ور بند کړه. بله یې ګوره، خلک یې جیلونو کې داسې ساتلي، چې هیچا ته یې معلومات نه کیږي.

بلال د خپل ګاونډي یونس خبره وکړه، بندي کړی یې و او مور یې لارو ته کتل. بلال بیخي بې ګناه و او بند کې یې چې دوه میاشتې تیرولې، کور یې ماشوم پیدا شو.

شپږ کاله وروسته یې کورنۍ ته د هغه د جېل ملاقات ورکړل شوه، نو کورنۍ غړو سره د ورغلي شپږ کلن ماشوم پوښتنه یې وکړه، چې دا زموږ کورنۍ کې څوک شو؟

پلار او ورور یې ورته وویل، چې دا ستا زوی دی!!!!

بلال د جېل دننه له خوشالۍ په ټوپونو او لړزا شو او شور یې کاوه، چې کله به بهر در وځم، چې غېږ ورسره بدله کړم!!!

دا نو هغه وخت دی، چې ټول ناست او ولاړ خلک خاموشه دي.

«بیا ۲۸جنوري، چې کله بلال پیښور ته لاړ او د سړک څڼدې شو، څه ورته ویل شوې وو.

مونږ ورته وویل، چې بلال څه خبره ده؟

هغه و ویل، لکي مروت مرکزي جېل بهر د خځلو په یو ټوپي مړی پروت دی، چې همغه ارمانجن یونس دی!»

د خلکو سره جوخت منظور خان هم احساساتي کیږي او لاندې خلک مخاطب کوي:

«اوس څه کوئ، د هغه ظالم سره ودریږئ او که د مظلوم سره!؟

ولس: مظلوم ته لاس ور کوو.

د ظالم تر څنګ ودریدل او که د مظلوم؟

ولس: مظلوم، مظلوم

مظلوم ته د لاس ورکړې هدایت چا کړی؟

ولس: محمد ص.

بلې، محمد ص، زموږ پښتونوالي او انسانیت را ته همدا ویلي.

موږ ستا په بدرنګ او چټله لار نه شو تلی!

درې، څلور مو دلته پر ستېج بیان کړې، خو زرګونه پیښې دي. زرګونه وروڼه، میندې او پلرونه په ماتو زړونه ژوند کوي.

ما ته مخامخ زموږ نږدې ټولګوال حمید دی، ورور کله ورک دی، پته یې نشته!

موږ ټول د همدې راغلي یو، د ولاړو خلکو منځ ځینه تشه چې وايي، دا د حق خبره مه کوئ!

ته څه مجبور کړی یې، چې زموږ د کلي مشران چې موږ ته د ګلانو غوندې ګران دي، په کومو چې زموږ کلی ښکلی و، چې کله یې هم د ظلام خلاف غږ پورته کړی، تاسې پرې ظلم کړی. مړه مو کړل او پر ځآی مو جعلي ملکان را مخکې کړل او اصلي جرګه مو له منځه یوړه.

د ښکته پښتانو غو غا پیلیږي.

منظور خان بیا وايي:

«او په دا کلیو کې مو هغه هم ځان سره کړل، کوم چې پاکستان زنده باد په ناره ژوندي دي.

تاسې خپله نفاق پیدا کوی، چې یو پښتون په بل پښتون»

دلته مظنور لږ غلی کیږي، لاندې خلک ورته وايي، حرامي یې وبوله خو دی د ټوکې په انداز ورته پتلون وايي او لاندې خلک خاندي او د یو ماشوم خندا پکې ښه درک کیږي.

منظور وايي:

«د ورک کړی شویو خلکو په اړه، زرګونه مو وړي او ورک کړي دي.

دوی سره نه قانون فکر دی، نه د کونډو او نه د انسانیت. په ورک کړیو پښتانو یې کاروبار کړی.

درې اونۍ وړاندې د مزاکراتو لپاره له یو لوړ پوړي چارواکي سره ناست وو، خبرې روانې وې او ده وویل، چې تاسې د ورکو شویو سړیو خبره پریږدئ!

موږ ورته وویل، چې دا کې خبره څه ده، چې ترې تېر شو.

ده وویل، چې کیدای هغوی بیخي موجود نه وي!

موږ چې را ووتو خپلو کې مو سره خبرې کولې، چې که چا لاسي څراغ هم بل کړی، وژلی یې دی.

خو وروسته قاضي را ته وویل، چې ستاسې هغه پښتانه وروڼه دوی خرڅه کړي دي!!!!!»

لاندې خلک لاسونه پورته او د شرم غږ کوي، یعنې پنجاب ته شرم په کار دی!

منظور بیا خبرې پیلوي:

«مونږ تر دې شریف خلک یو، چې درته وایو هغه مو په څومره خرڅ کړي دي، موږ به درته چنده وکړو او هغوی را وګرځوی، خیر دی موږ ته یې مه را کوئ، عدالت یې وسپارئ خو راپیدا یې کړئ.»

ولاړ خلک د (نر پشتون – منظور پشتون) نارې پیلوي.

منظور په نرم انداز واي: اوس رسنیو باندې ولې بندیز دی؟ جلسو باندې ولې بندیز دی؟

ولس: د دې شاته وردي (یونوفرم) دی او منظور وايي: «بالکل هم وردي» ده!

ولاړ ولس همدا ناره څو ځلې تکراروي.

منظور د علي رض یو روایت کوي:

«حضرت علي رض وايي، څوک چې ګناه کې یو قدم مخکې ځي نو خوند یې ورته ډیريږي، نو دوی ته هم په همدې وژنه او سړي غیب کولو کې ارام پیدا شوی.

موږ چې کله هم د وردي (یونوفرم) خبره کوو، دا هغه وردي ده، چې جنرالانو اغوستني ده او موږ همغه واکداران یادوو.

او د هغې وردۍ خبره کوو، چې د خرڅلاو واک لري.

د هغه وردي یادونه کوو، کومه چې د پوځ او طالب پالیسي جوړوي.

دوی یوازې خلک نه ورک کړي، بلکې له کورنو یې غلاوې هم کړي، د کور څاروي یې پټ کړي دي. د دوی فکر همدا ده، چې په غله او چور یې وګټي او له تقاعد وروسته په بهرنیو هیوادونو کې بنګله ولري او ارام د عیش او عشرت ژوند وکړی شي.»

د ماښامي تر څراغونو لاندې لاسونه پړکیږي او زوږ دی.

ځوان وايي:

«زه به تر هغې دا مبارزه مخته وړم، تر څو چې ستا هلته شته جایداد ګنګال شي او عدالت ته حاضر کړی شې. دغه جنرالان وايي، چې عوام سم دي خو دولت غلط دی، هغوی پر موږ شک کوي، چې خپله دوه تابعیت ولري.»

ناره: نر پشتون – منظور پشتون

نر پشتون وايي:

«پته نشته، چې دوی به ژوند د شرم په نوم ټکی اوریدلی وي او کنه؟»

ولس همدا نوې ناره وايي: شرم – شرم (مقصد د پنجاب حکومت ته شرم پکار دی.)

د وردي ولا ناره هم ویل کیږي.

منظور پشتین مخکې وايي:

«د ټول وژنې لپاره مو د کمیټې جوړولو غوښتنه کړي.

 ښاغلی برګدیر صاب، ستا زوی (اې، پي، اېس) شهید کړو او زموږ غورځنګ به ستا او د نورو بچیانو لپاره انصاف غواړو.»

ولس د خپل مشر خبرې په شور او شپیلیو بدرګه کوي.

نو دی بیا وايي:

«وروڼو! څو ورځې وړاندې د (اې، پې، ایس) افسر مور او پلار سره مې لیدنه وه، که رښتیا ووایم، خبرې حیرانونکې وې، له اوریدو وروسته مې فکر کاوه، چې ما بیخي څه اوریدلي نه دي!!! د هغه پلار ویلې، هغه چې خپله یې هم وردي اغوستې وه. هغه ویلې، چې خپل زوی راته زنګ وکړ، چې زه ورسره خبرې وکړم.

پلار ویل، چې وردي کې دننه ورتلم، خو یو پوځي را غږ وکړ، چې ودریږه!

ته دننه نه شې تللی!

هغه ویلې، چې اوویشت میله لرې زما زوی د بابا بابا سورې اوریدل کیدې او له هغه وروسته زما د زوی اواز خاموش شو.»

شور…..

منظور پاتې کیسه کوي:

«پلار یې ویل، چې زه دروازې دننه ور پریښودم او نه یې هغه ته د را نږدې کیدو اجازه ورکوله!

دا چې څلور زره خلک خرڅولی شي، نو هر څه کولی شي!»

ناره: نر پشتون – منظور پشتون

له دې کیسې وروسته منظور خان وايي:

«هر ځای کې چې ظلم کیږي، نو خلک راپورته کیږي، خو زموږ د شهیدانو وینې پر سرکونو او دیوالونو خښې شوې او هیڅوک را پورته نه شول.

هغه یو شعر دی: ستا په وینو خو دنیا اوښکې باران کړې – زما وینې شوې وچې خلک خاندي

دلته د پاکستاني میډیا یادونه هم کوو، که ورته احترام ورته کوو خو دا هم وایو، چې ښه منافقت کوی»

د موبایلونو رڼاګانو ته ولس هم ناره کوي: شرم – شرم – شرم

منظور بیا د خپل قوم په اړه وايي:

«دا د امن والا خلک دي، دا تا ته کله هم څه نه وايي. کله  چې پي ټي ایم نه پوښتنې کوې داسې پوښتنې کوي، چې د دوی د ګرم کیدو ثبوت کړي او د مخالفینو د خولې خلاصولو کوښښ کوي. موږ ټولې مکارۍ پیژنو.

په لاهور او پنجاب کې چې په محصلانو کوم عریضې کیږي، د هغه بندول غواړو او ژر یې غواړو.»

همدا غوښتنه په شور بدرګه کیږي.

منظور د یو محصل کیسه پیلوي:

«دا اوس، اوس یو زده کوونکې ته د (ای، اېس، ای) له طرفه یو خط راغلی، چې یوه مرمۍ پرې چاپ شوې»

ولس د شرم ناره ښه په زور پورته کوي او د ای، اېس، ای ماشومه کړنه باندې خاندي.

همدا کیسه داسې بشپړوي:

«ورته لیکلي یې دي، چې دوییم ځل لپاره به درسره ګورو! اې، یوه خبره واورئ، هر څه چې کیږي، کیږي به. که د امن لښکر کوم بل پلو روان شو، خبره خرابیږي.»

ډک زړه ولس د خپل ځوان مشر همدا تر ډیره په غږونه تکیه کوي او څو شیبو لپاره منظور خبرې نه کوي، همدا شور اوري.

منظور غږ کوي:

«موږ ډیر د امن والا خلک یو، خو دا مه هیروه، چې موږ ځوانان یو او ځوانانو کې حوصله کمه وي.

که د ظلم پر وړاندې یو ځل هم را پورته شوو، نو په خدای قسم چې بیا موږ د خپلو سرونو پروا نه کوو.»

ولس په دې خبره تر دې خوشالیږي، ته وا اوس یې ایله د دوی د زړه خبره وکړه، ملامت ندي، پښتانه کله هم چا سره د حساب کتاب اوږده بحثونه نه کوي او خبره خلاصوي.

منظور بیا وايي:

«بیګا چې د پنجاب پولیسو کوم غلام عمل کړی، زه وایم، ته غدار یې! ته حاکم یې! ته بقا یې!

خو موږ غلامان یو! محکوم یو! زموږ سره هیڅ څه نه شته، مګر وخت به راشي د دې شپې عمل (د دوی کسان یې نیولي وو) بدله به اخلو.

او هغه وخت لرې نه دی، را نږدې دی، چې څومره او چیرته ظلم کوې، ګڼه یې او حساب یې کوه، داسې نه چې بیا وايي، زیاتی دې راسره وکړ!»

د ولس له شوره ښکاري، چې له پنجابه یې حساب اخیستو ته ډیره بیړه ده.

منظور په لاس پنجاب مخاطبوي:

«ستا د حیدر اباد د سین پولیس د راو انور زامن، د روا انور په فرمایش د حیدر اباد پریس کلپ مخې ته زموږ د ملګرو پر لاریون تشدد کوي او نیول یې اوس هم جاري دي.

د موبایل رڼاګانو لاندې ولس یو وار بیا پر پنجاب د شرم نارې وهي.

منظور دوی په وروڼو مخاطبوي: «په یاد ولرئ، چې موږ د جلسو اعلان کړی، خو داسې هم نه چې یوازې به جلسې روانې وي، که دوی څومره په سختۍ مخکې راځي، ځواب کې به یې موږ هم همداسې له سختۍ کار اخلو. دلته یو څه رانه هېر دي. تسل»

څڼور پښتان د مشر د هرې خبرې هرکلی په شور کوي.

شور…

منظور وايي: «د جنوبي وزیرستان کې دوه ورځې وړاندې زموږ د غورځنګ په ملاتړ جلسه وشوه، اوس همغه ځای کې چاودنه شوې، فکر کوم یو پوځي پکې وژل شوی. خو دوی د جلسې والا ټول ونیول او څیړنې یې ترې پیل کړې.»

نوی شعار (شرم) بیا ویل کیږي.

مظنور مخکې وايي: «موږ عادي فوجیانو ته وایو، چې د دغه جنرالانو خبرې مه منئ، ځکه دوی څلور زره انسانان خرڅولی شي، نو تاسې هم د خپلې لوبې لپاره قرباني کولی شي. په دې لوبه کې زموږ سره برابر تاسې هم وژل کیږی، له امره یې انکار وکړئ!

یو بل اعلان هم کوو، دا مردارې اوبه څه دي، (پولیسو د شپې موچي ګېټ میدان باندې خوسا اوبه ورخوشي کړې وې، په دې طریقه یې د جلسې مخه نیوله.)  د مردار ذهن والا خلک همدا کار کولی شي.

صاف خلک صاف کارونه کوي. اوس یې بیا د تشنابونو اوبه را خلاصې کړې، ورته ووایئ، چې ستاسې مردارې اوبه موږ نه شي پلیتولی.

موږ به د پاکستان قانون مطابق دا ثابتوو، چې غدار څوک دی. د پاکستان قانون ۱۹مه ماده وايي، چې خلک د خبرو کولو ازادي لري. د قانون ۶ږمه ماده بیا وايي، چې قانون ماتونکي غدار دي. نو دغه جنرالانو څو څو وارې قانون مات کړی؟ معلومه شوه چې ته غدار یې هغه هم قانون ثابت کړی شوی غدار. د شناختي کارډ مسلې حل کول غواړو. لاهور کې یو مشر له زموږ سره د همدردۍ په تور له دندې لر کړ، موږ ده ته سلام کوو. ۲۹ به سوات کې جلسه کوو. بله جلسه هغه ورځ کوو، په کومه چې د پرویز مشرف لاسونه د عوامو په وینو سره شول، دا جلسه ۱۲ مۍ کوو، کراچۍ کې یې کوو.

میډیاوالا تاسې موږ نشئ درک کولای ځکه پنځلس کاله پیښدیل یو څه خو تاسې اوریدل بل څه او اوس خو ستاسې رسنۍ څوک ګوري هم نه، ټول فسبوک ګوري. د لاهور پښتانو! که مسله درته پیښه شوه، نو ان شا‌الله بیا لاهور ته راځو. هغوی به یوازې تاسې جیل ته نه وړي موږ به هم درسره وړي او د لاهور له اوسیدونکې خواست کوو، چې تاسې سره شي.»

د هندي فلمونو ګټه دا شوه، چې ماته ګوډه ژباړه مو پرې وکړی شوه.

په ټوله پښتنه مینه

تسل خان