کور / سياسي / شپږمې ټاکنې؛ د خلکو او هېواد لویه آزموینه

شپږمې ټاکنې؛ د خلکو او هېواد لویه آزموینه

ليکنه: زمان ستانکزی

د نوي نظام تر جوړېدو وروسته چې اساس یې د جرمني بن کې کېښودل شو، د خلکو هیلې دا وې چې ورو ورو به له ستونزو خلاصی مومي، د  خلکو  د هېلو مطابق ګامونه پورته شول خو نیمګړتیاوې ډېرې وې او لا شته دي. که له یوه سره ووایو چې حکومت خپلو چارو کې سل په سلو کې بریالی و، دا به لویه مبالغه وي او که ووایو چې نه ستونزې  بیخي ډېرې دي دا هم ښکره ور دروغ دي.

 هېواد د لسیزو جګړو  اور کې سوځي او لا هم دغه حالت دوام لري، که دا ډول حالت  له افغانانو پرته په هر بل ملت راشي، په حقیقت کې به نړۍ کې تس نس شي، خو دا افغانان دي چې په یوه لاس کې یې توره نېولې، له بې رحمه او وحشي دښمن سره مقابله کوي او بلخوا د پرمختګ لپاره هڅې کوي.

نوي نظام کې د ولسمشرۍ لپاره درې ځلې ټاکنې وشوې، دا راز د ولسي جرګې د وکیلانو د ټاکنې لپاره هم دوه ځله ټاکنې وشوې،  پنځه واړه دا ټاکنې د حامد کرزي په واکمني کې شوي چې د درغلیو خبرې په هرو ټاکنو کې ډېرې بیانېدې، خو د ولسمشرۍ لپاره درېیمې ټاکنې چې دوهم پړاو ته ولاړې، تر ټولو جنجالي هغه وې چې دري نویم کال کې تر سره شوې.

په تېرو ټاکنو نه غږېږو غواړو د هېواد شپږم ځل ټاکنو باندې  بحث وکړو، آیا دا شونې ده چې شپږمې ټاکنې تر سره شي او که شونې ده، نو څه باید تر سره شي؟

د تلې اته ویشتمه د افغانانو لپاره بله لویه آزموینه

د هرې ورځې په تېرېدو سره دې ورځې ته ور لنډېږو، کومه ورځ چې په کې دا معلومیږي چې د ولسی جرګې وکیل یې څوک دی.

دې ټاکنو کې د ولسوالیو شوراګانو استازي هم ټاکل کیږي څه چې تېرو ټاکنو کې نه دي شوي او دا لومړی ځل دی چې دغه کار کیږي، په دې سره به د مشرانو جرګې ترکیب هم قانوني بڼه خپله کړي، څه چې مهم دي، هغه د ټاکنو سلامتیا ده، ښه نو څه باید وکړو او څه باید تر سره شي، چې دغه هدف تر لاسه او د افغانانو له تندي د فساد او درغلیو تور داغ لرې شي.

د امریکا په مرستو د څار ځانګړې ادارې رییس همدا څو ورځې مخکې ولسمشر غني ته وویل چې د ټاکنو له بهیر سره د نړیوالې ټولنې مرستې باید په هغه ډول چې ښایی مصرف شي، جان ساپکو ویلي چې دغه پیسې باید په ټاکنیزو کمپاینونو کې ونه لګول شي. دا تر ټولو مهمه مساله ده، ټاکنې باید هر اړخیزې، رڼې او عادلانه وي، په هغو سیمو دې هم جدي فکر وشي، چې ناامنه دي او شونې نه ده چې ټاکنې په کې تر سره شي، د هغو سیمو وکیلان په هره توګه چې کیږي، ولسي جرګې ته دې لار پیدا کړي، نه غواړو چې هغوي فراشوتي راشي خو دا هم نه غواړو چې د دې سیمو حق تر پښو لاندې شي.

حکومت دې د ټاکنو خپلواک کمېسون له مسوولینو سره په ګډه هڅې وکړي څو خلک ټاکنو کې پراخ ګډون وکړای شي، دغه موخه هغه مهال  شونې ده چې امنیتي ساحه پراخه شي، کابل او نور لوی ښارونه کلابند دي، د کلیوالي سیمو حالت ډېر خراب دی، دې ورځو کې د کابل ګاونډ کې د لوګر محمداغې ولسوالۍ تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې ده، دغلته وسلوالو مخالفیتو حتی د  مخابراتي شبکو انتنونه سوځولي او مخابراتي چارې په ټپه ولاړې دي، داسې یوه وضعیت کې ټاکنې نه شي کیدای او که کیږي درغلي به په کې دومره ډېره وي چې په پخوانیو ټاکنو به شکر وباسو. په هر حال هېواد له لویې آزموینې سره مخامخ دی، دې آزموینه کې به افغانان هغه مهال د بریالیتوب پارچې تر لاسه کړي چې یو موټی وي، خپلمنځي ستونزې حل کړي، نورو ته زمینه برابره نه کړي چې په برخلیک یې لوبې وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه چې کاغذي پیژندپاڼو کې سټیکر لګوي، تر یوه بریده  ټاکنو کې  د احتمالي درغلیو مخه نیولی شي، خو دا په دې شرط چې د وګړو د ثبتولو د احوال اداره له داسې میکانیزمونو کار واخلي چې یو کس ونه توانیږي له یوې تذکرې ډېرې واخیستی شي، که څه هم د دې ادارې کاري پروسیجر پیچلی دی او دا به سخته وي چې یو څوک دې څو کاغذي پیژند پاڼې واخلي، خو دې لار کې نورې هڅې په کار دي. د تلې اته ویشتمه له هر پلوه برخلیک ټاکونکې ورځ ده  د دې لپاره چې حکومت سیاسي او ملي مشروعیت او باور پیدا کړي، د ټاکنو بریالیتوب ته دې سر له اوسه د اړوندو ادارو تر څنګ خلک او مدني فعالان هم هڅې وکړي.