کور / #PTM / منظور پښتين: خپلو سيمو ته امن راوستل زموږ کار دی

منظور پښتين: خپلو سيمو ته امن راوستل زموږ کار دی

تېره ورځ په خيبر ايجنسۍ کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين د پښتنو د قومي مشرانو سره وکتل، په دې کتنه کي چي د پښتنو قومي جرګه نوم ورکول سوی دی منظور پښتين او نورو مشرانو خبري وکړې.

منظور په خپله وينا کي وويل، د پښتنو سيمو ته امنيت راوستل زموږ کار دی او پردي دا کار نه کوي، هغه زياته کړه، نن چي د نړۍ خلګ د پښتنو په هکله ږغېږي دا زموږ خپلي هڅي او خپلمنځي يووالی دی، د پردو ښه سړيتوب نه دی.

پښتين دا هم وويل چي د پښتنو پر سيمو چي څومره ظلم سوی دی ساری نه لري.

د پښتون ژغورني غورځنګ وروسته ترهغه راپيل سو چي په پښتون مېشتو سيمو کي د پنجابي حکومت له لوري ظلمونه اوج ته ورسېدل، په زرګونو پښتانه ووژل سوه او په زرهاوو نور تراوسه لادرکه دي.

د منظور پښتين په مشرۍ دا غورځنګ په کوټه، پېښور او لاهور کي ستري غونډي وکړې چي په لسګونو زره پښتنو پکي ګډون کړی وو. په پلان کي ده چي د غورځنګ بله غونډه به په کراچي کي کېږي.