کور / راپور /  کرېکټ نړيواله اتلولي: د افغانستان لومړنۍ لوبه له اسټراليا سره ده

 کرېکټ نړيواله اتلولي: د افغانستان لومړنۍ لوبه له اسټراليا سره ده

د کريکټ نړيوالي شورا د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام سياليو د لوبو د مهالوېش له مخي چي تازه اعلان سوی دی افغانستان به  خپله لومړنۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا لوبډلي سره  په برېسټل ښار کي کوي.

د نړيوال جام دا سيالۍ د ۲۰۱۹ کال د مي مياشتي پر دېرشمه پيلېږي او لومړۍ لوبه د انګلستان او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ ده.

د نړيوال جام په دې سياليو کي لس لوبډلي شتون لري چي ټولي به يو دبل په وړاندي سره لوبېږي.

افغانستان به هم په دې سياليو کي د ۹ لوبډلو سره مخ کېږي.

په دې سياليو کي يوه ترټولو مهمه لوبه چي د هند او پاکستان ترمنځ ده د جون مياشتي پر ۱۶ نېټه په مانچسټر ښار کي ده.

افغانستان به د نړيوال جام په سياليو کي د لاندي لوبډلو سره لوبېږي:

۱جون – د اسټرالیا سره په  برېسټل ښار کي

۴ جون – د سريلانکا سره په کارډېف ښار کي

۸ جون – د نيو زيرلنډ سره په ټاونټن ښار کي

۱۵ جون – د سویلي افریقا سره په کارډيف ښار کي

۱۸ جون – د انګلستان سره  په مانچسټر ښار کي

۲۲ جون – د هند سره  په ساوت همپټن ښار کي

۲۴ جون – د بنګله دېش سره  په ساوت همپټن ښار کي

۲۹ جون – د پاکستان سره په لیډز ښار کي

۴ جولای – د وېسټ انډيزسره  په لیډز ښار کي