کور / راپور / د فرانسې ولسمشر: د ترهګرو مالي سرچيني بايد وچي سي

د فرانسې ولسمشر: د ترهګرو مالي سرچيني بايد وچي سي

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په فرانسه کي د نړيوالي غونډي په اختتاميه کي ويلي، بايد د ترهرګرو د مالي سرچينو په له منځه وړلو کي همکاري ډېره سي او په دې برخه کي  زيات شفافيت رامنځ ته سي.

نوموړي هغه لاري چاري واضح کړ ې چي په وينا يې د ترهګرو سره د مرستي مخه نيولای سي. د هغه په خبره ترهګرو ته د چندو د ورکړي اود هغه مرکزونو يادونه وکړه چي جعلې خيراتونه راټولوي او ترهګر په تمويلوي.

ماکرون هغه حکومتو ته  هم  اشاره وکړه چي د ترهګرو د ځپلو په وړاندي کمزورتيا ښيي او په دې برخه کي قوي اراده نه لري، نوموړي غوښتنه وکړه چي د ټولو هغه بنسټونو او اشخاصو پانګي دي کنګل سي چي د ترهګرو سره په مرسته ککړ دي.

هغه په خپله وينا کي زياته کړه چي د ترهګرۍ ستونزه ژر نه سي حلېدلای، القاعده او داعش به په راتلونکي کي هم بېګناه خلګ ووژني او هيوادونه به بې ثباته کړي.

د پاريس له غونډي وړاندي ماکرون امريکا ته تللی وو او هلته يې هم د امريکا د ولسمشر ټرمپ سره  د ترهګرۍ ځپلو په هکله خبري کړي وې، نوموړي هلته ويلي وه چي د هغه ادارو سره دي مرسته زياته سي چي د ترهګرۍ د مالي سرچينو په وچولو کي هلي ځلي کوي.

سختدريځ وسلوال د بېلابېلو لارو تموېليږي، پاکستان چي په دې برخه کي شهرت لري د نړيوالي ټولني په ليست کي د ترهګرو ملاتړي هيواد په توګه پېژندل کېږي چي د ترهګريزو ډلو مالي ملاتړ کوي او هغوی ته  يې په خپله خاوره کي يې پناه ورکړې ده.