کور / #PTM / منظور پښتين: پوځ شمالي وزيرستان ته طالب مشران راوستي دي

منظور پښتين: پوځ شمالي وزيرستان ته طالب مشران راوستي دي

منظور پښتين وايي، پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کي طالب مشران ميشت کړي دي او په خواله رسنيو کي دا اوازې تودې سوي چي په سيمه کي ځيني سيمي پاکستاني پوځ طالبانو ته سپارلي دي.

شمالي وزيرستان چي د محکوم وطن يو ځپل سوې سيمه ده، وړاندي طالبانو او القاعده ډلي خپل د روزني مرکزونه پکي فعال کړي وه چي وروسته په ۲۰۱۴ کال کي پاکستاني پوځ د ضرب غضب په نامه عمليات پيل کړه او په زرګونو پښتانه يې د ترهګرو په تور ووژل او په لسګونو زره يې د ځان سره بوتلل چي تراوسه لادرکه دي. په دې عملياتو کي د سيمي ولسي وګړو ته درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل .

خو نن بيا پاکستاني پوځ همدې سيمي ته طالب مشران راوستي دي او د سيمي کنټرول يې دوی ته ورکړی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپله فيسبوکپاڼه ليکلي دي، چي د مرکزي حکومت په مشرۍ يوځل بيا د طالبانو مشران په ميرعلي او ميرانشا کي مېشت سوي دی.

منظور پښتين په خپل پوسټ کي د شمالي وزيرستان په سيدګۍ سيمه کي د وړمي شپې د بريد غندنه کړې ده او ويلي يې دي چي داډول بريدونه په داسي سيمو کي کېږي چي هلته يواځي د پاکستاني پوځ واک سته او بله هيڅ وسلواله ډله شتون نه لري.

وړمه شپه په سيدګۍ سيمه کي د واده پر مراسمو د لاسي بم بريد وسو چي درې کسان يې ووژل او ۳۴ نور يې ژوبل کړه، د همدې پيښي پړه هيڅ وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.

د کارپوهانو په باور پاکستان له دې لاري غواړي چي يوځل بيا د پښتنو پر سيمو د عملياتو لپاره لاره هواره کړي او د پښتنو سيمي د ترهګرو په نومونو ونوموي، ترڅو د پاکستان حکومت خپلو کړنو ته په سيمه کي مشروعيت  ورکړي.