کور / د ډيورنډ کرښه / په کوټه کي درې هزاره توکمه وګړي وژل سوي دي

په کوټه کي درې هزاره توکمه وګړي وژل سوي دي

نن د کوټي پر سيدجمال الدين افغان سړک باندي نامالومو وسلوالو دوه تنه هزارګان په ډزو وژلي او بريدګر له سيمي تښتېدلي دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي محمد علي او جعفر چي دواړه د يوې کورنۍ غړي وه پر خپل دوکان ناست وه چي وسلوالو ورباندي ډزي وکړې او دواړه يې ووژل.

دپيښي پړه تراوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

په دې وروستيو کي کوټه د ګڼو هدفي وژنو شاهده وه چي ترډېره پکي مذهبي اقليت په ګوته سوي دي.

په پاکستان کي ځيني سختدريځه ډلي مېشت دي چي په پښتونخوا او کوټه کي د ګڼو بريدونو پړه پر غاړه اخلي، يادي ډلي چي د پاکستان د حکومت ملاتړ لري د نړيوالو له لوري ترهګري ډلي نومول سوي او له پاکستانه يې غوښتي چي ددغه ډلو پرضد ګام پورته کړي او د هغوی له ملاتړه لاس واخلي.