کور / شعر / نظر

نظر

پوه نه شوم ژوند وه که اجل نظر
په زړه مې مېشت شو لکه خپل نظر


د خدای لپاره ياره مړ به مې کړې
پام چې را و نه ګورې  بل نظر


نور د خوارانو خونې مه ړنګوه
ياره قابو دې کړه قا تل نظر


زړه جوړ بلبل شي او سندرې بولي
چې ګورې ښکلی لکه ګل نظر


زړګی ټپي شي ځيګر څړيکې کوي
يوځل چې خښ شي په ګوګل نظر


ف. ث ډالۍ کړ خپل زړګئ نظر ته
ستايي به اوس په هر غزل نظر