کور / سياسي / افغانستان د مسالې سيمه یيز حل لپاره د حنيف اتمر هڅې

افغانستان د مسالې سيمه یيز حل لپاره د حنيف اتمر هڅې

لیکنه امین الله ځواک

کلونه کيږي دلته جنګ روان دی، وژنې کيږي، وحشت کيږي، افغانان د افغانستان کاڼي او بوټي د سر او مال تاوان کوي خو ګټې يې نورو ته رسیږي.

د افغانستان په بربادۍ کې نور د آبادۍ خوبونه ويني. افغان حکومتونو تر خپلې وسې د دې ستونزې د حل لپاره منډې وهلې دي خو هغسې چې تمه کېده؛ څه نه دي شوي؛ ځکه چې د مسالې د حل لپاره اساسي لار نه ده پيدا شوې.

دلته تل په وړو فکتورونو فکر شوی دی او د ستونزې اساسي حل شاته پاتې شوی دی. دلته تل د جنګ د وسيلې (وسله والو مخالفانو) سره د مبارزې لپاره يو اندازه کار شوی دی؛ خو دا چې وسله وال مخالفان يوازې د جګړې وسیله ده او د جګړې اصلي لوبغاړي نور دي، د دوی د قناعت لپاره اساسي کار نه دی شوی.

 اوس د تيرو تجربو او اوسني وخت کې د نړۍ د سيالو هيوادونو د موخو په درک سره داسې وړانديز کيږي چې د افغانستان د مسالې د حل لپاره سيمه یيزه همکارۍ ته اړتيا ده؛ ځکه چې دلته جنګ اوس نړيوال شوی دی او لکه څنګه چې يې ګټې نورو ته رسيږي؛ نو همداسې يې سياسي زيانونه هم نورو رقيبونو هيوادونو ته متوجه دي.

که څه هم په افغانسان کې د روانې جګړې او حالت د سر او مال زيان افغان ولس ته اوښتی دی او لا هم دا پروسه روانه ده چې په افغانسان کې ښکلېل رقيب هيوادونه هم له دغه اور څخه په امان کې نه شي پاتې کيدلی. د افغانسان په مساله کې ښکېل هيوادونه که چېرته بې تفاوتي وکړي نو دلته دغه اور به یې تر لمنې ورسیږي.

 اوس د افغانستان د ستونزو حل يوازې او يوازې په سيمه یيزه همکارۍ او د سيالو هيوادونو ته د قناعت په ورکولو کې ده او د دغه کار لپاره په وروستيو کې د افغانسان د ملي امنيت د شورا سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر ملا تړلې ده.

 اوس محمد حنيف اتمر په دې هڅه کې دی چې د افغانستان په مساله کې د ښکېلو هيوادونو، هغوی چې تر ډېره د افغانستان په بهرني سياست کې د انډول د نه مراعات کولو له امله زيانمن شوي دي، د همدغو هيوادونو د قناعت حاصلولو لپاره د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار مټې رابډوهلي دي. دی هڅه کوي چې سيال هيوادونه لکه امریکا او روسيه، چين او امريکا، امريکا او ايران، پاکستان او هندوستان، هندوستان او چين یادیو هېوادونو ته نوموړی په دې ورستيو کې بېلابېل سفرونه درلودل چې ورستی سفر يې په روسیه کې د سوچي د نهمې امنیتي غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له امنیتي چارواکو ليده کاته يادولی شو. په دې سفر کې نوموړي د پاکستان، روسیې، ایران، قزاقستان، بلاروس او یو شمېر نورو هېوادونو له امنیتي چارواکو سره کتلي دي او ورسره په سیمه ‌ییزې امنیتي همکارۍ او پر یو شمېر نورو مسایلو غږيدلی دی.

 د ملي امنيت د شورا د وياند په وينا په دې لیدنو کې عموماً په سیمه کې د شته امنیتي او تروروېستي ګواښونو پر څرنګوالي باندې خبرې وشوې، د ترورېستي ګروپونو او نشه ‌يي توکو د قاچاق کوونکو او تولیدوونکو او په ټوله کې د سازمان شویو جرمي او اقتصادي جرمونو په اړه د دې هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر ایجاد باندې خبرې اترې وشوې.

دغو هيوادونو سره د اتمر ليده کاته ځکه اړين دي چې دوی فکر کوي چې په افغانستان کې نشه ‌يي توکي د ترورېزم دغه نوې بڼه د دوی امنیت تهدیدولی شي، دلته د داعش موجوديت د ټولې سيمې لپاره يو ستر ګواښ دی او ښاغلي اتمر به ټولو اړخونو ته قناعت ورکړی وي چې په افغانستان کې روان بل شوی اور د دوی تر لمنو هم رارسيدلی شي. پس اړينه ده چې دوی يې په ګډه د مخنيوي لپاره صادقانه همکاري وکړي او د افغانستان لاسنيوی وکړي.

 د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار د خپل له دغې سفر وړاندې جرمني ته سفر کړی و او د جرمني له حکومت سره د افغانستان د سولې او جنګ په اړه خبرې کړې وې. جرمني ته د اتمر سفر ځکه ګټور دی چې له يوې خوا څه وړاندې افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې یو جرمنی تبعه د طالبانو د بم جوړولو پر یوه مرکز د حملې په ترڅ کې ونیوه او بلې خوا په جرمني کې نوی حکومت رامنځته شوی دی. اړينه ده چې افغان حکومت بايد له جرمني له نوي حکومت سره په دې اړه خپلې اندېښنې شريکې کړی وای.

همداراز د ملي امنيت شورا سلاکار د افغان ـ هند د اړیکو په ژورولو کې هم پراخ رول درلودلی دی. نوموړي هندوستان له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته چمتو او د هند سره یې عملي دوستي رامنځ ته کړه. له چين سره د افغانستان په اړيکو تودولو او په اقتصادي پروژو کې د چين د ليوالتيا پيدا کولو کې يې مهم رول ادا کړی دی. نوموړي چې چين ته سفر درلود په دې سفر کې يې په افغانستان د چین باور زيات کړو او نوموړی هيواد یې له افغانستان سره هراړخیزو مرستو ته چمتو کړ. پايله دا شوه چې بلاخره تېره ورځ هند او چين چې خپل منځ کې کلک سيالان دي؛ دواړو د افغانستان په مساله کې د ګډې مرستې ژمنه وکړه. په ټوله کې ويلای شو ښاغلی اتمر د افغانسان د مسالې د حل اساسي لوبغاړی دی چې وروستۍ هڅې يې د ستايلو وړ او ولس ته هيله ورکوونکې دي.