کور / راپور / امريکايي رسنۍ: د اسرائيلو او ايران ترمنځ د جګړې احتمال سته

امريکايي رسنۍ: د اسرائيلو او ايران ترمنځ د جګړې احتمال سته

د ان بي سي خبري اژانس د  درو امريکايي چارواکو په حواله  ويلي چي اسرائيل پر ايران د حملې تياری نيسي او په دې برخه کي د امريکا مرستي ته سترګي پرلاره دي.

دغه امريکايي چارواکي چي نومونه يې نه دي په ډاګه سوي ويلي، چي د سوريې د حماة په ولايت کي د اسرائيلو هوايي بريدونه چي پکي لسګونه  ايرانيانو ته مرګژوبله واوښتل ددې نښي دي چي د اسرائيلو او ايران مخامخ جګړې ته لاره هوارېږي.

خو پرون د اسرائيلو لومړي وزير چي د ايران  د اټومي وسلو د پروګرام اړوند يې خبري کولې د ايران سره په جګړه کي ښکېلېدل يې ليري وبلل.

دا څرګندوني يوه ورځ وروسته ترهغه ‎را مخي ته سوي دي چي يوه ورځ وړاندي د اسرائيلو لومړي وزير  د ايران د اټومي وسلو په هکله د محرمو اسنادو د ترلاسه کولو خبره وکړه .

پرون د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نيتنياهو وويل ، چي د ايران د اټومي پروګرام په تړاو يې ۵۵۰۰۰ د کاغذ پر مخ او ۵۵۰۰۰ ډيحيټلي محرم اسناد راټول کړي دي.
د نيتنياهو په وينا دا اسناد د ۲۰۱۵ کال د ايران سره د نړيوال اټومي پرېکړه ليک راوروسته وختونو دي. نيتنياهو ايران په درواغو تورن کړ او ويې ويل چي ايران نړيوالو ته د خپل اټومي پروګرام په هکله درواغ ويلي دي او اوس هم د اټومي موادو د غني کولو لپاره لګيا دی.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د نيتنياهو شواهد څېړي او د رواني مي مياشتي په ۱۲ نېټه به د ايران سره د اټومي تړون د وتلو يا پاتي کېدلو پرېکړه کوي.
بل خوا د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، دا د ۲۰۱۵ کال د اټومي هوکړي څخه د وړاندي وختونو اسناد دي. او بنيامين نيتنياهو يې يو دروغجن کس وباله.