کور / راپور / د ټاکنو خپلواک کمېسون : په کندهار کي د نوم ليکني پاڼي مخ پر خلاصېدو دي

د ټاکنو خپلواک کمېسون : په کندهار کي د نوم ليکني پاڼي مخ پر خلاصېدو دي

د ټاکنو د خپلواک کمېسون چارواکي وايي، په کندهار کي د پارلماني ټاکنو لپاره د نومليکني پاڼي مخ پر خلاصېدو دي.

د چارواکو په وينا په کندهار کي د نوم ليکني لپاره په بې ساري کچه د خلګو ګډون ددې لامل سوی چي د نوم ليکني پاڼي د خلاصېدو سره مخ دي.

کندهار چي تراوسه ۱۶۰۰۰۰ تنو نوم ليکنه پکي کړې تر کابل وروسته دوهم ولايت دی چي په زيات شمېر خلګو د نوم ليکني لپاره ګډون پکي کړی دی.

په کندهار کې د دغه کمیسیون مشر محمد هاشم دورانی وایي، مرکزي ادارې د کندهار ښار لپاره د نوم لیکنې اتیا مرکزونه ځانګړي کړي دي، او هر مرکز ته یې دوه کتابه یعنې ۱۲۰۰ رایې په پام کې نیولي دي .

د نوموړي په خبره دوی ته ۲۰۰ کتابه چي ۱۲۰۰۰۰ رایې کیږي احتیاطي ورکړل سوي دي، خو د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو پراخ ګډون هر څه د دوی د تمې خلاف کړل .

د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د نوم ليکني په پروسه کي د خلګو پراخ ګډون ددوی د تمي خلاف روان دی او دا هيله يې نه لرل چي د مرکزونو مخي ته به د خلګو دومره اوږدې ليکي جوړېږي.

ياد کمېسون د نوم ليکني دا پړاو پر دوو برخو وېشلی دی، چي لومړی پړاو به يې په ښارونو کي تر يوې مياشتي پوري روان وي او وروسته به دا لړۍ ولسواليو او کليو ته غځېږي.

۱۹ ورځي وړاندي په ښارونو کي د نوم ليکني بهير پيل سوی دی چي وروسته به ولسواليو ته وغځېږي.