کور / راپور / سيګار: په افغانستان کي هوايي بريدونه په بېساري کچه ډېر سوي دي

سيګار: په افغانستان کي هوايي بريدونه په بېساري کچه ډېر سوي دي

د افغانستان د بيارغوني په برخه کي د امريکا د ځانګړي څار اداره يا سيګار وايي، په افغانستان کي د روان کال په اوږدو کي د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کي په بېساري توګه زياتوالی راغلی دی.

سيګار وايي، د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۸ کال کي دوه نيم چنده هوايي بريدونه ډېر سوي دي، سيګار دا هم وايي، چي  د روان کال په لومړيو درو مياشتو کي شاوخوا ۱۲۰۰ بمونه د سختدريځو د ځپلو په موخه غورځول سوي دي.

د سيګار نوی راپور وايي چي د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کي ۳۷۸ ، په فبرورۍ کي ۴۶۹ او په مارچ میاشته کي ۳۳۹ هوايي بريدونه سوي دي چي ټول ټال ۲۱۵ هوايي عمليات ترسره سوي دي.

د يادي ادارې په وينا اوس له عراق او سوريې څخه هم امريکايي الوتکي افغانستان ته لېږدول سوي چي دلته هوايي عمليات وکړي./

د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش وايي، د هوايي بريدونو ډېروالی د وسلوالو مخالفينو د پټنځايونو او د مخدره توکو د لابراتوار د مرکزونو په له منځه وړلو کي ګټور ثابت سوي دي.

که له يوې خوا هوايي بريدونه ډېر سوي بل خوا په ښارونو او ليري پرتو سيمو کي د وسلوالو مخالفينو فعاليتو او بمي بريدونه زيات سوي دي.