برښنايي پېژند پاڼه مو افغاني هویت ثابتوي
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: مجیب پښتون
په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیزو ستونزو او د ولس د اقتصادي کمزوریو د بنسټیزو لاملونو څخه یو هم د دې هېواد د وګړو د حقیقي نفوس او د همدې وګړو د ټولنیز ژوند د بیلابیلو اړخو په باب د کره مالوماتو نشتون دی.
کله چې د افغاني ټولنې د وګړو د حالاتو همدارنګه د ژوندانه لومړنیو او اساسي ضرورتونو کره مالوماتو ته لاسرسۍ نه وي، ممکنه نه ده چې دولت د هر سمت، ولایت، ولسوالۍ، قوم او کلي په سطحه داسې برنامې پلان او عملي کړي، چې په پوره ډول د دوی د ژوند د ښه کیدو لامل وګرځي.
په متوازن ډول د هېواد ټولو وګړو ته د پوهنې او روغتیا د برخې خدمتونه، بیارغونه، اقتصادي پرمختګ، د کرنې او مالداری د ودې او پرمختیا برنامې د دقیقو مالوماتو په نشتون کې امکان پذیره نه دي او که وشي، اغېزمنتوب او د خلکو په ژوند کې به يې بدلونه په هغه کچه نه وي، چې تمه يې موجوده ده.
په اوسني وخت کې چې افغانستان لا هم په بحراني او کړکیچن حالت کې راګیر دی او دلته د پيښیدونکو ستونزو له کبله خلک په جسمي او رواني لحاظ صدمه ویني، پر ملي پروسو او ملي منفعتونو شکایتونه او نیوکې د دې پر ځای چې اصلاح رامنځته کړي، له بده مرغه ولسي بدګمانی ته لمن وهي.
په طبعي توګه د موثقو مالوماتو په نشتون کې، خدمتونه نا انډوله او د خلکو د هیلو خلاف وي، چې بیا ددې نا متوازن حالته د افغانانو تر منځ د بې باوریو او تضادونه د راپارولو لپاره په لاره کې استفاده کیږي.
که لږ يې واضحه ووایو، د برښنايي تذکرو او د وګړو د کره شمیرې د نه مالوماتو له کبله په پارلمان کې د سیمو او خلکو د استازیو له ونډې نیولې بیا، تر عرضه کیدونکو خدمتونو او د نظام په سیاسي دستګاه کې د کدرونو او اشخاصو تر سهم پورې ټولې مسالې د خوابدی او شکایتونو ملګرې دي.
لامل يې څرګند دی، پدې برخه کې د اصلاحاتو لپاره د افغاني ټولنې د وګړو کره شمېر او د وګړو د ټولنیز حالت په باب لازم مالومات نشته، نو کچیرې محدوده ډله خلک د اوږدو کلونو لپاره د ملت ټول واک په لاس کې اخلي او برعکس که د پراخو سیمو اهل کسان له هر څه پاتې کیږي، پدې باب ګیلو ته به څه مناسب ځواب موجود وي؟
د افغانانو د پېژندپاڼو او یا تذکرو په باب بل بحث د افرادو د هویت مساله ده، موږ نشو کولای چا ته نوی او جعلي هویت ورکړو او یا د چا اصلي هویت سلب کړو.
د افغانیت د تثبیت لپاره د افغانستان له اساسي قانون سربېره د دې هېواد اوږد تاریخ ګواه دی، هغه وخت چې د دې وطن تن او وجود ته د سیمې د استخباراتو لاسونه نه وو رارسیدلي، دلته اصلاً د شمال او جنوب، ختیر او لویدیز او د ژبو پر تنوع د خلکو تر منځ د توپیر مساله نه وه موجوده.
متاسفانه د سیمې هېوادونو د افغانانو له نورو مجبوریتونو دا استفاده هم وکړه، چې یو شمېر بې عزمه، متزلزل او خرڅ شوي کسان يې پر دې ماموره کړل، چې دا هېواد خلکو ته یوه مسافر خانه او اوسیدونکي وروڼه ملیتونه په کې د څلور ورځو مسافر وښيي او داسې فکر خور کړي چې خدای مکړه دا یو واحد او نه بیلدونکی ملت نه دی.
موږ منو، چې د دې هېواد ستونزې ډیرې دي، د دې هېواد یو شمېر هغه کسان چې ځان په سیاسي سټیج کې ښکاره کوي، په پردیو پورې تړلي دي، خو دا پدې مانا نه ده چې د دې سرلوړي ولس مرګ او ژوند فیصله دې د تل لپاره د دوی په لاسونو کې پاتې شي.
افغانستان د افغانانو ګډ کور دی او د افغان کلمه د دې تاریخي ملت په هر فرد چې پلار او نیکه يې د دې ټاټوبي وي اطلاق کیږي، د افغان په نوم کې د قومیت په لحاظ کمی او برتري نشته، دا هېواد له ګڼو ملیتونو، ازبکو، ترکمنو، تاجکو، پشه یانو، پښتنو، اهل هنودو، نورستانیو، ایماقو، ګوجرو او نورو لویو او وړو قومونو او ملیتونو جوړ شوی دی.
دا نوم د دې هېواد په هر وګړي اطلاقیږي، افتخار يې دی او اصیل افغان يې په هیڅ بیه بې قدري نه کوي.
افغانیت یو داسې ارزښت نه دی، چې یو کس دې په مفته چا ته اهداء کړي او له بل کس دې په زوره لیرې کړي، افغانیت له پخوا نه تر ننه د دې ملت د پېژندګلوی سمبول وو او له ننه د جهان تر پایه به د افغانانو د پېژندنې نښه وي.
دا مساله د الکټرونیکي تذکرو په وېش او د دې بهیر په ودریدو پورې کوم منطقي تړاو نلري، افغاني هویت موږ ته د دولتمردارنو لخوا نه دی تفویض شوی، بلکې دا ویاړ راته له تاریخونو راپاتې دی او ټول خواره ولسونه يې ځانونه پر پاللو مکلف بولو.
موږ وینو چې پدې وروستیو کې د دولت په سیاسي دستګاه کې یوه وړه کړۍ لدې مسالې هم د حکومت او سیاست خبرې جوړوي او اوس چې نور څه نه دي ورپاتې، غواړي پدې توګه افغان وروڼه ملیتونه په خپلو کې سره خوابدي کړي.
خو دا ارمان نه پوره کیدونکی دی، د افغانیت نوم نه روس ورک کړی او نه انګریزانو، نه مغلو ورک کړی او نه چنګیزیانو او نه بل طاغوتي قوت ته خدای ج دا توان ورکوي، چې د افغانانو دا ستر ویاړ ولوټي.
لدې کبله د اصلي افغانانو د پېژندنې او لدې نوم څخه د بدې استفادې د مخنیوي لپاره د برښنايي تذکرو وېش یو مهم اقدام دی او دا کار باید لا پخوا شوی وای.
ولسمشر غني د لومړنۍ برېښنایي تذکرې د اخیستلو پر مهال وویل: په ۲۱مه پیړۍ کې حکومتوالي، اقتصاد او په ځانګړي ډول خدمتونه د معلوماتو پرته نه شي ترسره کېدای.
محمداشرف غني څرګنده کړه، نن د نظام جوړونې په لور یو مهم ګام واخیستل شو، داسې نظام چې د اساسي قانون له سپارښتنو سره سم متوازن پرمختګ عملي کړي، متوازن انکشاف په دې معنا دی چې جغرافیايي معلومات راټول او پلان جوړ کړای شو چې مهمې پایلې به یې د بودجې لګښت وي.
جمهوررئیس غني د الکترونیکي تذکرې مثبتو اغیزو ته په اشارې وویل، ټاکنې د یو ولسواک نظام مهمه برخه جوړوي، چې له جبر او زور پرته د خلکو په رایو کېږي او دا یوه اړتیا ده چې ټول افغانان تذکرې ولري او ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.
د ولسمشر یاد پیغام ته په کتو او د هېواد اړتیاوو ته په پام زموږ هیله داده چې ټول افغانان که هغه د امنو سیمو اوسیدونکي دي او که تر ګواښ لاندې سیمو کې ژوند کوي، باید په جرئت سره تذکرې واخلي، خپل هویت تثبیت کړي او سیاسیون دې هم لدې مسالې د خلکو تر منځ د بې اتفاقیو د رامنځته کولو د وسیلې په توګه کار نه اخلي.
هغوی دې پدې پوۍ شي، چې هېڅوک حق نلري د پردیو په اشاره او لارښوونه د افغانانو د اسلامیت او افغانیت په داعیې سوداګري وکړي او دا پنځه زره کلن یوموټی ملت پدې او هغه نوم سره وویشي.
والسلام علیکم ورحمه الله و برکاته.