کور / سياسي / څه چې باید تر سره شوي وای وشول.

څه چې باید تر سره شوي وای وشول.

لیکنه : محمدزمان ستانکزی

د افغانستان تاریخ له ډېرو جالبو او دا راز له ډېرو زړه بوږنونکو پېښو ډک دی. د تاریخ هره پاڼه یې یو څه ویل لري، دې خاوره کې میشت خلک چې افغانان دي، د نیواک ګر په وړاندې په مېړانې دریدلي او ښه مبارزه یې کړې، هر ځل د یوه مشر لخوا هېواد پلورل شوی، خو دا عام خلک وو او دي چې د خپلو سرونو په قرباني کولو سره یې خپل هېواد  ساتلی دی.

نوي نظام کې د ملت جوړولو لویې ژمنې ورکړل شوې چې یوه یې هم د برښنایی پېژندپاڼو د وېش مساله وه، د حامد کرزي په   واکمني کې دغه خبره مطرح شوه خو عملي نه شوه، د ولسمشر غني په حکومت کې هم دې برخه کې ډېرې ناندرۍ وشوې، ځینو یو څه او ځینو بل څه ویل خو باالاخره د ولسمشر د پخواني فرمان له مخې چې تذکرو کې د دین او ملت تر څنګ ملیت هم لیکل کیږي، د برښنایی تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه.

د غویی ۱۳ د سهار نهه بجې

ولسمشر، د هېواد لومړی میرمن د ملي شورا د دواړو خونو رییسانو او نورو جګپوړو حکومتي چارواکو برښنایی پېژندپاڼې واخیستې او په دې توګه یې دې برخې ته د خلکو د کلونو انتظار نور پای ته ورساوه.

د همدې ورځې له غرمې مخکې یولس بجې

اجرایی رییس په لوکسه دریشي کې له سپیدار ماڼۍ را ووت، په شنه چمن یې ګامونه واخېستل، له خبریالانو سره یې خپل دریځ شریک کړ.

عبدالله د خپلو خبرو په یوې برخه کې وایي((  ای ګپ مشروعیت نداره، این تصمیم اصلا از اساس از بنا هر نام که سریشان می مانین مشروعیت نداره، دوم ای دعوت به بحران است))

دا یې مستقیمې خبرې وې چې وایی دا خبره مشروعیت نه لري، دا پرېکړه اصلا اساس او بنسټ نه لري هر نوم چې پرې ږدئ مشروعیت نه لري دویم دا چې دا کړکیچ ته بلنه ده.

کوم کړکیچ، کړکیچ یې لا څه ډول وي، همدا سپیدار ماڼۍ  دې په امن کې ده، وسلوال جنایی جرمونه، د وسلوالو مخالفینو تحرکات، د حکومت د یوې برخې د ادارو سرپرستي، چارو کې نه همغږي، د دوست او دښمن په تړاو بېلابېل لیدلوري، د اسد د رژیم په پلوي له جنګېدونکو افغانانو د حکومتي مشرانو ملاتړ، په حکومتي بنستونو ناوړه او بدنامې معاملې آیا دا کړکیچونه  نه دي. کړکیچ یې څه ډول وي او تاسو مونږ له کوم کړکیچه ډاروئ، ومو ویل چې د نفوسو کره شمېره نه ده شوې، پړه مو په یوه قوم اچوله او استدلال مو دا وو چې  کره نفوس ځکه نه معلومیږي چې ساختګي اکثریت شتون لري، د دې لپاره چې دا خبره غلطه ونه خیژي، د نفوسو د کره سرشمېرنې مخنیوی کیږي خو اوس برعکس هماغه قوم چې تاسو پرې دا ټاپه لګوله اوس تر هر بل چا زیات د نفوسو د کره سرشمېرنې غوښتونکی دی. په دې سره به د هر قوم د وګړو شمېر  معلوم شي او وروسته به هره پرېکړه په همدې اساس کیږي.

د غویی د ۱۳ د خبري کنفرانس په مهال عبدالله ډېر غیر عادي ښکارېده، چې هغه غصه شي، د مخ رنګ یې واوړي او په ډېره ګواښونکې لهجه خبرې کوي، خو فکر نه کوو چې دغه پروسه دې ودرولای شي ځکه دا د عام ولس لویه غوښتنه ده او ولسمشر مکلف دی چې دغه غوښتنه عملي کړي. دې کې مو ډېرې ګټې نغښتي دي او نه غواړو چې د ګاونډیو د شومو لوبو په پایله کې دغه پروسه درېدلي وي.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په یوې برخه کې وایي:

(( مه فکر نمی کنم که با عوام فریبی وبا تحریف افکار مردم کار به جای میرسه، به یک اختلاف نظر دعوت بکنیم قبل از اینکه کوشش ها شده باشه، بیاییم اعلان کنیم و ای را هم نامی اشه دستاورد بزرګ بانیم.

د ملي یووالي د حکومت اجرایی رییس ته په کار نه ده چې  د دې سترې ملي پروسې په وړاندې داسې دریځ ونیسي. اجرایی رییس باید ملي فکر وکړي ځکه ملت یې خپل مشر بولي کوم مشر چې  باید ټولو ته په یوه نظر ګوري او خپلو پرېکړو او کړنو کې په یوه قوم او سیمې پام نه کوي، بلکې ټولو ته په یوه سترګه ګوري، دا د یوه مشر لوی تعریف دی.

ستونزې به وي خو داسې هم نه دي چې د برښنایی تذکرو وېش ستونزې لا پراخوي، همدا تذکرې دي چې افغانانو ته ملي هویت ورکوي، همدا تذکرې دي چې په دې پوهیږو چې څومره یو او څه ډول پلان باید ترتیب کړو. متوازنه وده او پراختیا پرته له همدې تذکرو ناشونې ده.

پایله

برښنایی تذکرې په ټوله نړۍ کې ویشل شوي او د نفوسو د معلومولو او ټولو چارو د عادي تر سره کولو لپاره یوه ستره اړتیا ده. په دې توګه برښنایی حکومت داري را منځته کیږي له یوې ادارې څخه  بلې ته د کاغذونو د انتقال پر ځای یو کمپیوټري سیستم را منځته کیږي چې نور به خلک اړ نه وي په خپلو غېږو کې د کاغذونو بنډلونه وګرځوي. دغه پروسه کولی شي ټاکنې ډېرې رڼې کړي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې خو به په کاغذي هغو وشي خو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چې هم دغه تذکرې برابرې شي، لویه خبره ده.

په پای کې ویلی شو کوم کار چې باید شوی وای، باالاخره وشو او دا دې ټولو ا ځورېدلو افغانانو ته مبارک وي.